امنیت

په ننګرهار کې د طالبانو یو ګروپ تسلیم شو او په پخواني تاوتریخوالي یې پښېماني څرګنده کړه

د خالد زېري راپور

د طالبانو یو ۷ کسیز ګروپ، چې د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې یې فعالیت کاوه، د ډسمبر په ۳ مه خپلې وسلې په جلال اباد ښار کې حکومتي چارواکو ته وسپارلې، او په کړو جګړو یې پښېماني وښودله. [خالد زېری]‌

ننګرهار -- د طالبانو یو ۷ کسیز ګروپ، چې د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې یې فعالیت کاوه، د ډسمبر په ۳ مه خپلې وسلې په جلال اباد ښار کې حکومتي چارواکو ته وسپارلې، او په کړو جګړو یې پښېماني وښودله.

د ګروپ مشر ملا افسر په جلال اباد کې د ولایتي ادارې په یوه ودانۍ د اورپکو د تسلیمېدا په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، «زه له دغو ۶ ملګرو سره راغلم،‌ او مونږ د ملي امنیت او [افغان] ملي اردو په مرسته خپلې وسلې تسلیم کړې،»

هغه وویل، «مونږ له تېرو لسو کلونو راهیسې د خوګیاڼو ولسوالۍ په وزیرو سیمه کې د حکومت پر ضد جنګونه کول،» او زیاته یې کړه چې د هغه تر قوماندې لاندې نور طالب جنګیالي په سیمه کې پاتې دي. ملا افسر وویل، «مونږ ښوونځي ورانول، او مونږ ته ویل شوي وو چې، هغه خلک چې له حکومت سره کار کوي، هغه کافران دي. له دې امله،‌ مونږ حملې کولې.»

افسر وویل، «خو اوس مونږ پوه شو چې هغوی ټول افغانان دي، هغوی زمونږ ورونه او مسلمانان دي، او چې داسې وي، ولې باید مونږ د هغوی پر ضد جنګ وکړو؟له دې امله، مونږ راغلو او له حکومت سره یوځای شو»‌

دا عکس، چې د ډسمبر په ۳ مه اخیستل شوی، ۶ تنه اورپکي په داسې حال کې ښیي چې لا یې خپلې وسلې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې مقاماتو ته نه وې سپارلې.‌ د ګروپ اوم غړي خپل ژوند ته د خطر له امله ونه منله چې په عکس کې راشي.‌ [خالد زېری]‌

دا عکس، چې د ډسمبر په ۳ مه اخیستل شوی، ۶ تنه اورپکي په داسې حال کې ښیي چې لا یې خپلې وسلې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې مقاماتو ته نه وې سپارلې.‌ د ګروپ اوم غړي خپل ژوند ته د خطر له امله ونه منله چې په عکس کې راشي.‌ [خالد زېری]‌

ګل رحمان، چې ۳۳ کاله عمر لري، او د دغه ګروپ یو بل غړی دی، وویل چې هغوی په پاکستان کې د اورپکو له مشرانو څخه پیسې او وسایل ترلاسه کول.

هغه وویل، «په اول کې مونږ نه پوهېدو، خو وروسته پوه شو چې حقیقت له هغه څه څخه بل ډول دی چې مونږ یې فکر کاوه او له همدې امله مونږ راغلو او خپلې وسلې مو وسپارلې. مونږ نه غواړو چې نور خپل وطن وران کړو.»‌

سوله د پرمختګ یوازنۍ لاره ده

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د سولې بهیر سره د یوځای کېدا په مراسمو کې یادو کسانو ته مبارکي ورکړه.

هغه وویل، «هېڅ یاغي ډله نشي کولی چې د جنګ له لارې خپل هدفونه ترلاسه کړي. مونږ په ټولو وسله والو مخالفانو باندې غږ کوو چې له وسله وال مخالفت څخه لاس واخلي،‌ د سولې بهیر سره یوځای شي او د هېواد د بیارغونې لپاره کار وکړي.»

منګل وویل، «مونږ هڅې پیل کړي دي، او ډېر نور ګروپونه دې ته تیار دي چې خپلې وسلې کېږدي او د هېواد په بیارغونه کې برخه واخلي،» او زیاته یې کړه چې اورپکي د دین یا اسلام لپاره جنګ نه کوي، بلکې هغوی د بهرنیانو د ګټو په استازيتوب جنګ کوي.

هغه تسلیمېدونکیو طالبانو ته وویل، «یوازني قربانیان افغان ولس دی، او تاسو د همدغه ولس یوه برخه یئ،»‌

د ننګرهار د سولې د ولایتي شورا رییس ملک نذیر په غونډه کې وویل، «د اورپکو دا ګروپ تیار دی چې د سولې بهیر سره یوځای شي... او دا کار د افغان ملي اردو او د ملي امنیت د ادارې په هڅو کیږي،»‌

هغه وویل، «هغوی دوه کلاشینکوفونه، دوه کره بین ټوپکونه،‌ یو راکټ لانچر، یوه پیکا ماشین ګنه، دوه مخابرې او ۹ جاغورونه له ځانونو سره راوړي دي، چې دغه شیان د بې وسلې کولو پروګرام ته وسپارل شول،»‌

د افغان ملي اردو د ۴مې پلې لوا قوماندان برید جنرال محمد نسیم سنګین وویل، «دا وسله وال ګروپ په خوګیاڼو کې د توظیف شوي پرسونل [ځایي چارواکو] او د ملي امنیت د ادارې په هڅو د سولې بهیر سره یوځای شو. مونږ غواړو چې نور ګروپونه هم د دوی په پله پل کېږدي او د سولې بهیر سره یوځای شي.»‌

هغه په غونډه کې وویل، «هر هغه یاغي ګروپ، چې د سولې بهیر سره نه یوځای کیږي، هغه به وځپل شي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500