امنیت

د طالبانو له خوا د نشه ییزو توکو ناقانونه سوداګري د افغانستان لپاره د لوی تخریب سبب ګرځېدلې ده

د نجیب الله راپور

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د نومبر په ۱۹مه یو لړ بریدونه پیل کړل چې طالبان په هغو ځایونو کې، چې هلته هغوی ته ډېر تاوان ور رسیږي، یعنې د عوایدو سرچینې یې خرابېږي، وولي. افغان او امریکایي ځواکونو په ګډه په هلمند ولایت کې د نشه ییزو توکو لابراتوارونه او د قوماندې او کنټرول مرکزونه وویشتل. [د متحده ایالاتو د هوایي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ د عامه ارتباطاتو نه په مننه]‌

کابل -- کتونکي وایي، چې د کوکنارو له کرنې او د اپین له تیارونې نه د طالبانو ملاتړ د افغانستان لپاره د نه جبران وړ تخریب سبب ګرځېدلی دی.

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر محمد احسان یعقوبي وویل، چې په افغانستان کې د کوکنارو کرنې او د نشه ییزو توکو قاچاق د دغه هېواد لپاره دوه لویې ستونزې رامنځته کړي دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «لومړی، د ناقانونه نشه ییزو توکو له کرلو، جوړولو او قاچاقولو څخه ډېره ګټه د طالبانو او نورو اورپکو لاسونو ته ورځي، چې د ناامنۍ او د جنګ د ادامې سبب کېږي،»‌

نوموړي وویل، دویمه ستونزه په نشه ییزو توکو د روږدو کسانو د شمېر ډېرېدا ده.

دا عکس، چې د ډسمبر په ۶ مه اخیستل شوی، په کابل کې یو په نشه ییزو توکو روږدی ځوان ښیي.‌ طالبان په ناقانونه توګه د هیرویینو کرل، جوړول او قاچاقول کنټرولوي، چې دغه کارونه نا امني ډېروي او ترهګري تمویلوي. چارواکي وایی،‌ سربېره پر دې، افغانستان له نشه ییزو توکو څخه د ناوړه استفادې د ډېرښت له ستونزې سره مخامخ دی چې خواوشا ۳ میلیونه یې په هیرویینو روږدي دي.‌ [نجیب الله]‌

دا عکس، چې د ډسمبر په ۶ مه اخیستل شوی، په کابل کې یو په نشه ییزو توکو روږدی ځوان ښیي.‌ طالبان په ناقانونه توګه د هیرویینو کرل، جوړول او قاچاقول کنټرولوي، چې دغه کارونه نا امني ډېروي او ترهګري تمویلوي. چارواکي وایی،‌ سربېره پر دې، افغانستان له نشه ییزو توکو څخه د ناوړه استفادې د ډېرښت له ستونزې سره مخامخ دی چې خواوشا ۳ میلیونه یې په هیرویینو روږدي دي.‌ [نجیب الله]‌

یعقوبي وویل، «له بده مرغه، نشه ییزو توکو ته د لاسرسي اسانتیا د دې سبب ګرځېدلې چې ورځ تر بلې په هېواد کې په نشه ییزو توکو د روږدو کسانو شمېر زیاتیږي، چې په نتیجه کې یې بشري قویې ته لوی تاوان ور اوښتی دی،»

د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې د وزارت ویاند عباس فراسو وویل، چې په دغه هېواد کې په اټکلي توګه له ۲.۹ میلیونو څخه تر ۳.۶ میلیونو پورې کسان په نشه ییزو توکو روږدي شوي دي.‌

فراسو د هغې څېړنې په اساس چې په ۲۰۱۵ کال کې د امریکا د سفارت له خوا د جاپان په تخنیکي مرسته ترسره شوه، وویل، چې په دغو روږدو کسانو کې خواوشا ۶۰۰۰۰۰ تنه ښځې دي.‌

په کابل پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي یوې محصلې ریحانې احمدي هم د نشه ییزو توکو د کاروونکو د شمېر د زیاتېدا په هکله اندېښنه وښودله.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، په نشه ییزو توکو روږدي کسان په یوه ناوړه حالت کې د پاتې کېدا پر ځای، «باید د خپلو ټولنو خدمت او د هېواد په اقتصاد کې مرسته وکړي،»

«که هر روږدی کس په ورځ کې یوه افغانۍ په نشه ییزو توکو لګوي، دا په دې مانا چې د روږدو کسانو له خوا هره ورځ اقتصاد ته ۳ میلیونه افغانۍ تاوان ور رسیږي، البته، ښایي چې دا شمېر تر دې لوړ وي.»

احمدي وویل، «له بده مرغه، طالبان ځانونه د هېواد د ملي ګټو یا د هېواد اتباعو ته د زیان رسېدلو په وړاندې مسؤل نه ګڼي.‌هغوی یوازې د خپلو شتمنیو د زیاتولو په هکله فکر کوي

د رسمي ارقامو له مخې، طالبان په دغه جګړه ځپلي هېواد کې د کوکنارو له بزګرانو او قاچاقوونکیو څخه د مالیاتو د اخیستلو له لارې د ناقانونه نشه ییزو توکو له قاچاق څخه په کال کې اټکل ۱۳.۸ میلیارده افغانۍ (۲۰۰ میلیونه ډالر) ترلاسه کوي.‌

حکومت د خبرتیا او مخنیوي پروګرامونه ترسره کوي

په ولسي جرګه کې د هرات استازي محمد صالح سلجوقي وویل، نشه ییزو توکو ته اسان لاسرسی او بې کاري په دې کې لوی لاس لري چې یو زیات شمېر افغانان په نشه ییزو توکو اخته شي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «له بده مرغه، هغه یوه چوپه سونامي ده چې خلک وژني، او حکومت باید په مسؤلانه توګه یو پلان او ستراتیژي تیار کړي،»

فراسو وویل، د نشه ییزو توکو د کرنې او تولید پر ضد د مبارزې تر څنګ، افغان حکومت د خبرتیا کمپاینونه او د مخنیوي پروګرامونه تطبیق کړي دي.‌

هغه وویل،‌ په خبرتیایي پروګرامونو کې کانفرانسونه، ورکشاپونه او داسې ګرځنده تیاترونه شامل دي چې سفرونه کوي او په ښوونځیو کې د حاضرینو په اشتراک سره د رول ترسره کولو پروګرامونه ترتیبوي.‌

هغه وویل،‌ «د حکومت بل پروګرام د روږدو کسانو تداوي ده. په ټول هېواد کې د تداوۍ ۱۰۹ مرکزونه موجود دي.»

هغه وویل، «په نشه ییزو توکو د روږدو کسانو د تداوۍ تر ټولو لوی مرکز په کابل کې په فينېکس کمپ کې واقع دی، چې ولسمشر اشرف غني په ۲۰۱۵ کال کې تاسیس کړ،»

فراسو وویل، افغان حکومت کولی شي چې د فينېکس کمپ د ۱۵۰۰ کسانو په شمول په کال کې ۳۰۰۰ روږدي کسان تداوي کړي.‌

د نشه ییزو توکو پر ضد مبارزه، ترهګرۍ ته یو سخت ګوزار

تحلیلګران وایي،‌ د کوکنارو د کرنې پرضد سخت ګامونه اخیستل کېدای شي چې ترهګرۍ ته یو سخت ګوزار وي او د روږدېدا په کمولو کې مرسته وکړي.‌

د افغانستان د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې د وزارت پخواني مرستیال ډاکټر محمد ظفر وویل، «د جنګ او نشه ییزو توکو دوه بلاوې یوه له بلې سره مرسته کوي. د نشه ییزو توکو پر ضد مبارزه باید له جګړې سره پر یو وخت ترسره شي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، که عسکر د کوکنارو پټي او د نشه ییزو توکو د تولید مرکزونه په یو وخت په نښه کړي، افغانستان کولی شي چې د جګړې زیانونه راکم کړي.‌ هغه دې خبرونو ته،‌ چېافغان او امریکایي ځواکونو په هلمند ولایت کې د نشه ییزو توکو د تولید د مرکزونو په نښه کول پیل کړي دي،‌ هرکلی وویل .

هغه وویل،‌ «کله چې د نشه ییزو توکو د تولید مرکزونه په نښه کیږی، نشه ییزو توکو ته به لاسرسی کم شي، چې دا په خپل وار سره د روږدو کسانو د شمېر د ډېرېدا مخه نیسي،»

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وویل،‌ د کوکنارو کرنه او د نشه ییزو توکو جوړونه اکثر د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ترسره کیږي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «طالبان له بزګرانو څخه د عشر پیسې ټولوي چې د نشه ییزو توکو د تولید د مرکزونو خوندیتوب یقیني کړي،‌ او د نشه ییزو توکو له لارې د طالبانو د تمویل تر ټولو لویه سرچینه په هلمند کې ده،»

ایتلاف 'لستوڼي پورته کړل'

د متحده ایالاتو اردو د سې شنبې په ورځ /د ډسمبر ۱۲ مه/ په افغانستان کې د نشه ییزو توکو د مرکزونو د ویجاړولو لپاره د خپل هوایي کمپاین ستاینه وکړه، او وایي چې هغوی غواړي چې د یاغیانو له خوا د پیسو ترلاسه کولو مخه ونیسي.‌

د متحده ایالاتو د هوايي ځواک برید جنرال لینس بنچ وویل، چې امریکایي او افغان جنګي الوتکو د نومبر له ۱۹مې راهیسې، چې دا کمپاین پیل شوی دی، د نشه ییزو توکو ۲۵ لابراتوارونه ویجاړ کړي دي.‌

د امریکا د دفاع وزارت د (Defense.gov) وېب سایټ د خبر له مخې، بنچ له کابل نه د ویډیویي ټیلیفون له لارې په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، «په دې توګه د کېنګ پېن له جېبونو څخه خواوشا ۵.۵ میلیارده افغانۍ (۸۰ میلیونه ډالر) د نشه ییزو توکو پیسې واېستل شوې، په داسې حال کې چې د طالبانو شریکانو ته د ۱.۱ میلیارد افغانیو (۱۶ میلیونه ډالرو) مستقیمې ګټې د ورتګ مخه ونیول شوه.‌

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلسن وویل، هغه وخت، چې هغه د طالبانو د نشه ییزو توکو د عوایدو د تعقیب نوې ستراتیژي اعلان کړه، په دغه هېواد کې ۴۰۰ یا ۵۰۰ د نشه ییزو توکو لابراتوارونه فعال ول.‌

په هغو الوتکو کې، چې د نشه ییزو توکو پر مرکزونو یې بمونه واچول، اېف - ۲۲ رپټر غلې جنګي الوتکې شاملې وې، چې د کوچني قطر داسې بمونه یې اچول چې د څنګ د تخریب ساحه محدوده کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500