ديپلوماسي

ازبکستان او افغانستان د 'همکارۍ نوې مرحلې ته' داخلېږي

د ماکسیم ینیسیېف لیکنه

د ډسمبر په ۵ مه د افغان ولسمشر اشرف غني د کتنې په درناوي کې د تاشکند په یوه کوڅه کې په دری ژبه د ښه راغلاست یو بینر او د ازبکستان او افغانستان بیرغونه لګېدلي دي. [ماکسین ینیسیېف]‌

د ډسمبر په ۵ مه د افغان ولسمشر اشرف غني د کتنې په درناوي کې د تاشکند په یوه کوڅه کې په دری ژبه د ښه راغلاست یو بینر او د ازبکستان او افغانستان بیرغونه لګېدلي دي. [ماکسین ینیسیېف]‌

تاشکند - تحلیلګران وایي، چې د ازبکستان او افغانستان تر منځ تودې اړیکې له تړونونو کولو څخه د هغو په برخه کې عملي ګامونو ته یو تاریخي لېږد په ګوته کوي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزي یویېف او افغان ولسمشر اشرف غني د ډسمبر په ۴ - ۶ مه ازبکستان ته د غني د رسمي سفر په ترڅ کې په تاشکند کې سره وکتل.

د ډسمبر په ۵ مه، د دواړو مشرانو تر مشرۍ لاندې ۲۰ د همکارۍ تړونونه او ۴۰ د صادراتو په برخه کې قراردادونه لاسلیک شول، او دواړو په دې هوکړه وکړه چې «په ټولو برخو کې» به سره همکاري کوي.‌

د میرزي یویېف له دفتر څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دواړه هېوادونه به په منځنۍ اسیا کې د امنیت د پیاوړتیا د هڅو د یوې برخې په توګه د ترهګرۍ، افراطیت او د نشه ییزو توکو پر ضد مبارزه کوي.

ازبکستاني ولسمشر شوکت میرزي یویېف (ښی) او افغان ولسمشر اشرف غني د ډسمبر په ۵ مه په تاشکند کې د خپل ملاقات په ترڅ کې د همکارۍ او د صادراتو د لسګونو تړونونو د لاسلیکولو نظارت وکړ.‌ [د ازبکستان د ولسمشر د رسنیو دفتر]

ازبکستاني ولسمشر شوکت میرزي یویېف (ښی) او افغان ولسمشر اشرف غني د ډسمبر په ۵ مه په تاشکند کې د خپل ملاقات په ترڅ کې د همکارۍ او د صادراتو د لسګونو تړونونو د لاسلیکولو نظارت وکړ.‌ [د ازبکستان د ولسمشر د رسنیو دفتر]

میرزي یویېف وویل، «په ګاونډي هېواد افغانستان کې سوله به منځنۍ اسیا دې ته جوړه کړي چې د پایښت وړ او ثابت پرمختګ د ترسره کولو په برخه کې خپل هدف درک کړي،»

د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، غني وویل، «د ازبکستان نوښتونه او عملي ګامونه په سیمه کې د سولې او ثبات په پیاوړتیا کې مرسته کوي. مونږ له ازبکستان سره د همکارۍ د دې نوې مرحلې پیل ته خوشحال یو. مونږ هیله لرو چې زمونږ اړیکې به ورځ‌ تر بلې پیاوړې شي.»‌

د بېخبنا او سوداګرۍ انکشاف

د دواړو هېوادونو له خوا لاسلیک شوي د صادراتو قراردادونه له ۳۴ میلیارده افغانیو (۵۰۰ میلیونه ډالرو) څخه اوړي.‌

د غني او میرزایویېف له کتنې څخه وروسته د دواړو مشرانو له خوا د یوې ګډې لاسلیک شوې اعلامیې په اساس، دا مهمه ده چې کلنی دوه اړخیز تجارت تر ۶۸ میلیارده افغانیو (۱ میلیارد ډالرو) پورې زیات شي.

په ۲۰۱۶ کال کې، د دغو دواړو هېوادونو تر منځ‌ سوداګري ۳۵ میلیارده افغانۍ (۵۲۰ میلیونه ډالر) وه.‌

غني د ډسمبر په ۵ مه په تاشکند کې د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله ارېپوف او د ازبکستان د بېلابېلو سوداګریزو ټولنو استازو سره د یوې ماښامنۍ په ترڅ کې وویل، «خصوصي سکټور زمونږ اساسي شریکباڼی دی، چې کولی شي له دواړو هېوادونو سره د دوه اړخیزې هوساینې د رامنځته کولو په برخه کې تعمیري ګامونه واخلي،»

میرزایویېف وویل، «ازبکستان افغانستان ته د یوه نژدې ګاونډي او دوست هېواد په سترګه ګوري، او د دې لپاره هره هڅه کوي چې په افغانستان کې سوله او ارامي رامنځته شي او د سوداګرۍ، اقتصاد، ټرانسپورټ، کلتور او نورو ساحو کې زمونږ همکاري لا پراخه شي،»

په ګډه اعلامیه کې راغلي، «دواړو ولسمشرانو د ټرانسپورټي دهلېزونو په ساحه کې د دوه اړخیزې همکارۍ یادونه وکړه، چې وبه کولی شي چې بهرنیو مارکېټونو ته ډېر مستقیم او مؤثر لاسرسی برابر کړي،»

افغانستان او ازبکستان په دې هوکړه کړې چې د حیرتان - مزارشریف د موجودې لارې د اوږدولو او په ازبکستان کې د سرخندریا ولایت څخه په افغانستان کې د بغلان ولایت مرکز پلخمري ته د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزو د جوړولو په شمول ګڼ شمېر پروژې پلې کړي.

دغه پروژې همدارنګه د کابل د حلقوي سړک، د قیصار - لامان سړک،‌ د سالنګ د تونل او نورو په شمول پروژې احتوا کوي.

هوایي سفر به وده وکړي

د دواړو هېوادونو تر منځ هوایي ارتباطات هم پراختیا مومي.‌

د کام ایر افغان الوتکې د نومبر په ۲۹ مه له کابل څخه تاشکند ته لومړنۍ الوتنه وکړه.‌ دا الوتنې به په اونۍ کې دوه ځلې د چارشنبې او یکشنبې په ورځو کیږي.‌ کام ایر به همدارنګه تاشکند اروپایي هېوادونو ته د الوتنو لپاره د اتصال د نقطې په توګه وکاروي.‌

میرزي یویېف ژمنه کړې چې د کابل او تاشکند تر منځ مستقیمې الوتنې به په اونۍ کې څلورو ته زیاتې کړي.‌ د غني له دفتر څخه د یوه ټویټ په اساس، هغه غني ته وویل چې دا د داسې یوه حرکت لپاره «مناسب وخت» دی.

د کام ایر په وېب سایټ‌ د خپاره شوي مهالوېش په اساس،‌ په دې اونۍ کې به له تاشکند څخه د افغانستان نورو ښارونو لکه هرات او مزارشریف ته هم الوتنې پیل شي.

د کام ایر اجرائیه رییس راوېل اکسینوف Anhor.uz وېب سایټ ته ویلي، د کام ایر پیلوټان به د ازبکستان د هوایي شرکتونو په ښوونځي کې روزنه ترلاسه کړي. هغه زیاته کړه، چې د کام ایر الوتکو مراقبت به په تاشکند کې د ازبکستان د هوایي شرکتونو د ترمیم په مرکز کې ترسره کیږي.‌

هغو کسانو چې د تاشکند او کابل تر منځ ډېر تګ راتګ کوي په دې خبر خوښي څرګنده کړه.‌

ازبک سوداګر فتاخ عبیدالله یېف کاروانسرای ته وویل، «مخکې به چې ما کابل ته الوتنه کوله، د الماتا له لارې به تللم، او هغه یوه ډېره اوږده او قېمته الوتنه وه.‌ تاسو کولی شوای چې مزارشریف ته یوازې د ازبکستان د جنوبي سرحد له لارې لاړ شئ.»

هغه وویل، «نوې الوتنې به نوي سوداګریز فرصتونه رامنځته کړي،»‌

د غني کتنه یوه 'تاریخي' کتنه وه

په تاشکند کې د سیاسي علومو کارپوه ولیري خان کاروانسرای ته وویل،‌ «د دواړو هېوادونو په روابطو کې د انکشاف په هکله قضاوت او د پلان شویو پروژو د پراخې ساحې په پام کې نیولو څخه، دا مناسبه ده چې د غني کتنې ته یوه تاریخي کتنه ووایو،»

هغه وویل، «پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی ازبکستان ته یوازې یو ځل، په ۲۰۰۲ کال کې، راغی چې له هغه نه وروسته بیا تر ۱۴ کالو پورې وقفه وه. په ۲۰۱۶ کال کې، اشرف غني په تاشکند کې د ازبکستان د هغه وخت ولسمشر اسلام کریموف سره وکتل، خو په هغه وخت کې څه خاص نتیجې رامنځته نشوې.»

خان وویل،‌ «اوس، خلک دا ګوري چې دغه دواړه هېوادونه څنګه له الفاظو څخه عمل ته پرمخ تللي دي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

غني د داسې یوه هېواد ولسمشر دی چې اقتصاد یې کمزوری دی، سیاسي جګړې په کې دي او خلک په ځانګړې توګه ځوانان بې کاره دي. له دغو ستونزو سره سره یې مونږ حمایه کوو او مونږ د خپل مشر تر شا ولاړ یو. مونږ د هغه هغو پلانونو ته، چې هغه یې په افغانستان کې تطبیقوي، خوشحال یو. ګران ولسمشر اشرف غني احمدزیه اوږد عمر ولرې.

ځواب ورکړئ

د تازه سیاسي حالاتو په هکله دا معلومات ګټور دي. زه موافق یم چې له دې سایټ سره یوځای شم.

ځواب ورکړئ