امنیت

د امنیتي ځواکونو چټک غبرګون د استخباراتو په مرکز د داعش برید شنډ کړ

سلام ټایمز

اورپکو د ډسمبر په ۱۸مه په کابل کې د ملي امنیت د ریاست په یوه روزنیز کمپلېکس کې په یوه تر کار لاندې ودانۍ باندې برید وکړ. د برید مسؤلیت داعش پرغاړه واخیست.‌ [راتب نوري/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- د استخباراتو په یوه روزنیز مرکز د دوشنبې د ورځې/ د ډسمبر ۱۸ مې/ یوه ترهګریزه حمله له افغان پولیسو سره د یوې سختې وسله والې جګړې سبب شوه، چې لږ تر لږه ۲ تنه بریدګر په کې ووژل شول او ۲ تنه پولیس افسران په کې ټپیان شول.‌

د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي سلام ټایمز ته وویل، «نن، د سهار خواوشا ۱۰ بجې، د پنځمې امنیتي حوزې په افشارو سیمه کې د ملي امنیت د ریاست د روزنیز مرکز شاته یوې ودانۍ ته درې تنه بریدګر ننوتل،»‌

امنیتي ځواکونو، له اورپکو سره، چې په روزنیز مرکز کې په یوه ساختماني ساحه کې محاصره شوي ول، څو ساعته جګړه وکړه.‌

د ملي امنیت ریاست سره یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط یوه موټر بم ته، چې بریدګرو له ځانونو سره صحنې ته راوړی وو، په اشارې سره وویل،‌ «هغوی په یوه تر کار لاندې ودانۍ کې ښه پټ شوي ول. مونږ د هغوی خپل موټر ته، چې چاودېدونکي مواد په کې لګېدلي ول، چاودنه ورکړه او د هغوی دوه که درې کسان مو ووژل،»‌

افغان امنیتي ځواکونه د ډسمبر په ۱۸ مه په کابل کې د یوې روانې حملې له سیمې سره نژدې په پیره ولاړ دي.‌ چارواکو وویل، چې اورپکو د استخباراتي ادارې په یوه روزنیز مرکز برید وکړ او له پولیسو سره یې سخته جګړه رامنځته کړه. [شاه مراعي/ای اېف پي]‌

افغان امنیتي ځواکونه د ډسمبر په ۱۸ مه په کابل کې د یوې روانې حملې له سیمې سره نژدې په پیره ولاړ دي.‌ چارواکو وویل، چې اورپکو د استخباراتي ادارې په یوه روزنیز مرکز برید وکړ او له پولیسو سره یې سخته جګړه رامنځته کړه. [شاه مراعي/ای اېف پي]‌

افغان امنیتي ځواکونه د ډسمبر په ۱۸ مه په کابل کې د یاغیانو د یوه برید ساحې ته رسېږي. [شاه مراعي/ای اېف پي]‌

افغان امنیتي ځواکونه د ډسمبر په ۱۸ مه په کابل کې د یاغیانو د یوه برید ساحې ته رسېږي. [شاه مراعي/ای اېف پي]‌

رحیمي وویل،‌ «امنیتي ځواکونو، په ځانګړې توګه د ځانګړو ځواکونو یونټ، په وخت سره عمل وکړ،‌ چې په نتیجه کې یې، ټول درې واړه بریدګر، چې د پولیسو په یونیفورم کې ول، له منځه وېوړل،»‌

رحیمي وویل، «په دې ترهګریز برید کې،‌ هېڅ ملکي کس ژوبل نشو او یوازې دوه تنه پولیس افسران ټپیان شول،»‌

داعش د خپل تبلیغاتي اژانس، اعماق، له لارې د برید مسؤلیت واخیست او ویې ویل چې دوه بریدګرو په مرکز باندې برید کړی وو.‌

د جګړې په ترڅ کې سیمې ته ورغلې لارې بندې وې او په لسګونو پولیسو او استخباراتي افسرانو سیمې ته د ورتګ مخه نیوله. د ای اېف پي د خبریالانو په وینا، سیمې ته امبولانسونه او ملاتړي ځواکونه ور روان ول.‌

د نوید په نامه یوه زده کوونکي ای اېف پي ته وویل، «زه ښوونځي ته روان وم. برید ناڅاپه پیل شو... پولیس په چټکۍ سره را ورسېدل او سړکونه یې بند کړل، او هیچا ته یې اجازه نه ورکوله چې کور ته لاړ شي،»

د اورپکو د بریدونو له زیاتوالي وروسته امنیت نور هم ټینګ شوی دی

دا پېښه په وروستیو میاشتو کې د اورپکو د مرګونو بریدونو د لړۍ یوه تازه کړۍ ده.‌

په کابل کې د می له ۳۱ مې راهیسې، چې یوه ستر لارۍ بمي برید د ښار ډپلوماټیکه ساحه ووهله،‌ امنیت پیاوړی کړای شوی دی. په هغه لوی برید کې خواوشا ۱۵۰ کسان ووژل شول او نژدې ۴۰۰ تنه نور، چې اکثر یې ملکیان ول، ټپیان شول.‌

په رسمي توګه د هغه برید مسؤلیت هېڅ ډلې پر غاړه وانه خیست، خو حکومت یې پړه د طالبانو په متحده حقاني شبکه ور واچوله.‌

طالبانو په وروستیو میاشتو کې پوځي مرکزونه د خپلو بریدونو هدف ګرځولي دي، چې په دې لړ کې یې د اکتوبر په میاشت کې په یو لړ بریدونو کې خواوشا ۱۵۰ کسان ووژل.‌

داعش، چې په ۲۰۱۵ کال کې په سیمه کې له ظهور راهیسې یې په افغانستان کې حضور پراخ کړی دی، هم په شیعه اقلیت باندې د بریدونو په شمول په کابل کې خپل بریدونه زیات کړي دي.‌

تېره میاشت،یوه ځانمرګي بمي بریدګر په کابل کې له یوې سیاسي غونډې څخه بهر ځان ته چاودنه ورکړه،‌چې لږ تر لږه ۱۴ کسان یې ووژل.‌ د برید مسؤلیت داعش پرغاړه واخیست.‌

[له کابل څخه سلیمان ددې راپور په چمتو کولو کې مرسته کړې ده]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه راپور

ځواب ورکړئ