بشري حقونه

ایران په افغان ماشومانو باندې له اخراج څخه مخکې سخت کارونه کوي او وهل ورکوي

د زیار راپور

د روان کال د سپتمبر او اکتوبر تر منځ، ایران ۱۳۱۶ تنه افغان ماشومان له خپل هېواد څخه اخراج کړل.‌ دا افغان هلک، چې ذاکرالله نومېږي، په داسې حال کې چې په سترګو کې یې اوښکې ښکاري، د افق خواته ګوري.

د روان کال د سپتمبر او اکتوبر تر منځ، ایران ۱۳۱۶ تنه افغان ماشومان له خپل هېواد څخه اخراج کړل.‌ دا افغان هلک، چې ذاکرالله نومېږي، په داسې حال کې چې په سترګو کې یې اوښکې ښکاري، د افق خواته ګوري.

کابل -- ایران له سرحد سره نژدې کمپونو کې په افغان ماشومانو باندې له سختو کارونو ترسره کولو څخه وروسته هغوی په جبر سره افغانستان ته راستنوي، چې دغه کار یې د افغان چارواکو او د بشري حقونو د فعالانو تر منځ اندېښنې راولاړې کړي دي.‌

افغانستان همدارنګه له ایران سره د هغې مسئلې په سر په جنجال دی چې د اکتوبر په میاشت کې داسې راپورونه خپاره شول چې د ایران په اسلامي انقلابي ګارډ یې تور لګاوه چې افغان مسافر او کډوال ماشومان لېږي چې په سوریه کې جنګ وکړي.

د هرات ولایت د کار او ټولنیزو چارو د رییس عبدالقیوم افغان په وینا، د روان کال د سپتمبر او اکتوبر تر منځ موده کې، ایران ۱۳۱۶ تنه داسې افغان ماشومان اخراج کړل، چې ۶۵٪ یې له ۱۵ کالو څخه کم او نور یې د ۱۵ او ۱۸ کالو تر منځ‌ عمرونه لري.‌

هغه وویل،‌ چې د دغو ماشومانو اکثریت یعنې ۹۳۶ تنه په نیمروز ولایت کې د میزاچ د سرحدي دروازې له لارې راستانه شول، په داسې حال کې چې ۳۸۰ تنه نور په هرات ولایت کې د اسلام کلا د سرحدي دروازې له لارې راغلل.‌

افغان ماشومان د جنورۍ په ۱۸ مه د لغمان په لمنو کې د کډوالو په یوه کمپ کې په یوه کمپله ځانونه تودوي.‌ [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

افغان ماشومان د جنورۍ په ۱۸ مه د لغمان په لمنو کې د کډوالو په یوه کمپ کې په یوه کمپله ځانونه تودوي.‌ [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

افغان وویل، ماشومان وایي چې ایراني پولیسو هغوی په داسې حال کې، چې کار یې کاوه، ونیول او سره ټول یې کړل.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «پولیس راځي او هغوی په محبس کې په ډېرو غیرانساني شرایطو کې اچوي، او بیا له کومو پوښتنو ګروېږنو پرته وهل ورکوي. دغو ماشومانو هېڅ جرم نه وو کړی.»‌

افغان وویل، «څه وخت وروسته، هغوی دا ماشومان د افغانستان سرحد سره نژدې یوه مرکز ته انتقالوي. په هغه مرکز کې،‌ هغوی دې ته مجبورېږي چې سخت کارونه وکړي چې بیا هېڅکله هم ایران ته ورنشي. له دې نه وروسته نو بیا هغوی دغه ماشومان افغانستان ته راستنوي.»

له استثمار څخه د ماشومانو خوندي کول

د افغان ماشومانو جبري اخراج د افغان حکومت،‌ د بشري حقونو او د ماشومانو حقونو د موسسو او افغان وګړو تر منځ‌ جدي اندېښنې راپورته کړي دي.‌

د سیف د چایلډرن موسسې ویاندې مریم عطایي د نومبر په ۲۵ مه سلام ټایمز ته وویل، «له ایران څخه د ماشومانو جبري اخراج په نړیوال سطحه د منل شویو کنوانسیونونو خلاف کار دی،»‌

هغې وویل، «په عین حال کې، په حکومتي او نړیوالو موسسو کې دا کمی موجود دی چې دا ماشومان په افغانستان کې په دارالایتامونو کې جذب کړي، له دې امله د دغو ماشومانو د استثمار په برخه کې جدي اندېښنې موجودې دي.»‌

هغې وویل، «مونږ هم له دغو ماشومانو څخه د دې قضیو په هکله، چې ایران له اخراج څخه مخکې په دغو ماشومانو باندې سخت کارونه کوي، اورېدلي دي،»

مریم عطایي وویل، «مونږ د دغو کارونو له امله سخت اندېښمن یو، او مونږ هیله لرو چې هغه هڅې، چې په وروستیو وختونو کې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو موسسو په مرسته شوي دي، د افغان ماشومانو ژوند ته وده ورکړي او مثبت نتایج رامنځته کړي،»‌

مریم وویل، د ایران دا کارونه «له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده...‌او باید په جدي توګه پرې خبرې وشي».‌

ایران له نړیوال قانون څخه سرغړونه کوي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د افغان ماشومانو په وړاندې د ایران د حکومت په چلند باندې سخته نیوکه وکړه.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي سلام ټایمز ته وویل،«له بده مرغه، چې د ایران رژیم منل شویو بشري حقونو ته درناوی نه کوي،»

هغه وویل، «په وروستیو کلونو کې، د ایران حکومت له ایران څخه لسګونه ماشومان،‌ د هغوی یا د هغوی د کورنیو له د خوښې له پام کې نیولو څخه پرته، اخراج کړي دي.‌ دا پخپله د ماشومانو د راتلونکي په هکله اندېښنې راپورته کوي.»

صدیقي وویل، د دغو ماشومانو اکثریت سرپرست نه لري او د یتیمانو په څېر کم وسه پاتې کېږي.

هغه وویل،‌«په دې کې شک نشته چې یاغیان به هغوی په خپلو تخریبي فعالیتونو کې استعمال کړي.‌مونږ د ایران له حکومت څخه غواړو چې دغه ډول خفه کوونکي کارونه پای ته ورسوي.»

د هرات چارواکي افغان وویل، «د ایران دا کار د هغو نړیوالو کنوانسیونونو خلاف دی چې ایران منلی دی،‌ خو نن ورځ مونږ ګورو چې ایران له هغه څخه سرغړونه کوي.»‌

افغان د بشري حقونو په نړیوالو موسسو، په ځانګړې توګه په ملګرو ملتونو او د معافیت نړیوالې ادارې غږ وکړ، چې «دې وضعې ته له پخوا څخه هم ډېره توجه وکړي چې دا بې ګناه ماشومان له دغه مصیبت څخه وژغورل شي.»‌

هغه وویل، یو شمېر هغه ماشومان، چې په وروستیو کې افغانستان ته راستانه شوي ول، په دارالایتامونو کې داخل کړای شوي دي په داسې حال کې چې نور یې بیا له افغان کورنیو سره اوسېږي.

«له دې سره سره، زمونږ جدي اندېښنه دا ده چې د هغو ماشومانو، چې له سرپناه یا سرپرست څخه پرته په کوڅو کې پاتې کېږي، راتلونکی وارخطا کوونکی دی.»

د اخراجونو د بندولو لپاره هڅې

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد د نومبر په ۲۴ مه سلام ټایمز ته وویل، «والي د ایران لوري سره په تماس کې دی، خپله ټوله هڅه کوي چې افغانستان ته د افغان ماشومانو د نور جبري اخراج مخه ونیسي،»‌

هغه وویل، «زمونږ هدف دا دی چې لږ تر لږه په ژمي کې د هغوی د راستنېدا مخه ونیسو ځکه چې هوا یخه ده او ګڼې نورې ستونزې موجودې دي،»‌

په ولسي جرګه کې د بشري حقونو د کمېسیون یوې غړې مسعودې کروخي په ایران تور ولګاوه چې په ښکاره د ماشومانو له حقونو څخه سرغړونه کوي.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «ایران ته د افغانانو د کډوالۍ له پیل راهیسې، د ماشومانو، زړو، ځوانانو، ښځو یا سړیو په شمول هیڅوک د هغه هېواد له ظلمونو څخه په امن نه ول. دغه بې رحمه رژیم په هېڅ ډول په افغانانو باندې له ظلم کولو څخه درېغ نه دی کړی.»

هغې وویل، «افغانان له ښې ورځې نه ایران ته نه ځي -- سختو ورځو مونږ دې ته مجبور کړي یو چې داسې کار وکړو، له دې امله،‌ زه په ملګرو ملتونو،‌ د بشري حقونو نړیوالو موسسو او د افغان حکومت په ملاتړو باندې غږ کوم چې د مظلومو افغانانو په وړاندې د ایران د رژیم د ظلمونو مخه ونیسي.»

د کابل یوه ۲۵ کلن اوسېدونکي ذبیر بصیري وویل، «هغه ماشومان، چې له میندو او پلرونو څخه پرته له ایران څخه اخراجیږي، هغوی باید چېرته لاړ شي؟ هغوی باید څنګه رالوی کړای شي؟»

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌«دا ښکاره خبره ده چې هغوی به یا د جنسي غلامانو په توګه استعمالیږي یا به په تخریبي کارونو کې د فعالیت کوونکیو په توګه کارول کیږي. په حکومت کې دا وړتیا نشته چې هغوی ټول وروزي او ملاتړ یې وکړي، له دې امله، هغه زمونږ ټولو لپاره یوه اندېښنه ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلام.‌ د صحیح دی. دا یو ډېر ښه کار دی. چارواکي دې ستونزې ته توجه کوي.

ځواب ورکړئ