امنیت

په فراه کې د طالبانو له خوا په زوره اخیستل شوې پیسې د روسي وسلو په پېرودلو لګول کیږي

د سلیمان راپور

یو طالب د جولای په ۱۸ مه د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز په لمنه کې یو مسافر تلاشي کوي. د محلي چارواکو په وینا، په فراه ولایت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې اورپکو غیرقانوني محصولي مرکزونه جوړ کړي، چې د میاشتې تر ۳۰ میلیونو افغانیو پورې پیسې ټولوي. [فریدالله احمدزی/ای اېف پي]

یو طالب د جولای په ۱۸ مه د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز په لمنه کې یو مسافر تلاشي کوي. د محلي چارواکو په وینا، په فراه ولایت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې اورپکو غیرقانوني محصولي مرکزونه جوړ کړي، چې د میاشتې تر ۳۰ میلیونو افغانیو پورې پیسې ټولوي. [فریدالله احمدزی/ای اېف پي]

کابل -- محلي چارواکي وایي، چې افغان چارواکي د دې لپاره تیاری کوي چې د فراه ولایت په پشت کوه ولسوالۍ کې د طالبانو د وروستي پلان، چې په موقتو محصول مرکزونو کې په غیرقانوني توګه مالیات ټولوي، د له منځه وړلو لپاره چمتووالی وکړي.

د فراه د ولایتي شورا یوه غړي دادالله قانع وویل، چې دغه محصولي مرکزونه د میاشتې تر ۳۰ میلیونو افغانیو پورې ټولوي چې بیا طالبان پرې له روسیې او ایران څخه وسلې اخلي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «څلورمیاشتې کېږي چې طالبانو په پشت کوه ولسوالۍ کې یو محصول مرکز جوړ کړی دی،»

هغه وویل، «هغوی د تېلو له ټانکرونو څخه ۸۰۰۰ افغانۍ (۱۱۵ ډالره)، له هغو لاریو څخه، چې خوراکي توکي انتقالوي، ۱۵۰۰۰ افغانۍ (۲۱۶ ډالره)، چې فلزي سیخان انتقالوي ۵۰۰۰ افغانۍ (۷۲ ډالره) او چې تعمیراتي مواد انتقالوي ۳۰۰۰ افغانۍ (۴۳ ډالره) محصول اخلي،»

افغان چارواکي وایي، امنیتي ځواکونه دې ته چمتووالی کوي چې د طالبانو له خوا په جبري توګه د پیسو اخیستلو په وړاندې غبرګون وښیي.

د دفاع وزارت یوه ویاند محمد رادمنش وویل، «طالبان په فراه ولایت کې د محصول ټولولو کوم ثابت مرکز نه لري. کله ناکله، هغوی په لارو حملې کوي او د لنډې مودې لپاره مثلا د سړک په منځ کې د ټایرونو په اېښودلو سره د تلاشۍ یو ګرځنده مرکز جوړ کړي.»

هغه وویل، «د دفاع وزارت ۲۰۷ ظفر قول اردو ته هدایات ورکړي چې په فراه ولایت کې یو عملیات پیل کړي او ژر تر ژره د طالبانو پر ضد، په ځانګړې توګه په هغو لارو چې هلته هغوی په زوره پیسې ټولوي، سخت ګامونه واخلي،»

د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند اقبال بشیر د ډسمبر په ۱۳ مه سلام ټایمز ته وویل، «پولیس او د ملي اردو ځواکونه پلان لري چې په راتلونکيو څو ورځو کې پوځي عملیات پیل کړي او د تلاشۍ هغه پوستې ویجاړې کړي چې طالبانو د مالیې د ټولولو لپاره جوړې کړي دي،»

هغه زیاته کړه، «د طالبانو له خوا د مالیاتو د ټولولو د مخنیوي لپاره د امنیتي ځواکونو د پلان یوه برخه دا ده چې په یادو لارو کې اضافي امنیتي پوستې جوړې کړي،»

د طالبانو د جنګي ماشین تمویل

یو موټروان، چې طالبانو ترې یو شمېر ځلې مالیات اخیستي دي وایي، «طالبانو د مالیې ټولولو ټکټونه چې د افغانستان اسلامي امارت لوګو پرې لګېدلې ده، جوړ کړي دي،»

موټروان د نوم نه افشا کولو په شرط سلام ټایمز ته وویل، «هغوی دغه ټکټونه هرې هغې لارۍ ته، چې د محصول له سیمو څخه تېرېږي، ورکوي او له هغوی څخه پیسې په زور اخلي،»

محلي چارواکي او اوسېدونکي وایي، د محصول اخیستلو پروګرام د طالبانو له خوا په زور د پیسو ټولولو له ګڼو چارو څخه یوه ده. د دې تر څنګهغوی د عشر او زکات، د تښتول شویو خلکو د ازادولو په سر د اجورې، او د نشه ییزو توکو د قاچاق له لارې پیسې ترلاسه کوي چې دا د طالبانو د عوایدو لویه برخه جوړوي.

هغوی وایي، طالبانو د دغو هڅو له لارې خپل جنګي ماشین فعال ساتلی دی.

قانع وویل، «طالبان تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې، له هر بزګر څخه له ۶۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰۰ افغانیو پورې کلنۍ مالیه ټولوي. هره جمعه، هغوی له هغو دوکانونو څخه، چې په خاک سفېد او بکوا ولسوالیو کې پراته دي او دواړه د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، مالیات ټولوي.»

د فراه د ولایتي شورا یوې بلې غړې جمیلې امیني سلام ټایمز ته وویل، «هره ورځ تر ۳۰۰ پورې هغه موټرې، چې د سوداګرو سامانونه انتقالوي، د طالبانو د محصول اخیستنې له لارې تېریږي. یوازې له دې منبع څخه د یادې ډلې محصولاتي عواید اټکل ۳۰ میلیونه افغانۍ کیږي.»

هغې وویل، «سربېره پر دې، چې طالبان د مالیاتو، جبري ټولونې، د نشه ییزو موادو قاچاق او د ایران له مالي مرستې څخه په ترلاسه کړو پیسو عصري وسلې اخلي، تر څنګه یې په همدغو پیسو په فراه ولایت کې د جنګ ماشین هم فعال ساتلی دی،»

له روسیې څخه وسلې اخیستل

امیني وویل، طالبان په هغو پيسو وسلې اخلي چې هغوی یې په ناقانونه توګه ټولوي.

هغې وویل، «هغوی د روسیې، ایران او پاکستان په څېر هېوادونو څخه عصري وسلې اخلي،» او زیاته یې کړه چې د ډسمبر په ۱۴مه «طالبانو یو پولیس افسر په پشت کوه ولسوالۍ کې په داسې یوه وسله، چې دوربین پرې نصب شوی وو، وواژه.»

قانع وویل، «په وروستیو وختونو کې، طالبان ډېرې پرمختللې وسلې، چې پخوا یې نه لرلې، کاروي. اکثر وختونه، طالبان په فراه ولایت کې داسې وسلې استعمالوي چې په روسیه کې جوړې شوي.»

هغه وویل، «دوه میاشتې مخکې، په فراه ولایت کې له طالبانو سره په یوه مخامخ جګړه کې، افغان امنیتي ځواکونو داسې یوه وسله ونیوله چې په هدف موندونکي لېزر (لېزرسایټ) سمباله وه او روسيۍ نښه پرې لګېدلې وه،»

قانع وویل، «د طالبانو له خوا د روس جوړ وسلو استعمال ښیي چې روسان نه یوازې دا چې طالبانو ته وسلې ورکويبلکې همدارنګه په هغوی باندې عصري وسایل لکه په لېزر باندې سمبال وسلې هم پلوري،»

د فراه یوه اوسېدونکي محمد سردار سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو ګڼ میلیوني افغانیو عوایدو د جګړې ساحه د پخوا په نسبت پراخه کړې ده،»

هغه وویل، «له تاریخي پلوه، په دې ولایت کې جګړه او تاوتریخوالی د ژمي په وخت او د یخنۍ په رارسېدلو سره کمېده، خوسږکال د ژمي په رارسېدا سره، د فراه په بېلابېلو برخو کې جګړه زیاته شوې ده.»

سردار وویل، «د جګړې دې زیاتېدا د فراه ولایت خلک د هغوی د راتلونکي په هکله وارخطا کړي دي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500