امنیت

'د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال افغانستان ته په خطاب کې: 'مونږ دلته د کار تر پایه یو

ای اېف پي

د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال مایک پېنس د ډسمبر په ۲۱ مه په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغی چې له افغان چارواکو سره وګوري او په دغه هېواد کې له ځای پرځای شویو خواوشا ۱۵۰۰۰ امریکایي عسکرو نه مننه وکړي. [ډي سي پول/ای اېف پي]

کابل -- د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال مایک پېنس، چې د پنجشنبې په ورځ /د ډسمبر ۲۱مه/ په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغی، د طالبانو پر ضد جګړه کې شوی پرمختګ وستایه.

د سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې په اساس، پېنس په افغانستان کې ځای پرځای شویو امریکایي ځواکونو ته، چې شمېر یې خواوشا ۱۵۰۰۰ تنو ته رسېږي، وویل، «د امریکا خلک حق لري پوه شي چې د ټولو هغو کسانو، چې دلته راټول شوي دي، د زړورتیا په اساس، مونږ په افغانستان کې د ازادۍ لپاره مبارزه کې ریښتنی پرمختګ کوو.

هغه همدارنګه د نشه ییزو توکو د قاچاق د هغو شبکو، چې طالبان تمویلوي، په نښه کولو ته په اشارې سره وویل، «مونږ په ډراماتیک ډول امریکایي هوایي بریدونه زیات کړي دي، او له خپلو افغان شریکانو سره په ګډه مو طالبان دفاعي حالت ته رسولي دي،»

هغه وویل، «د دې هېواد په بېلابېلو برخو کې مونږ د ترهګرو پر ضد بریاوې ترلاسه کړي، دا مهمه نه ده چې هغوی ځانونو ته څه وایي او چېرې هڅه کوي چې پټ شي،»

د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال مایک پېنس (چپ) د ډسمبر په ۲۱ مه په کابل کې له ولسمشراشرف غني سره په کتنه کې. [منډېل نګان/پول/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال مایک پېنس (چپ) د ډسمبر په ۲۱ مه په کابل کې له ولسمشراشرف غني سره په کتنه کې. [منډېل نګان/پول/ای اېف پي]

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ستراتیژي

پېنس د بګرام هوایي ډګر څخه د کابل زړه ته په څرخکه کې لاړ چې له افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رییس عبدالله عبدالله سره وګوري. متحده ایالات په هغو دواړو باندې د هېواد د بیارغونې لپاره حساب کوي.

پېنس وویل، «مونږ ټول په یوه اوږده لاره روان یو. مونږ دواړو [هېوادونو] ډېرې قربانۍ ورکړي دي.»

خو، هغه زیاته کړه، «مونږ دلته د دې لپاره یو چې دا تر هغه وخته دوام وکړي چې مونږ هدف ته ورسېږو.»

پېنس څلور میاشتې وروسته له هغه افغانستان ته سفر کوي چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان لپاره یوه نوې ستراتیژي اعلان کړه،او پېنس عسکرو ته په خبرو کې وویل چې «وار له مخه یې مېوه نیولې ده».

له بګرام څخه کابل ته د هغه سفر تر وروستۍ شېبې پورې، کله چې د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي وویل چې هغه پرېکړه لغوه کړه چې هوا د سفر کولو لپاره کافي اندازه روښانه نه ده، په شک کې وو.

بیا هم، د پېنس د څرخکې الوتنه په بشپړه تیاره کې وشوه، چې ټیټه او چټکه تلله او د استخباراتو او ځانګړیو ځواکونو یوې پیاوړې ډلې یې ملتیا کوله.

د سپینې ماڼۍ چارواکي وویل چې دا پرېکړه «د درناوي په پار وشوه، چې له غني او عبدالله سره وګوري».

د پاکستان لپاره یو پیغام

پېنس دا اخطارونه تکرار کړل چې پاکستان باید د طالبانو ډلو او وسله والو جهادي ګروپونو ته، چې د امریکایي او افغان سرتېرو پر ضد جنګېږي، د خوندي ځایونو ورکول بند کړي.

هغه وویل، «کېدای شي چې پاکستان له متحده ایالاتو سره له ملګرتیا څخه ډېر څه ترلاسه کړي، او کېدای شي چې پاکستان جنایتکارانو او ترهګرو ته د خوندي ځایونو ورکولو ته د دوام ورکولو له امله ډېر څه له لاسه ورکړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500