تروريزم

په منځني ختیځ کې د داعش د 'خلافت' نسکورېدا په نورو ځایونو کې د دغې ډلې له منځه تلل چټکوي

کاروانسرای

د متحده ایالاتو له خوا د حمایه کېدونکي ډلې، د سوریې دیموکراتیک ځواکونو (اېس ډي اېف)،‌ یو غړی د اپریل په میاشت کې مخکې له دې چې اېس ډي اېف د داعش بالفعل پلازمېنې الرقه ته پرمختګ وکړ، د سوریې په طبقه کې د داعش بیرغ لیرې کوي.‌ [دلیل سلیمان/ ای اېف پي]‌

د متحده ایالاتو له خوا د حمایه کېدونکي ډلې، د سوریې دیموکراتیک ځواکونو (اېس ډي اېف)،‌ یو غړی د اپریل په میاشت کې مخکې له دې چې اېس ډي اېف د داعش بالفعل پلازمېنې الرقه ته پرمختګ وکړ، د سوریې په طبقه کې د داعش بیرغ لیرې کوي.‌ [دلیل سلیمان/ ای اېف پي]‌

تحلیلګران وایي، چې په منځني ختیځ کې د داعش له خوا له ځانه د اعلان شوي «خلافت» په ماتېدلو سره،‌ په افغانستان، پاکستان، منځنۍ اسیا او نورو ځایونو کې له دغې ترهګرې ډلې څخه ملاتړ په تدریج سره کمېږي.‌

داعش په ۲۰۱۴ کال کې د عراق او سوریې د قلمرو په ډېرو برخو باندې له کنټرول ترلاسه کولو څخه وروسته خپل لنډمهالی خلافت اعلان کړ.‌

خو د یو لړ ضعیفوونکیو زیانونو له ور رسېدلو څخه وروسته،‌ په سوریه کې د دغې ډلې د جنګیالیو یوازې تیت او پرک ډلې پاتې دي،چې هغوی یوازې بې تاثیره حملې کوي یا په داسې سیمو کې نښتي پاتې دي چې په بشپړه توګه کلابند دي.‌

په داعش باندې بری

د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي د ډسمبر په ۱۰ مه په داعش باندې بری اعلان کړ.‌

عراقي ځواکونه د اکتوبر په ۴ مه د داعش پخواني مرکز حویجه په لوري د پرمختګ پر وخت یوه لوحه، چې د داعش لوګو پرې لګېدلې ده، لیرې کوي. [احمد الرباعي/ای اېف پي]‌

عراقي ځواکونه د اکتوبر په ۴ مه د داعش پخواني مرکز حویجه په لوري د پرمختګ پر وخت یوه لوحه، چې د داعش لوګو پرې لګېدلې ده، لیرې کوي. [احمد الرباعي/ای اېف پي]‌

یو عراقی عسکر او پولیس د داعش پر ضد په درې ورځني اوږده جنګ کې د بري د لمانځلو په ترڅ کې د ډسمبر په ۱۰ مه د بغداد په تحریر څلورلارې کې خپل ملي بیرغ ښوروي.‌ [احمد الرباعي/ای اېف پي]‌

یو عراقی عسکر او پولیس د داعش پر ضد په درې ورځني اوږده جنګ کې د بري د لمانځلو په ترڅ کې د ډسمبر په ۱۰ مه د بغداد په تحریر څلورلارې کې خپل ملي بیرغ ښوروي.‌ [احمد الرباعي/ای اېف پي]‌

عراقي ځواکونه د نومبر په ۲ مه د داعش پاتې واحدونو سره د جګړې په ترڅ کې د سوریې سرحد سره د انبار ولایت د القائم خوا ته پرمختګ کوي. [احمد الرباعي/ای اېف پي]‌

عراقي ځواکونه د نومبر په ۲ مه د داعش پاتې واحدونو سره د جګړې په ترڅ کې د سوریې سرحد سره د انبار ولایت د القائم خوا ته پرمختګ کوي. [احمد الرباعي/ای اېف پي]‌

هغه په یوه تلوېزیوني وینا کې وویل، «د عراق - سوریې د سرحد کنټرول په بشپړ ډول زمونږ د ځواکونو په لاس کې دي، او له دې امله زه د داعش پر ضد د جګړې د پای ته رسېدا اعلان کوم. زمونږ دښمنانو غوښتل چې زمونږ تمدن ووژني،‌ خو مونږ د خپل یووالي او هوډ په اساس وګټله.»‌

کتونکي وایي، چې په سوریه کې هم دغه ډله له ورته برخلیک سره مخامخ ده.‌

په برتانیا کې د بشري حقونو لپاره د سوریې د څار د ادارې مشر رامي عبدالرحمان وایي، چې اوس داعش یو بې مفهومه شی ګرځېدلی او د هغه پاتې واحدونه د ځانونو د خوندي کولو په فکر کې دي.‌

رحمان، چې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې په سوریه کې روان کړکېچ تعقیبوي، وویل، «نور نو هیڅوک د مرکزي قوماندان په حیث نشته چې حکمونه وکړي».‌ هغه وویل، داعش یوازې په کوچنیو ډلو کې، چې په سوریه کې خواره واره دي، پاتې دی.‌

په عراق او سوریه کې د داعش د «خلافت» په رانسکورېدلو سره، چارواکي او تحلیلګران سترګې دې ته اړوي چې په راتلونکي کې د نړۍ په نورو برخو کې به د داعش وضعیت څنګه کیږي.‌

افغان مقامات هوډ لري چې د داعش پاتې شوني به له منځه وېسي.

د افغانستان لپاره، چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه او ایتلافي ځواکونه په کې په فعاله توګه د داعش د خراسان څانګې پر ضد جګړه کوي، په عراق او سوریه کې د دغې ترهګرې ډلې ماتېدا ښایي داسې بد شګون ولري چې جنګیالي به یې افغان قلمرو ته رامات شي.‌

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د پوځي چارو تحلیلګر متقاعد ډګروال محمد انور سلطاني وویل، «وروسته له هغه چې په عراق او سوریه کې د داعش ماتې شروع شوې،‌ افغانستان ته د هغوی د راتګ په هکله ډېرې اندېښنې راپورته شوې،»‌

د روانې میاشتې په پيل کې،ای اېف پي راپور ورکړ چې فرانسوي او الجزایري جنګیالي، چې یو شمېر یې له سوریې څخه راغلي، په جوزجان ولایت کې د داعش له لیکو سره یوځای شوي دي.

تحلیلګران وایي، چې ښایي دغه خارجي جنګیالي له سوریې او عراق څخه له را اېستل کېدلو څخه وروسته افغانستان ته مخه کوي.

له دې سره سره، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او ایتلاف عملیاتو په تېرو دوه کلونو کې د داعش وړتیاوې سختې راکمې کړي، او امنیتي ځواکونو ته یې د دې لپاره د پښې اېښودلو ښه ځای برابر کړی چې د نویو اورپکو چاره وکړي.

سلطاني وویل، چې په افغانستان کې د داعش یاغیان وروستي حالت ته رسېدلي دي، «هغوی نور له عراق او سوریې سره ارتباطات نه لري، او نړیوالې ټولنې د هغوی د تمویل منابع ویجاړې کړي یا ودرولي دي.»

هغه وویل، «داعش نور هغه وړتیاوې نه لري چې پخوا یې لرلې ځکه چې متحده ایالاتو، نړیوالې ټولنې او افغانستان د دغه ګروپ په وړاندې ښه جګړه وکړه،»

نوموړي وویل، «د کونړ او ننګرهار ولایتونو اوسېدونکي نور له داعش څخه وېره نه لري، ځکه چې د دغې ډلې حضور محدود کړای شوی او د هغوی پر ضد یو نړیوال کمپاین جریان لري،»

په پاکستان کې د داعش متحد ګروپونه ملاتړ له لاسه ورکوي

تحلیلګران وایي، چې د داعش د «خلافت» نسکورېدا به د دې سبب شي چې په پاکستان کې هم د دغې ډلې ملاتړي کمزوري شي.

په اسلام اباد کې د پوځي او دفاعي چارو تحلیلګر متقاعد ډګرجنرال طلعت مسعود وویل، «په عراق او سوریه کې د داعش ماتېدا په پاکستان کې د دغې ډلې د ملاتړ کوونکیو لپاره یو سخت ټکان دی،»

هغه وویل، چې دغه ډول حامیانو «د اقتصادي او فزیکي پایښت» له امله د داعش ملاتړ کاوه، خو په عراق او سوریه کې د یادې ډلې ماتېدا دا معنی لري چې «نور به نو له داعش څخه هغوی ته مالي او مادي ملاتړ نه راځي،»

مسعود وویل، «په دې سیمه کې به هم د داعش جوړښت نسکور شي،»

په پېښور کې مېشت ژورنالست او امنیتي تحلیلګر عقیل یوسفزي وویل، «په عراق او سوریه کې ماتې به بالاخره د پاکستان - افغانستان په سیمه کې د داعش د ماتې یوه روښانه نښه وګرځي،»

هغه وویل، «د تحریک طالبان پاکستان یو شمېر هغه ملاتړ کوونکي او د نورو اورپکو ګروپونو غړي، چې د داعش مشر ابوبکرالبغدادي سره یې بیعت اعلان کړی وو، به نور د داعش ملاتړ ونه کړي ځکه چې هغوی له داعش سره ایډیالوژیک ارتباط نه درلود او د خپلو ګټو او ضرورتونو په اساس یې د یادې ډلې ملاتړ کاوه،»

هغه وویل، «که پاکستان او افغانستان د دغه ګډ دښمن د ځپلو لپاره یو بل ته لاسونه سره ورکړي، کیدای شي چې د داعش پاتې شونو ته په سیمه کې سخت ګوزار ورکړل شي،»

په پېښور کې مېشت د قبایلي سیمو د امنیتي چارو پخواني سکرټر متقاعد ډګرمن محمودشاه وویل، پاکستان پخوا په ملاکنډ ډیویژن، خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې ترهګرۍ ته په بري سره ماتې ورکړې دي.

هغه وویل، «له دې امله، په عراق او سوریه کې د داعش له اعلان شوې ماتې څخه وروسته، [په پاکستان او افغانستان کې] د داعش د پاتې شونو ماتول حتمي دي،»

د داعش راستنېدونکي جنګیالي په منځنۍ اسیا کې اندېښنې راپورته کوي

په ورته وخت کې،په منځنۍ اسیا کې اساسي اندېښنه د هغو اتباعو راستنېدا ده چې په سوریه او عراق کې یې د داعش تر څنګ جګړه پرېښې ده.

په الماتا کې د قزاقستان د مسلمانانو د اتحادیې رییس مراد تیلیبیکوف وویل، «په سوریه او عراق کې د داعش ماتې به له شک پرته په منځنۍ اسیا باندې یو تاثیر ولري،»

هغه وویل، «ډېر احتمال شته چې اوس نو اورپکي د خپل فعالیت لپاره د یوې بلې سیمې په لټه کې وي. دا ناشونې نه ده چې منځنۍ اسیا دې داسې یو ځای وګرځي.»

په بېشکېک کې د قانون پروفیسر او د قرغزستان د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون غړي کایرات عثمان الله یوف وویل، «دا بده ده چې کله تاسو د بې ثباتۍ داسې یوه نقطه لرئ چې هغه د راډیکالو کسانو لپاره په زېږنځای او خوندي ځای باندې بدلېږي. کله چې تاسو دغه ډول یوه مرکزي نقطه له منځه وړئ، داسې یو خطر رامنځته کیږي چې ژوندي پاتې کسان به یې په کوم بل ځای کې ځانونو ته دوکان پرانیزي.»

هغه وویل، «د منځنۍ اسیا هغه اتباع [چې په سوریه کې جګړه کوي] ښایي هڅه وکړي چې د ترکیې او افغانستان له لارې خپلو کورونو ته راستانه شي. زمونږ امنیتي ادارو وار دمخه داسې شواهد ترلاسه کړي چې هغوی رادننه کیږي.»

په الماتا کې د سیاسي چارو تحلیلګر تلګت ایسماګامبیتوف د داعش د پاتې جنګیالیو په هکله پوښتنه وکړه، «هغوی به چېرته لاړ شي؟»

هغه زیاته کړه، «افغانستان ته که کوم بل ځای ته، که هغوی به کورونو ته راستانه شي؟ هغوی به [د اورپکو] له پاتې سلسلې څخه څه ډول داخلي [لارښوونې] ترلاسه کړي؟ د هغوی خارجي ملاتړ څومره قوي دی؟»

ایسماګامبیتوف وویل، «بده برخه دا ده چې ځینې اورپکي به راستانه شي. د هغوی څارنه باید وشي، خو ښه خبره هم شته. دا وخت، تر اوسه پورې زمونږ سیمه د اسلامي نړیوال خوځښت د توجه مرکز نه دی.»

[له ننګرهار څخه خالد زېري، له پېښور څخه محمد اهل، او له بېشکېک او الماتا څخه ارمان کالییېف د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500