روغتیا

تاجک ډاکتران له سرحد سره نژدې افغانانو ته ګټور طبي خدمتونه وړاندې کوي

د ندین بهرام راپور

د نسایي ناروغیو متخصصه ګلازور اوتمبیکووا (ښۍ) د سپتمبر په میاشت کې د افغانستان د بدخشان ولایت په شغنان ولسوالۍ کې په یوه کلینیک کې جراحي عملیات ترسره کوي. [له ګلازور اوتمبیکووا نه په مننه]‌

د نسایي ناروغیو متخصصه ګلازور اوتمبیکووا (ښۍ) د سپتمبر په میاشت کې د افغانستان د بدخشان ولایت په شغنان ولسوالۍ کې په یوه کلینیک کې جراحي عملیات ترسره کوي. [له ګلازور اوتمبیکووا نه په مننه]‌

خوروګ، تاجکستان -- تاجک ډاکتران د دواړو هېوادونو تر منځ‌ د یوې خیریه هوکړې د برخې په توګه د سرحد دواړو غاړو ته هر کال زرګونو افغان اوسېدونکیو ته روغتیایي مرستې برابروي.

دغه هوکړه، چې په ۲۰۱۰ کال کې د دواړو هېوادونو د روغتیا د وزیرانو تر منځ لاسلیک شوې، په بدخشان ولایت کې افغان اوسېدونکیو ته فرصت برابروي چې د تاجکستان د ګورنو - بدخشان په کورواکې سیمه او ختلون ولایت کې وړیا روغتیایي مرسته ترلاسه کړي.

دا پروژه د اغاخان د پرمختیایي شبکې (ای کی ډي اېن) له خوا حمایه کیږي. ای کی ډي اېن د خصوصي، غیر فرقه یي پرمختیایي ادارو یوه شبکه ده چې په اسیا او افریقا باندې تمرکز کوي.

د ډاکترانو په وینا،‌ د هغو افغانانو لپاره، چې له تاجکستان سره د خواوشا ۱۳۰۰ کیلومتره اوږده سرحد په اوږدو کې په سرحدي کلیو کې اوسېږي، د دې په نسبت، چې په افغانستان کې دننه اوږده سفرونه وکړي، دا اسانه ده چې له سرحد نه تېر شي او تداوي ترلاسه کړي.‌

عاجله پاملرنه،‌ تشخیص او عملیاتونه

په اغاخان پرمختیایي شبکه (ای کی ډي اېن) کې یوې سرچینې کاروانسرای ته وویل، هغه ناروغان چې عاجلې طبي مداخلې ته اړتیا لري -- لکه،‌ د ماشوم زېږونې اختلالات،‌ د وینې ډېره ضیاع یا نورې عاجلې طبي پېښې -- هغوی کولی شي چې له وېزې څخه پرته په تاجک پوله ور واوړي او د ګورنو - بدخشان په کورواکې سیمه کې په روغتونونو کې د تداوۍ طبي مرسته ترلاسه کړي.‌

د سرچینې په وینا، چې غوښتل یې د پروژې د استحکام ساتنې لپاره یې نوم پټ وساتل شي، وویل،‌ چې په بدخشان ولایت کې ۹۹٪ اوسېدونکي پاسپورټونه یا نور د هویت اسناد نه لري، ځکه چې د هغوی ولایت لیرې پروت دی.

د دواړو هېوادونو تر منځ‌ یوه دوه اړخیزه هوکړه داسې اسنادو ته ضرورت منتفي کوي، او افغانانو ته اجازه ورکوي چې په اسانۍ سره په تاجکستان کې عاجله طبي پاملرنه ترلاسه کړي.

سرچینې وویل، چې په ۲۰۱۶ کال کې ۱۴۸ افغان ناروغانو د ګورنو - بدخشان په کورواکې سیمه او ختلون ولایت کې طبي پاملرنه ترلاسه کړه. د عین مودې په ترڅ کې، تاجک ډاکټرانو په ساحه کې ۳۲۳ عملیاتونه ترسره کړل او په افغانستان کې دننه یې د ۳۳۲۶ ناروغانو تداوي وکړه.

سرچینې وویل، «هغه ډاکټران، چې په معالجه یا تیراپۍ،‌ سترګو، نسایي، جراحۍ او نورو برخو کې تخصص لري، له یوې څخه نیولې تر درې اونیو پورې افغانستان ته ځي او ناروغانو ته تشخیصي خدمتونه برابروي. که شرایط اجازه ورکوي، له معاینې څخه وروسته،‌ هغوی همالته عملیاتونه هم ترسره کوي، یا تداوي توصیه کوي.»‌

سربېره پر دې، د تاجکستان د روغتیا وزارت او اغاخان پرمختیایي شبکې په ۲۰۱۲ کال کې د ګورنو - بدخشان په کورواکې سیمه کې د خوروګ د ولایتي روغتون په ودانۍ کې یو عصري تشخیصي مرکز پرانست.

سرچینې وویل، چې دغه مرکز د تاجک اتباعو او د تاجکستان د ګورنو - بدخشان د کورواکې سیمې په اوږدو کې د پراته بدخشان ولایت افغانانو ته تشخیصي خدمتونو ته لاسرسی برابروي.‌

تاجک ډاکټران په افغانستان کې

ګلازور اوتمبیکووا، چې د ګورنو - بدخشان د کورواکې سیمې اوسېدونکې د نسایي ناروغیو یوه متخصصه ده، په افغانستان کې د اغاخان پرمختیایي شبکې په روغتیایي کلینیکونو کې د یوې نظارت کوونکې په توګه کار کوي.‌ هغه د بدخشان ولایت په درواز او شیغنان ولسوالیو کې په کلینیکونو کې د وړاندې کېدونکیو خدمتونو د کیفیت په هکله د اطمینان حاصلولو مسؤله ده.‌

هغې کاروانسرای ته وویل،‌ «زه له اړتیا سره سم، په یوه میاشت کې څو ځلې په درواز او شیغنان کې له کلینیکونو څخه لیدنه کوم. مونږ د ځایي طبي پرسونل په روزنه او بیا روزنه کې کار کوو.»

د هغې په کار کې دا شامل دي چې وګوري چې روغتون په څومره ښه کیفیت کار کوي؛‌ ډاکټران څومره ښه دې ته چمتو دي چې د عاجلو حالتونو په مقابل کې رسیدګي وکړي، له ناروغانو سره د هغوی چلند څنګه دی، او څنګه هغوی د ماشومانو زېږونه ترسره کوي.

پیموره سیلمونووا، چې د نسایي ولادي ناروغیو متخصصه ده،‌ له ۱۰ کلونو څخه ډېرې مودې راهیسې په بدخشان ولایت کې د اغاخان پرمختیایي شبکې په یوه کلینیک کې کار کوي.‌ هغه هغو ښځو ته د پاملرنې مسؤله ده چې د سیزارین عملیات په طریقه ماشومان زېږوي.

هغې کاروانسرای ته وویل، «زمونږ اصلي هدف دا دی، چې له داسې یوه هېواد سره چې له لسیزو راهیسې په کې جنګ روان دی، مرسته وکړو،»

هغې وویل، کلینیک په معاصره ټکنالوجۍ سمبال دی. که د ناروغ په پاملرنه کې اختلالات رامنځته کیږي، ډاکټران کولی شي چې له لیرې د تاجکستان په خوروګ کې له نورو ډاکټرانو سره مشوره وکړي.

هغې وویل، دغه طریقه په ساحه کې تداوۍ ته لاره هواروي او د دې مخه نیسي چې د انتقال پر وخت د ناروغ حال له بد نه بدتر شي.‌

له افغانانو سره د مرستې وظیفه

دغې روغتیایي مرستې په ځانګړې توګه هغه وخت خپل ارزښت ثابت کړ چې طالبانو د روان کال په اپریل - می کې په بدخشان ولایت کې ګڼ شمېر ولسوالۍ ونیولې.

په تاجکستان کې د اشکشم ولسوالۍ د روغتون سرطبیب پروېز بوروکوف وویل، ۱۱ تنه افغان عسکر، چې د یادې مودې په ترڅ کې په جګړه کې سخت ټپیان شوي ول، په دغه روغتون کې بستر شول.

هغه کاروانسرای ته وویل،‌ «د جراحۍ چټکه مداخله ضروري وه ځکه چې افسران،‌ چې له خپل پلرني وطن څخه یې دفاع کوله، په جدي حالت کې ول او د هغوی په خپل وطن کې هغوی نشوای کولی چې روغتیایي مرسته ترلاسه کړي.‌ یو افسر په روغتون کې مړ شو،‌ په داسې حال کې چې نور ۱۰ واړه په بشپړ ډول روغ شول او بېرته خپلو عزیزانو ته ورستانه شول.»

هغه وویل، تاجک ډاکټران او نرسان داسې یو مسؤلیت احساسوي چې افغان ناروغانو ته تر ټولو ښه ممکنه پاملرنه برابره کړي.‌

بوروکوف وویل، «کله چې ستاسو د ګاونډي کور سوزېږي،‌ تاسو باید د خبرتیا زنګ ووهئ، ځکه کېدای شي چې اور ستاسو کور ته در خپور شي.‌ هر کله چې مونږ فرصت ترلاسه کوو،‌ مونږ باید د افغانستان ناروغانو سره مرسته وکړو او کوو به یې.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500