ځوانان

په ننګرهار کې د سپورټي سیالیو هدف دا دی چې په افغانستان کې سولې ته وده ورکړي

د خالد زېري راپور

د هېواد له بېلابېلو برخو څخه د افغانستان د بېلابېلو پوهنتونونو او خصوصي ټېمونو اته سوه لوبغاړو په ننګرهار ولایت کې د «سپورټونه د سولې لپاره» په نامه په دغو یوې اونۍ اوږدو سیالیو کې، برخه واخیستله. [خالد زېری]

ننګرهار -- د هېواد له بېلابېلو برخو څخه د افغانستان د بېلابېلو پوهنتونونو او خصوصي ټېمونو اته سوه لوبغاړو په ننګرهار ولایت کې د «سپورټونه د سولې لپاره» په نامه په دغو یوې اونۍ اوږدو سیالیو کې، برخه واخیستله.

د خراسان پوهنتون، چې دا لوبې په کې د ډسمبر په ۱۲ - ۲۰ مه ترسره شوې، رییس احمد طارق کمال وویل، «د دې یوې اونۍ په ترڅ کې، لوبغاړو د کرکټ، وليبال، ټېنېس، تیکواندو، فوټبال او د پړي کشولو لوبې وکړې،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د دې سیالیو هدف دا وو چې لوبغاړو ته فرصت ورکړل شي چې یو له بل سره همکاري وکړي او د سولې د راوستلو او افغانانو ته د سولې د پیغام رسولو ته لاره هواره شي،»‌

د ننګرهار په لوبغاړو سربېره، د هرات، پکتیا، بلخ، پروان، کابل، خوست او لغمان ولایتونو بېلابېلو ټیمونو په دې لوبو کې برخه واخیستله.‌

لوبغاړي د سپورټي سیالیو د پیل په ورځ، چې د ۲۰۱۷ د ډسمبر په ۱۲- ۲۰ مه په ننګرهار ولایت کې په خراسان پوهنتون کې ترسره شوې، برخه اخلي. [خالد زېری]

لوبغاړي د سپورټي سیالیو د پیل په ورځ، چې د ۲۰۱۷ د ډسمبر په ۱۲- ۲۰ مه په ننګرهار ولایت کې په خراسان پوهنتون کې ترسره شوې، برخه اخلي. [خالد زېری]

د هېواد له بېلابېلو برخو څخه اته سوه لوبغاړو دغو د یوې اونۍ اوږدو سیالیو کې، چې هدف یې د سولې د پیغام خپرول وو، برخه واخیستله. [خالد زېری]

د هېواد له بېلابېلو برخو څخه اته سوه لوبغاړو دغو د یوې اونۍ اوږدو سیالیو کې، چې هدف یې د سولې د پیغام خپرول وو، برخه واخیستله. [خالد زېری]

خراسان پوهنتون هر کال دغه ډول سیالۍ ترسره کوي، خو دا لومړی ځل وو چې هغوی له ننګرهار ولایت څخه بهر لوبغاړي وربللي ول.

د سیالیو په پای کې، ګټونکو ته سپورټي لباسونه،‌ نغدې پیسې او سپورټي وسایل ورکړل شول.‌

د جلال اباد یوه سوداګر او د وليبال د لوبډلې سلاکار مولا محمد پیمان، چې د دې کال د سیالیو له تمویلوونکیو څخه وو، وویل، «هغه افتخار، چې د سپورټونو له لارې ترلاسه کیږي، د ټولو شریک دی، که هغه پښتون وي، تاجک وي، هزاره وي، که نورستانی، له دې امله مونږ د دې سیالیو ملاتړ کوو او د سولې په راوستلو کې خپلو هڅو ته دوام ورکوو،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ هڅه کوو چې دا سیالۍ په نورو ولایتونو کې هم ترسره کړو چې لوبغاړي یو له بل سره وپېژني او خپلو سیمو ته د سولې د راوستلو لپاره نظرونه سره تبادله کړي،»

هغه وویل، زده کول او له نورو سره شریکول به له افغانستان سره مرسته وکړي چې سوله تعقیب کړي.

'سوله او جنګ'

د خوست د کرکټ لوبغاړي حکیم دانش چې ۲۵ کاله عمر لري وویل، «مونږ نړۍ ته دا پیغام ورکوو چې افغانستان سوله غواړي، نه جنګ،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «له سولې او سپورټ سره زمونږ مینې مونږ له خوست څخه ننګرهار ته راوستو،»

د پروان پوهنتون د ولیبال یوه ۲۴ کلن لوبغاړي احمد فهیم وویل، «زه په ډېر شوق ننګرهار ته راغلم،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ما غوښتل چې افغانانو ته د سولې پیغام ورسوم،»

د ننګرهار پوهنتون رییس ببرک میاخېل د خراسان په څېر، چې دا سیالۍ یې ترسره کړې، خصوصي پوهنتونونو باندې تاکید وکړ چې زده کوونکیو ته نه یوازې دا چې تعلیم ورکړي بلکې همدارنګه هغوی ته سپورټي فرصتونه هم برابر کړي.

هغه وویل،‌ «هغوی داسې وروزئ چې کار وکړي او د سولې لپاره خپل غږ پورته کړي،»

میاخېل له خراسان پوهنتون څخه مننه وکړه چې د نورو ولایتونو زده کوونکیو ته یې داسې یو فرصت برابر کړ.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500