امنیت

په ننګرهار کې نور طالبان هم له هغو سره یوځای شول چې جنګ یې پرېښی دی

د خالد زېري راپور

تېره اونۍ د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د طالب اورپکو یو لس کسیز ګروپ د ملي امنیت د ریاست د مؤظفینو په هڅو جنګ پرېښود او د سولې بهیر سره یوځای شو.‌ [خالد زېری]

ننګرهار -- تېره اونۍ د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د طالب اورپکو یوه لسیز ګروپ د ملي امنیت د ریاست د مؤظفینو په هڅو جنګ ته د پای ټکی کېښود او د سولې بهیر سره یوځای شول.‌

د محمد جمیل (مشهور په شاهین) په مشرۍ اورپکو د ډسمبر په ۱۷مه له امنیتي چارواکو سره یوځای په یو لړ مراسمو کې خپله تسلیمي اعلان کړه.‌

په ننګرهار کې د ملي امنیت د ریاست مرستیال جمیع الله نورستاني د دغه ګروپ د تسلیمۍ په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې وویل، «هغوی خپل ورانکاري فعالیتونه پرېښودل او د سولې پروسې سره یوځای شول. له نن ورځې څخه وروسته به هغوی خپل نورمال ژوند ته دوام ورکړي.»‌

هغه وویل، «دغو کسانو د ملي امنیت مؤظفینو ته ۱۰ میله سپکې وسلې او مهمات راوړي دي. دوی وعده کړې چې تر دې وروسته به دوی هېڅ ډول تروریستي فعالیتونه نه کوي او له نورو هېوادوالو سره یوځای به د هېواد د بیارغونې لپاره کار کوي.»

افغان کلیوال د ډسمبر په ۲۵ مه د ننګرهار ولایت په پچیر اګام ولسوالۍ کې خپلې وسلې په لاس روان دي. د هغو پخوانیو اورپکو په شمول، چې د سولې بهیر سره یوځای شوي، د دغې ولسوالۍ له ۵۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکيو ژمنه کړې چې د داعش او طالب اورپکو پر ضد جګړه کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

افغان کلیوال د ډسمبر په ۲۵ مه د ننګرهار ولایت په پچیر اګام ولسوالۍ کې خپلې وسلې په لاس روان دي. د هغو پخوانیو اورپکو په شمول، چې د سولې بهیر سره یوځای شوي، د دغې ولسوالۍ له ۵۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکيو ژمنه کړې چې د داعش او طالب اورپکو پر ضد جګړه کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

پخواني اورپکي 'حقیقي ژوند' غواړي

جمیل خبریالانو ته وویل، «مونږ له تېرو لسو کالو راهیسې په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د حکومت پر ضد جنګونه کول. مونږ ډېر وران کارونه وکړل.»

هغه وویل، «مونږ ته ویل شوي وو چې له حکومت سره کار کوونکي ټول کسان کافران دي. مونږ داسې باور درلود چې یوازې مونږ مسلمانان یو ځکه مونږ نه پوهېدو، خو اوس مونږ دا درک کړه چې ټول هغه کسان، چې له حکومت سره کار کوي، مسلمانان دي.»

هغه وویل، «له دې امله، مونږ راغلو، خپلې وسلې مو تسلیم کړې او د سولې پروسې سره یوځای شوو.‌ تر اوسه، مونږ هېڅ نه وو لیدلي -- مونږ خپل ټول عمر په غرونو کې له وسلو سره تېر کړ. اوس به مونږ یو ریښتنی ژوند وکړو.»

د ګروپ یوه بل غړي محمد عمر د خپل ناوړه تېر وخت په هکله خبرې وکړې.

هغه خبریالانو ته وویل، «مونږ نه پرېښودل چې ښوونځي او نورې بېخبناوې روغې پاتې شي. مونږ به چې څومره کولی شوای هومره به مو ورانول.‌ مونږ ته ویل کېدل چې دا ودانۍ د کافرانو دي او باید چې ورانې کړای شي.»

هغه وویل، «اوس مونږ پوه شو چې مونږ غولول شوي وو. مونږ خپل ورونه وژل، او له هغوی سره به مو جنګونه کول.‌اوس به مونږ د خپلو پخوانیو ملګرو پر ضد ودرېږو.»

سلګونه طالبان او داعشیان تسلیمېږي

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، د تېرو څو کالو په ترڅ کې،‌ د ملي امنیت د ریاست د مؤظفینو په هڅو ۸۴۶ تنه یاغیان په ننګرهار کې د سولې بهیر سره یوځای شوي دي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، یوازې سږکال د داعش د ۳۳ غړو په شمول ۱۵۱ تنو اورپکو جګړه بس کړې او د سولې بهیر سره یوځای شوي دي.

هغه وویل، «حکومت هغو کسانو ته، چې د سولې بهیر سره یوځای شوي، په بېلابېلو برخو کې کاري فرصتونه برابر کړي دي.‌ یوازې سږکال،‌ د ملي امنیت ادارې [د یاغیانو پر ضد] د ولسي پاڅونونو په لیکو کې خواوشا ۱۰۰ تنه [پخواني اورپکي] توظیف کړي چې د قانون په اساس له خپلو سیمو څخه دفاع کوي

هغه وویل، «دغه کسان د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو او پچیر اګام ولسوالیو [د ولسي پاڅونونو په لیکو] کې ځای پرځای شوي دي. حکومت هغوی ته مهمات ورکړي چې خپلې سیمې خوندي وساتي.»‌

د طالب جنګیالیو یوه ۷ کسیز ګروپ، چې په خوګیاڼو ولسوالۍ کې فعال وو، د ډسمبر په ۳ مه خپلې وسلې حکومتي چارواکو ته تسلیم کړې او په خپلو کړو جنګونو یې پښېماني وښودله.‌

جمیل وویل چې هغه به په نورو طالب یاغیانو باندې زور راوړي چې خپلې وسلې کېږدي او د سولې بهیر سره یوځای شي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا په مثال دخرو دى

ځواب ورکړئ

له خوشحالۍ نه یې وژړولم.‌ کاش ټول مرور افغانان سره یوځای شي او ټول د افغانستان د مقدس کلمه دار بیرغ لاندې په اتفاق او اتحاد سره د افغانستان د بیارغونې لپاره کار وکړي.‌

ځواب ورکړئ