اقتصاد

په ننګرهار کې د زیتونو تولیدات په بې سابقې ډول زیات شول

د سلیمان راپور

چارواکي وایي، چې په ۲۰۱۷ کال کې د ننګرهار ولایت د زیتونو حاصلات ډېر زیات شوي دي.

ننګرهار -- چارواکي وایي، سږ کال په ننګرهار ولایت کې د زیتونو حاصلات ډېر زیات شوي دي.

د ننګرهار د کانال د ریاست رییس غلام حضرت عبدالرحیمزي سلام ټایمز ته وویل، «د حکومت د نه پاملرنې او نه تمویل له امله په وروستیو کلونو کې په ننګرهار ولایت کې د زیتونو کرنه او تولید صفر ته نژدې شوی وو،»

هغه وویل، «خو اوس د کرنې د وزارت او په ځانګړې توګه د ننګرهار د کانال د ریاست د کار له برکته دا پروژه غوړېدلې ده،»

هغه وویل، «د دغه تغیر ساحه دومره پراخه ده چې د دې ولایت په باغونو کې پاخه شوي او تولید شوي زیتون ۱۲۰۰ ټنو ته رسېدلي دي. د دې زیاتوالي دلیل دا دی چې تېر کال حکومت د کانال ریاست ته ۳۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې وې.»‌

افغان بڼوالان د نومبر په ۱۴مه په ننګرهار ولایت کې نوي راټول شوي زیتون، چې په تېلو او اچارو د اړولو لپاره چمتو دي، ټولوي. [خالد زېری]‌

افغان بڼوالان د نومبر په ۱۴مه په ننګرهار ولایت کې نوي راټول شوي زیتون، چې په تېلو او اچارو د اړولو لپاره چمتو دي، ټولوي. [خالد زېری]‌

د ننګرهار د کانال ریاست په دې کار کوي چې په دغه ولایت کې د زیتون د ونو شمېر ډېر، د حاصل کیفیت ښه او کافي اندازه زیتون او د زیتون تېل تولید کړي چې کورنۍ او بهرنۍ تقاضا پوره کړي. [خالد زېری]

د ننګرهار د کانال ریاست په دې کار کوي چې په دغه ولایت کې د زیتون د ونو شمېر ډېر، د حاصل کیفیت ښه او کافي اندازه زیتون او د زیتون تېل تولید کړي چې کورنۍ او بهرنۍ تقاضا پوره کړي. [خالد زېری]

د ننګرهار د کانال د ریاست او د کرنې د وزارت د ملاتړ او تمویل له برکته، سږ کال د ننګرهار ولایت د زیتونو حاصل ډېر زیات شوی دی. [خالد زېری]‌

د ننګرهار د کانال د ریاست او د کرنې د وزارت د ملاتړ او تمویل له برکته، سږ کال د ننګرهار ولایت د زیتونو حاصل ډېر زیات شوی دی. [خالد زېری]‌

عبدالرحیمزي وویل، «ډېر احتمال شته چې د دې لمریز کال تر پایه پورې به په ننګرهار کې د زیتونو حاصلات ۱۶۰۰ ټنو ته ورسېږي، او په راتلونکو کلونو کې به د زیتونو د باغونو او حاصلاتو د لا نورې پراختیا لپاره هڅې وشي،»

هغه وویل، «اصلاً، مونږ به په راتلونکي کال کې زرګونه نهالونه وکرو. د زیتونو د حاصلاتو په زیاتېدلو سره د زیتونو د تېلو حاصلات زیاتېږي.»

عبدالرحیمزي وویل،‌ د ننګرهار کانالد دغه ولایت لپاره یوه له ډېرو ګټورو پروژو څخه ده، چې د زیتونو د حاصلاتو د سطحو د زیاتېدلو سربېره، یې ۸۷۰ کسانو ته کاري فرصتونه هم برابر کړي دي.‌

د ننګرهار کانال له ۱۳۰۰۰ هکتاره (خواوشا ۳۲۱۲۴ اېکړه) ځمکې څخه جوړ شوی دی، چې په ۱۰۰۰۰ هکتاره ځمکه باندې یې د زیتونو باغونه کرل شوي دي.‌ پاتې ۳۰۰۰ هکتاره یې د مالټو او نارنجانو باغونه دي.

دغه کانال ۷۲ کیلومتره اوږد دی او د ننګرهار په پنځو ولسوالیو؛ سرخرود، بټي کوټ، بېسودو، مومند درې او غني خېلو کې ۳۸۰۰۰ هکتاره (۹۳۹۰۰ اېکړه) ځمکه اوبه کوي.

ننګرهار په زیتونو او د زیتونو په تېلو مشهور دی

په افغانستان کې سږکال د نورو حاصلاتو تر څنګ د زیتونو حاصلات هم زیات شوي دي.‌

په ننګرهار ولایت کې یوه دوکاندار، مجیب الرحمان، چې زیتون او د زیتونو تېل خرڅوي، وویل، «د ننګرهار زیتون او د زیتونو حاصلات په افغانستان کې ډېر مشهور دي. افغانان له بېلابېلو ځایونو څخه راځي او په ننګرهار کې دا حاصلات اخلي.»‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه د زیتونو او د هغو د حاصلاتو د خرڅانه له امله ډېره اندازه عواید ترلاسه کوم،»

د ننګرهار د کانال د ریاست د زیتونو د پروسېس د څانګې رییس محمد موسی عیسی زي سلام ټایمز ته وویل، «ننګرهار یوازنۍ ولایت دی چې په افغانستان کې د زیتونو د تېلو فابریکې لري،»

هغه وویل، «مونږ دوه فابریکې لرو -- یوه د خامو زیتونو تېل (وېرجېن اولیو آیل) تولیدوي، په داسې حال کې چې بله یې بیا د اچار لپاره زیتون پروسېس کوي. زمونږ زیتون د ټولو افغانانو خوښېږي.‌ کله چې د ننګرهار زیتون په بازار کې موجود وي، هیڅوک هم د خارجي هېوادونو زیتون یا زیتوني محصولات نه اخلي.»‌

عیسی زي وویل، «زمونږ د زیتونو تقاضا ډېره ده. له بده مرغه، زمونږ تولیدات لږ دي ځکه چې مونږ کافي بودجه نه لرو. که د ننګرهار د زیتونو سکټور ته جدي پاملرنه وشي او ډېرې پیسې ورکړل شي، مونږ به وکولی شو چې کورنۍ تقاضا پوره او افغان زیتون صادر کړو.»‌

افغان زیتونو ته ډېره تقاضا

د سوداګرۍ پخواني وزیر محمد امین فرهنګ سلام ټایمز ته وویل، «ننګرهار د افغانستان یوازنی ولایت دی چې د زیتونو د باغونو او د زیتونو د حاصلاتو له امله ډېر اعتبار لري،»‌

هغه وویل، د ننګرهار د زیتونو پروژې افغانستان د ایټالیا او هسپانیا په شمول د یو شمېر هغو هېوادونو په کتار کې راوستی وو چې د خپلو زیتونو د باغونو او د زیتونو د تېلو د تولید له امله ډېر مشهور دي.‌

فرهنګ وویل، «حکومت باید د افغانستان د زیتونو د شهرت او هغوی ته په کور دننه او بهر د تقاضا په پام کې نیولو سره، د ننګرهار د کانال پروژې ته یوه ځانګړې بودجه تخصیص کړي،»‌

هغه وویل، «که حکومت دې پروژې ته د تخصیص کولو لپاره له اړتیا سره سمه بودجه نه لري، بیا باید حکومت دغه پروژه یا په خصوصي سکټور خرڅه کړي یا خصوصي سکټور له ځان سره شریک کړي،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تاسو یې ولې نشئ کولی؟ که تاسو یې وساتئ، دا به د هیواد اقتصاد سره ډیره مرسته وکړي، بهرني هیوادونه ساتل شوي یا کنسروا زیتون ډیر مصرفوي. ګاونډیو هیوادونو ته یې صادر کړئ.

ځواب ورکړئ

او په کوم ولایت کې؟

ځواب ورکړئ

لږ احتمال شته چې داسې یو فاسد حکومت زمونږ په هېواد کې داسې غټو پروژو ته پام وکړي.‌ مقامات به د افغانستان د اقتصادي بېخبنا د جوړولو پر ځای خپل جیبونه ډک کړي.‌

ځواب ورکړئ