تروريزم

په ۲۰۱۷ کې د افغان ملکيانو د مړینې د ډېرېدلو مسؤلیت د طالبانو او داعش پرغاړه دی

د نجیب الله راپور

د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو یو غړی د تېر نومبر په ۲۳ مه په جلال اباد کې د یوه ځانمرګي بمي برید، چې ۸ کسان یې ووژل او داعش یې پړه ومنله، په ساحه باندې پیره کوي. [نورالله شېرزاده/ ای اېف پي]

د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو یو غړی د تېر نومبر په ۲۳ مه په جلال اباد کې د یوه ځانمرګي بمي برید، چې ۸ کسان یې ووژل او داعش یې پړه ومنله، په ساحه باندې پیره کوي. [نورالله شېرزاده/ ای اېف پي]

کابل -- په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) په وینا، په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د پام وړ لاسته راوړنو په ملکي خلکو باندې د اورپکو د بریدونو د سختې ضربې مخه ونه نیوله.

اورپکو په هدفي ځانمرګو بریدونو، په جوماتونو او د رسنیو مرکزونو باندې حملو کې او د عامو مسافرو د سفر د لارو په اوږدو کې د ځمکنیو ماینونو د چاودنو له لارې زرګونه ملکي خلک ووژل.

د یوناما په وینا، له جنورۍ څخه تر سپتمبر پورې، ۲۶۴۰ تنه ملکي خلک وژل شوي او ۵۳۷۹ تنه نور ټپیان شوي دي.‌ د ۲۰۱۷ د پاتې میاشتو راپور لا نه دی خپور شوی.‌

د اکتوبر په میاشت کې د یوناما د خپاره شوي راپور په اساس،‌ د کال په لومړیو ۹ میاشتو کې، ۲۹۸ تنه ښځې ووژل شوې او ۷۰۹ تنه نورې ټپیانې شوې، چې د ۲۰۱۶ کال د عین مودې په نسبت ۱۳٪ زیاتوالی ښیي.‌

ویرجن خلک د تېر اګست په ۲۷ مه د هغو ۲۸ قربانیانو له جملې څخه د یوه تابوت لېږدوي، چې یوه ورځ مخکې په کابل کې د شیعه ګانو په یوه جومات په ځانمرګي برید کې چې داعش یې پړه منلې وه، وژل شوي ول. [شاه مری/ای اېف پي]‌

ویرجن خلک د تېر اګست په ۲۷ مه د هغو ۲۸ قربانیانو له جملې څخه د یوه تابوت لېږدوي، چې یوه ورځ مخکې په کابل کې د شیعه ګانو په یوه جومات په ځانمرګي برید کې چې داعش یې پړه منلې وه، وژل شوي ول. [شاه مری/ای اېف پي]‌

ټپي شوې ښځې په کابل کې د تېر می د ۳۱ مې د یوه موټربمي برید ساحې ته اشاره کوي. یوې سترې چاودنې د هغې ورځې د سهار د ازدحام په ساعت کې د کابل ډپلوماټیکه ساحه ولړزوله او ۱۵۰ کسان یې ووژل. [شاه مری/ای اېف پي]‌

ټپي شوې ښځې په کابل کې د تېر می د ۳۱ مې د یوه موټربمي برید ساحې ته اشاره کوي. یوې سترې چاودنې د هغې ورځې د سهار د ازدحام په ساعت کې د کابل ډپلوماټیکه ساحه ولړزوله او ۱۵۰ کسان یې ووژل. [شاه مری/ای اېف پي]‌

په عین موده کې،‌ ۶۸۹ تنه ماشومان وژل شوي او ۱۷۹۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

ځانمرګي بریدونه د ملکي خلکو د مړینې اصلي عامل دی

د یوناما د راپور په اساس، ځانمرګي او پېچلي بریدونه، هدفي او دقیقې وژنې او د فشار پلېټ لرونکې په لاس جوړې چاودېدونکې وسیلې د هغو سببونو له ډلې څخه دي چې د ملکي خلکو تلفات یې ډېر کړي دي.‌

د ملکي خلکو په تلفاتو کې ډېرښت د یوناما،‌ د مدني ټولنې د فعالانو او افغان عوامو تر منځ اندېښنې ډېرې کړې،‌ او د مدني ټولنې ۲۰ موسسې یې دې ته وهڅولې چې د ملکيانو د خوندیتابه د ملاتړ ګروپ (سي پي ای جي) جوړ کړي.‌

د سي پي ای جي یوه غړي عزیزاحمد تسل سلام ټایمز ته وویل، «د هغو ارقامو په اساس، چې مونږ راټول کړي، د ۲۰۱۷ کال له جون څخه د ډسمبر تر ۱۶مې پورې ۹۷۷ تنه افغان ملکیان وژل شوي او ۱۴۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.‌ په شهیدانو کې ۶۶ ماشومان او ۷۶ ښځې هم شامل دي.»

هغه وویل، «ځانمرګي بریدونه د ملکي تلفاتو اصلي سبب دی،»

د یوناما په وینا، طالبان او داعش په ترتیب سره د ۶۶٪ او ۱۰٪ ملکي تلفاتو مسؤل دي، په داسې حال کې چې نور بیا د نامعلومو وسله والو ډلو له خوا وژل شوي دي.‌

په ولسي جرګه کې د غور ولایت یوې استازې روقیې نایل سلام ټایمز ته وویل، «له بده مرغه، طالبان او نورې ترهګرې ډلې د دې هېواد وګړو ژوند ته هېڅ پاملرنه نه کوي.»

هغې وویل، د هېواد د اتباعو له وژنې څخه رانیولې د ښوونځیو، سړکونو او کورونو تر ورانولو پورې ټول هغه کارونه، چې د حکومت دښمنان یې کوي، وطن ته تاوان رسوي،»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر احمد بهروز وویل،‌ «په ملکي خلکو باندې بریدونه کول هېڅ توجیه نه لري او هم یې دین غندي او هم نړیوال بشري قانون،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو او داعش له خوا کېدونکیو بریدونو ته په کتلو سره، مونږ په څرګنده وینو چې اکثر قربانیان ملکي خلک دي. د ملکي خلکو وژنه نه پوځي توجیه لري نه حقوقي او نه اسلامي.»

شېراحمد، چې ۳۷ کاله عمر لري او په کابل کې کار کوي، سلام ټایمز ته وویل، «مونږ له اورپکو نه دا پوښتنه کوو -- که تاسو له حکومت سره ستونزې لرئ، بیا نو ولې تاسو په جوماتونو یا عامه ځایونو باندې بریدونه کوئ او د عادي خلکو ژوند اخلئ؟»

په مذهبي هدفونو باندې بریدونه کول

د یوناما د یوه بل راپور له مخې، چې د نومبر په ۷ مه خپور شوی،په عبادت ځایونو باندې بریدونه په ډېرېدونکي ډول عامېږي.

په راپور کې راغلي، «د ۲۰۱۶ د جنورۍ له ۱ څخه د ۲۰۱۷ تر نومبر پورې،‌ یوناما د عبادت ځایونو پر ضد؛ د داسې کسانو پر ضد چې د خپل مذهبي عبادت حقونه پرځای کوي، خپل مذهبي مراسم او اساسات پرځای کوي، د ۵۱ بریدونو پېښې، د مذهبي عالمانو او مذهبي مشرانو هدفي وژنې،‌ تښتونې او وېرونې، چې اکثر یې د حکومت ضد عناصرو له خوا ترسره شوي،‌ مستندې کړي دي،»‌

راپور زیاتوي، د دغو پېښو په نتیجه کې ۲۷۳ کسان وژل شوي او ۵۷۷ نور ټپیان شوي دي.‌

په دغه راپور کې په کابل کې په تبیان کلتوري مرکز د داعش له خوا د ډسمبر د ۲۸مې برید، چې لږ تر لږه ۴۰ افغانان یې ووژل، نه دی ورکړل شوی.‌

د ۲۰۱۶ له پیل راهیسې له دغه ډول ترهګریزو پېښو څخه رامنځته شوي ملکي تلفات د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۵ تر منځ‌ د مستندو شویو ټولو تلفاتو له دوه برابره څخه هم ډېر دي.‌

د عبادت ځایونو امنیت خوندي کول

د تسل په وینا، سي پي ای جي په اورپکو باندې تاکید کوي‌ چې په عبادت ځایونو او مذهبي هدفونو باندې حملې بندې کړي.‌

هغه وویل، «زمونږ لومړنی هدف دا یقیني کول دي چې د شخړې لوري نړیوالو بشري قوانینو ته احترام وکړي او مقدس ځایونه په نښه نشي،»

تسل د حکومت په مخالفانو باندې تاکید وکړ «چې د جنګ اصولو ته درناوی وکړي او په هغو ځایونو کې، چې ملکي خلک موجود وي، ځانمرګي بریدونه ونه کړي».‌

هغه زیاته کړه، «تر څو پورې به تاسو د ملکي خلکو وژنو ته دوام ورکړئ؟»

هغه وویل، «له عامو خلکو نه زمونږ غوښتنه دا ده چې په اورپکو باندې فشار واچوي چې هغوی د ملکي خلکو له وژنې څخه لاس په سر شي،»

یوناما هم په افغان حکومت باندې تاکید کړی چې په خوندي چاپېریال کې او د تاوتریخوالي له وېرې څخه پرته د عبادت کولو په برخه کې د اتباعو حق خوندي کړي،‌ او په ورته وخت کې یې د خوندیتابه هغه ګامونه ستایلي چې حکومت وار له مخه پورته کړي دي.‌

یوناما په اورپکو باندې غږ کړی چې په عبادت ځایونو باندې هر ډول مستقیم بریدونه،‌ او د مذهبي مشرانو او عبادت کوونکیو په نښه کول ودروياو د عبادت ځایونه د نظامي هدفونو په توګه ونه کاروي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي استازي او د یوناما رییس تدامیچي یاماموټو وویل، «د قانون احترام وکړئ؛ د عبادت کوونکو او مذهبي مشرانو په نښه کول ودروئ،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500