امنیت

د نورستان مشرانو او عالمانو له افغان امنیتي ځواکونو څخه یو ځل بیا خپل ملاتړ اعلان کړ

د خالد زېري راپور

دیني عالمان او قومي مشران د ډسمبر په ۲۰ مه د نورستان ولایت په مرکز پارون کې سره راټول شول، چې له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړي، او طالبان او نورې حکومت ضد ډلې وغندي. [خالد زېری]‌

پارون -- دیني عالمان او قومي مشران د تېرې میاشتې په وروستیو کې په نورستان کې سره راټول شول، چې له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ تازه کړي، او طالبان او نورې حکومت ضد ډلې وغندي.

په دې غونډه کې چې د ډسمبر په ۲۰ مه ترسره شوه خواوشا ۵۰ دیني عالمانو او تر ۱۰۰ پورې قومي مشرانو برخه اخیستې وه. هغوی له افغان حکومت او امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه او د هېواد ځواکونه یې «د هېواد او وقار ساتونکي» وبلل.‌

تر دې مخکې، د ډسمبر په ۶ مه، دې ته ورته د ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو دیني عالمانو او قومي مشرانو په لغمان ولایت کې په یوه مجلس کې له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره خپل ملاتړ بیا تازه کړ.‌

د امنیتي ځواکونو ملاتړ کول

په نورستان کې د غونډې په ترڅ کې یوه افغان پوځي افسر محمد صادق وویل، «مونږ د خپل دین، وقار او خاورې ساتنه کوو،‌ او مونږ دا کار د خپل سر په قربانۍ سره کوو،»

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د ډسمبر په ۲۰ مه په پارون کې په یوه غونډه کې خبرې کوي.‌ په دې غونډه کې دیني عالمانو او قومي مشرانو اعلان وکړ چې له حکومت او امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي. [خالد زېری]‌

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د ډسمبر په ۲۰ مه په پارون کې په یوه غونډه کې خبرې کوي.‌ په دې غونډه کې دیني عالمانو او قومي مشرانو اعلان وکړ چې له حکومت او امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي. [خالد زېری]‌

صادق وویل، «مونږ له تاسو سره همکاري کوو،‌ مونږ ستاسو او د خپل هېواد لپاره ځانونه قرباني کوو-- له دې امله، مونږ له تاسو څخه غواړو چې زمونږ ملاتړ وکړئ،‌ او زه پوهېږم چې تاسو دا کار کړی دی... تاسو پر مونږ باور وکړئ مونږ به پر تاسو باور وکړو. الله (ج) له مونږ سره دی، او هېڅ دښمن نشي کولی چې پر مونږ برلاسی شي،»

په نورستان کې د یوې دیني مدرسې استاد مولوي سلیمان د غونډې برخه والو ته وویل، «دا وخت، مونږ دلته د دې لپاره راغونډ شوي یو چې د ملي امنیت ریاست، ملي پولیسو او اردو څخه ملاتړ څرګند کړو،»‌

هغه وویل، «خدای دې پر هغوی رحم وکړي چې زمونږ او د هېواد ساتنه کوي.‌ شرم دې وي پر هغو بهرنیو جنګیالیو چې زمونږ ځوانان وژني او وېره خپروي.‌ مونږ به هېڅکله هم د خپلو ساتونکیو زړورتیا هېره نه کړو.»‌

اورپکي د اسلام پرضد عمل کوي

په غونډه کې نورو ویناوالو وویل چې د حکومت د دښمنانو کارونه د اسلام پرضد دي.‌

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د حکومت دښمنانو ته وویل،«هغه لاره چې تاسو یې تعقیبوئ هغه سمه لاره نه ده. هغه لاره چې تاسو پرې روان یئ جنت ته نه ځي،‌بلکې د دې پرځای هغه دوزخ ته ځي.»

هغه وویل، «هیڅوک هم نشي کولی چې د مسلمانانو په وژلو سره جنت ته لاړ شي،‌ هیڅوک هم نشي کولی چې د چاودنو او په جوماتونو باندې د ځانمرګو بریدونو له لارې جنت ته لاړ شي،هیڅوک هم نشي کولی چې د لارو په ورانولو او د پلونو په الوزولو سره جنت ته لاړ شي،‌ او هیڅوک هم نشي کولی چې د ګناهونو په ترسره کولو سره جنت ته لاړ شي،»

قیوم وویل، «جنت د ویجاړولو له لارې نه ترلاسه کیږي -- په داسې حال کې،‌ چې ځینې جاهل خلک فکر کوي چې هغوی به د دغو ګناهونو په ترسره کولو سره جنت ته لاړ شي او دا سمه لاره نه ده.‌ قران کریم او حدیثونه وایي چې دغه لاره دوزخ ته تللې ده،»‌

هغه وویل،‌«زه په هغو کسانو باندې، چې غولول شوي او د اسلام په نامه دغه ویجاړوونکي کارونه ترسره کوي، غږ کوم چې د خدای په خاطر دې جنګ بس کړي،‌ د دې هېواد په خاطر دې جنګ بس کړي او د اسلام په خاطر دې جنګ بس کړي.زه په هغوی باندې تاکید کوم چې له حکومت سره دې یوځای شي، د خلکو خدمت دې وکړي او د هېواد په بیارغونه کې دې مرسته وکړي.»

د روغې جوړې لپاره کار کول

د نورستان یوه دیني عالم مولوي عبدالغفور، چې په دې غونډه کې یې افتتاحیه وینا وکړه، په نورو دیني عالمانو او قومي مشرانو باندې تاکید وکړ چې د اورپکو پر ضد دې ودرېږي او د روغې جوړې لپاره دې کار وکړي.‌

غفور وپوښتل، «مونږ مسلمانان یو،‌ اسماني قانون زمونږ قانون دی،‌ مونږ کلمه وایو، مونږ زکات ورکوو، مونږ جهاد کوو،‌ نو بیا ولې مونږ یو د بل پر ضد جنګ کوو، او ولې مونږ د خپلو مسلمانانو ورونو وژنه توجیه کوو؟»

غفور وویل، «که مونږ سوله غواړو،‌ مونږ باید جنګ پای ته ورسوو، له مرورو ډلو سره سوله وکړو او هېواد ته له دغو غمونو څخه نجات ورکړو. په دې مسایلو کې د دیني عالمانو رول څرګند دی،»‌

هغه وویل، «اسلام د وژنو دین نه دی. زمونږ دین مونږ ته نه وایي چې ښځې او ماشومان ووژنئ، بلکې هغوی وژل کیږي، او مخالفین د ظلم له حد نه تېر شوي دي،»‌

هغه وویل، «مونږ په قومي مشرانو او دیني عالمانو باندې غږ کوو چې د ولس په راویښولو او خبرولو کې خپل رول ترسره کړيچې دغه یاغیتوب د اسلام لپاره جنګ نه دی بلکې دا د خارجیانو د ګټو لپاره جنګ دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500