ځوانان

د افغان او پاکستاني ځوانانو سفیران د نژدې کېدلو او جوړجاړي لپاره کار کوي

د سلیمان راپور

د پاکستان او افغانستان د ځوانانو سفیران د ډسمبر په ۲۰ مه په کابل کې سره ګوري چې د دواړو هېوادونو تر منځ د بهترو روابطو د رامنځته کولو لارې ولټوي. [سلیمان]

د پاکستان او افغانستان د ځوانانو سفیران د ډسمبر په ۲۰ مه په کابل کې سره ګوري چې د دواړو هېوادونو تر منځ د بهترو روابطو د رامنځته کولو لارې ولټوي. [سلیمان]

کابل -- د افغان او پاکستاني ځوانانو سفیرانو د ډسمبر په ۲۰ مه په کابل کې سره وکتل چې د ګټورو خبرو اترو لپاره فضا جوړه کړي او د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکو ته وده ورکړي.

په افغانستان او پاکستان کې د ځوانو سفیرانو په لومړني کانفرانس کې، په دواړو هېوادونو کې د دایمي سولې د رامنځته کولو د هڅو د یوې برخې په توګه، لسګونو ځوانانو برخه واخیسته. دغه غونډه د میډیوټیک غیرحکومتي موسسې په کوربه توب، چې په افغانستان کې د سولې او ولسواکۍ د رامنځته کولو لپاره کار کوي، جوړه شوې وه.

د میډیوټیک رییس او د کانفرانس منتظم حمیدالله ځاځي سلام ټایمز ته وویل، «له یو کال هڅو څخه وروسته او د افغان او پاکستاني ځوانانو په رایوځای کولو سره،‌ زمونږ موسسې په دې برخه کې عملي ګامونه واخیستل چې د سولې او د کابل او اسلام اباد تر منځ د دوستۍ او ښو اړیکو د پیاوړي کولو لپاره شرایط برابر کړي،»

ځاځي وویل، «افغانستان او پاکستان یو له بل سره ډېر کلتوري، ټولنیز او تاریخي مشابهتونه لري. په کانفرانس کې د افغان او پاکستاني ځوانانو استازو پرېکړه وکړه چې د نویو قواعدو له لارې د نه مطابقت او بې باورۍ فضا له منځه وېسي او د دواړو هېوادونو د ملتونو تر منځ په اعتماد جوړونه باندې کار وکړي،»

د پاکستان او افغانستان ځوانان د ډسمبر په ۲۰ مه په کابل کې په یوه کانفرانس کې برخه اخلي. [سلیمان]

د پاکستان او افغانستان ځوانان د ډسمبر په ۲۰ مه په کابل کې په یوه کانفرانس کې برخه اخلي. [سلیمان]

ځاځي زیاته کړه، «۱۴ کسانو چې د پاکستان د پنجاب، سند، بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو د ځوانانو،‌ زده کوونکیو، او د مدني موسسو استازيتوب یې کاوه، او د ۷ ولایتونو ځوانو افغانانو په دغه کانفرانس کې، چې هدف یې د دواړو هېوادونو تر منځ د ښو روابطو پیاوړي کول وو،‌ برخه واخیسته،»

په دې کانفرانس کې د یو شمېر حکومتي مقاماتو، د مدني ټولنې د چارواکو او د ځوانانو د حقونو د فعالانو په شمول له ۲۰۰ نه ډېرو ځوانو افغانانو برخه واخیسته.

ځاځي وویل، «د دې کانفرانس بل هدف دا وو چې د دواړو هېوادونو په خلکو کې د جګړې په وړاندې کرکه رامنځته کړای شي او د د ګډو ګټو د ترسره کولو لپاره لارې وموندل شي،»

په ګډه د ستونزو حلول

د امیرخان په نامه یوه ځوان پاکستاني، چې په دې کانفرانس کې یې برخه اخیستې وه، سلام ټایمز ته وویل، پاکستان او افغانستان له ورته ستونزو سره مخامخ دي.

هغه وویل، «د دې لپاره چې په دغه ډول ستونزو باندې برلاسی رامنځته شي، د دواړو هېوادونو ځوانان باید د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکو ته د ودې ورکولو مسؤلیت پر غاړه واخلي،»

امیرخان وویل، «پاکستانیان او افغانان مسلمانان او سره ورونه دي او ډېرې شریکې کلتوري او ټولنیزې ځانګړتیاوې لري. د شخړې پرځای، په کار دی چې دوی سره نژدې شي او جوړجاړی وکړي،»

یوه بل پاکستاني ځوان جاوېد احمد سلام ټایمز ته وویل، «ترهګري، افراطیت، بې کاري او فقر د افغانستان او پاکستان دواړو لپاره ګډې ننګونې دي،او یو هېواد هم نشي کولی چې دغه ننګونې په یوازې ځان حل کړي. د دواړو هېوادونو سره نژدې کېدل او پیوستون له دې ننګونې څخه د راوتلو یوازنۍ لاره ده.»

جاوېد زیاته کړه، «په شخړو کې زرګونه پاکستانیان او افغانان وژل شوي دي. اوس د دواړو هېوادونو لپاره د دې وخت دی چې د ترهګرۍ او افراطیت پر ضد جګړه کې همکاري وکړي او سوله او ثبات رامنځته کړي،»

احمد وویل، «وطن ته په ستنېدلو سره به مونږ پاکستاني چارواکو ته ووایو چې جګړه دواړو هېوادونو ته زیان رسوي او یوازې ښې سیاسي، اقتصادي، ټولنیزې او کلتوري اړیکې کولی شي چې دواړه هېوادونه د بري او ثبات په لور رهبري کړي،»

ښې اړیکې غوښتل

یوې ځوانې افغانې برخه والې سمیرا خیرخواه سلام ټایمز ته وویل، «د کانفرانس له هدفونو څخه یو دا وو چې ځوان خلک دې ته وهڅول شي چې سوله ییز ګډ ژوند وکړي، سره نژدې شي او د افغانستان او پاکستان تر منځ سیاسي، ټولنیزې، اقتصادي او کلتوري اړیکې پیاوړې شي،»

هغې وویل، «د پر مخ تللو له لارې به د دواړو هېوادونو ځوانان د دواړو هېوادونو سیاستوال او مشران لا نور وهڅوي چې اړیکې سره ښې کړي،»

سمیرا وویل، «ښایي چې په یوه لسیزه یا خواوشا وخت کې ځوانان په خپلو هېوادونو کې د رهبرۍ موقفونو ته ورسېږي.‌ په دې توګه، دغه ډول غونډې کولی شي چې هغوی له ذهني پلوه یوې ښې راتلونکې، او همدارنګه د راتلونکو ستراتیژیکو اړیکو ته جوړ کړي،»

یوه بل ځوان افغان محمدعلي سلام ټایمز ته وویل، «افغانان او پاکستانیان سره ګډه ژبه او کلتور لري، او په عین حال کې له عین ډول دردونو څخه کړېږي. مونږ باید هغو کړیو ته، چې غواړي زمونږ د ولسونو تر منځ د دښمنۍ تخم وکري، اجازه ورنه کړو چې خپل فعالیتونه ترسره کړي،»

علي وویل، «د مدني ټولنې سازمانونه، تعلیم لرونکي ځوانان او نور ولسواک سازمانونه په دواړو هېوادونو کې موجود دي. د نننۍ غونډې د برخه والو په څېر، هغوی هڅه کوي‌ چې ولسونه او حکومتونه سره نژدې کړي او د ورورولیزې ملګرتیا او ګډ ژوند لپاره سوله ییزې لارې ولټوي،»

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو معین سید اغا حسین فاضل سانچارکي په کانفرانس کې سلام ټایمز ته وویل، «دواړه هېوادونه دې ته عاجل ضرورت لري چې ځوانان یې هڅې او همکارۍ وکړي چې له موجود حالت څخه وځي،»

هغه وویل، «د افغانستان او پاکستان ګټې سوله ییزو اړیکو او د دواړو هېوادونو تر منځ پیوستون پورې تړلې دي، او هغوی دواړه باید پوه شي او یو د بل د ګټو درناوی وکړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500