تروريزم

حکمتیار تور ولګاوه چې ایران په افغانستان کې د داعش ملاتړ کوي

سلام ټایمز

په دې عکس کې چې د ۲۰۱۷ د اکتوبر په ۲۳ مه اخیستل شوی، یو افغان د امام زمان په نامه د شیعه ګانو په یوه جومات کې، چې د داعش یوه ځانمرګي برید په کې ۵۶ کسان ووژل، دننه ګوري. ایران په دې تورن دی چې په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو ملاتړ کوي. [شاه مراعي/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د ۲۰۱۷ د اکتوبر په ۲۳ مه اخیستل شوی، یو افغان د امام زمان په نامه د شیعه ګانو په یوه جومات کې، چې د داعش یوه ځانمرګي برید په کې ۵۶ کسان ووژل، دننه ګوري. ایران په دې تورن دی چې په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو ملاتړ کوي. [شاه مراعي/ای اېف پي]

کابل -- بي بي سي پاړسي د پنجشنبې په ورځ /د جنورۍ ۴ مه/ راپور ورکړ، چې د اورپکو یوه پخواني مشر او د طالبانو د یوه وخت متحد ګلبدین حکمتیار په ایران تور لګولی چې په افغانستان کې د داعش ملاتړ کوي.

هغه د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، د داعش هغه جنګیالي، چې له سوریې او عراق څخه راځي، د ایران د خاورې له لارې افغانستان ته را رسېږي.

حکمتیار وویل، «ایران غواړي چې په افغانستان کې عین هغه لوبه ولوبوي چې د داعش تر نامه لاندې یې په عراق او سوریه کې ولوبوله،»

د ډسمبر د ۱۱ مې په یوه خبري کانفرانس کې،هغه ایران په دې تورن کړ چې په افغانستان کې لاسوهنه کوي او له ۳۰ کلونو راهیسې شخړو ته لمن وهي.‌

د تېر نومبر په میاشت کې،حکمتیار له طالبانو سره د روسیې ارتباط تایید کړ.

حکمتیار او د هغه غیرفعال حزب اسلامي اورپکي ګروپ د ۲۰۱۶ په سپتمبر کېله افغان حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کړ.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

8 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

حکمتیار د متحده ایالاتو یو متحد او د پاکستان غلام دی.

ځواب ورکړئ

اجازه راکړئ چې دلته زه ستاسو خبره تصحیح کړم.‌ غني د امریکا د متحده ایالاتو غلام او د هندوستان او ایران سپی دی. حکمتیار پاکستان ته ضرورت نه لري خو هو پاکستان هغه ته ضرورت لري، هغه د هیچا غلام هم نه دی او یو صادق افغان دی چې د کوم وطن له غلامۍ څخه پرته ژوند کوي.‌

ځواب ورکړئ

ډېرعالي!

ځواب ورکړئ

زما په ریښتیا سره دا خبرونه خوښېږي.‌

ځواب ورکړئ

da kho har saray pa di khabara pohegii chi ghwaa tora da shodeay yee speeney di

ځواب ورکړئ

تاسو تر ټولو ښه یئ.‌

ځواب ورکړئ

خکمتيار صیب دی يواځی د ايران په اړه خپل نظر نه څرګندوی بلکی دا پاکستان په اړه دی هم خپل نظر څرګند کړی تر څو خلک د خکمتيار صيب په سياست پوه شي

ځواب ورکړئ

د سلام ټايمز ښاغلی مدير، ښې چارې زه ستاسو د سايټ يو مينه وال يم، د پر وخت خبرونو او خبري راپورونو د خپرولو له امله ستاسو مننه کوم. زه له حزب سره کوم ارتباط نه لرم خو حقيقت دا دی چې حزب اسلامي د افغانستان په سطحه يو لوی حزب دی چې د کابل، هرات او خوست له غونډو نه يې ښه معلومه شوه چې څومره ډير پلويان لري، او مشر يې هم د رباني، عبدالله، عطامحمد نور، دوستم، سياف، محقق... په څير غل نه دی. له دې امله دا به ستاسو د خپرونې لپاره مناسبه وي چې په وړ نوم يې ياد کړئ. درناوی جميل خان

ځواب ورکړئ