مظاهرې

افغان قانون جوړونکي د ایران رژیم ته وایي: 'د خپلو خلکو خبرې ته غوږ ونیسئ'

د نجیب الله راپور

یوې ایرانۍ ښځې د تېر ډسمبر په ۳۰ مه په تهران پوهنتون کې د یوه لاریون په ترڅ کې، چې له اقتصادي ستونزو څخه د راولاړ شوي قهر په نتیجه کې پیل شوی وو، د اوښلن ګاز په منځ کې خپل موټی کړی لاس پورته کړی دی. [اېس ټي آر/ای اېف پي]‌

کابل -- افغان قانون جوړونکیو او د مدني ټولنې فعالانو، په ایران کې د لاریونونو د پای ته رسېدلو د نه څرګندېدا او د تاوتریخوالي د احتمالي خپرېدا په هکله د زیاتېدونکې نړیوالې اندېښنې په ترڅ کې، خپل اواز پورته کړ.‌

هغوی وایي، د لاریونوالو د ځپنې او نیونې پرځای، په کار دی چې د ایران حکومت د خلکو غوښتنو ته غوږ ونیسي.

ای اېف پي راپور ورکړ، چې دغه لاریونونه د ډسمبر په ۲۸ مه د اقتصادي ستونزو په سر راپورته شول او بیا په چټکۍ سره په عمومي توګه د رژیم پر ضد خپاره شول، چې ۲۱ کسان په کې مړه او سلګونه نور ونیول شول.‌

پولیس وایي چې هغوی د ناقرارۍ په ترڅ‌ کې د سلګونو نیول شویو کسانو له ډلې څخه ډېر خوشې کړي، خو اصلي محرکین «د عدالت په منګولو کې» دي.‌

په پاریس کې لاریونوالو داسې شعارونه، چې پرې لیکلي «د هغو ایرانیانو ملاتړ وکړئ چې د مذهبي دکتاتورۍ پر ضد راپورته شوی دي» او د ایران د ولسمشر حسن روحاني داسې یو عکس چې چلیپا پرې کش شوې ده، پورته کړي دي. دغه لاریون د جنورۍ په ۵ مه د ایران د خلکو په ملاتړ ترسره شو. په ایران کې د لاریونونو څپه، چې د ډسمبر په ۲۸مه پیل او په چټکۍ سره خپره شوه، په ۲۰۰۹ کال کې له جنجالي انتخاباتو راهیسې په دغه سخت کنټرولېدونکي هېواد کې تر ټولو لویه څپه ده. [کرېسټوف سایمن/ای اېف پي]

ایراني محصلان د تېر ډسمبر په ۳۰ مه په تهران پوهنتون کې د یوه لاریون په ترڅ کې، چې له اقتصادي ستونزو څخه د راولاړ شوي قهر په نتیجه کې پیل شوی وو، له پولیسو سره مخامخ کیږي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]‌

ایراني محصلان د تېر ډسمبر په ۳۰ مه په تهران پوهنتون کې د یوه لاریون په ترڅ کې، چې له اقتصادي ستونزو څخه د راولاړ شوي قهر په نتیجه کې پیل شوی وو، له پولیسو سره مخامخ کیږي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]‌

د ایران قانون جوړوونکیو د یکشنبې په ورځ /د جنورۍ ۷ مه/ د تړلو دروازو تر شا یوه ناسته ترسره کړه او د خونړیو لاریونونو په هکله یې خبرې اترې وکړې.

د ایران یوه قانون جوړوونکي محمد رضا کچویي د خپل هېواد د پارلمان وېب سایټ آی سي ای اېن ای ته وویل، «په اصل کې، د پارلمان په ناسته کې د خلکو د حالت په هکله، او د اقتصادي حالت او بې کارۍ په هکله خبرې اترې وشوې.‌ دښمن هڅه کوي چې له دغو ستونزو څخه په استفادې سره په هېواد کې نفوذ وکړي.»‌

لاریون د ولسواکۍ یو اصل دی

د افغانستان د مدني ټولنې فعالان او قانون جوړونکي وایي، د بهرنیو ځواکونو د ملامتولو پرځای، په کار دی چې د ایران رژیم د خلکو اندېښنو ته غوږ ونیسي.

په کابل کې د مدني ټولنې یوه فعال محسن عبدالهي وویل، د ایران رژیم د خپلو اتباعو لپاره ژوند ډېر سخت کړی دی او هغوی له راپاڅېدلو څخه پرته بله لاره نه لرله.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو د واکمنۍ پر وخت، د افغانانو حقونه هم تروړل شوي ول.‌نن ورځ، زمونږ د ګاونډي هېواد اتباع، چې اوس په عین حالت کې دي او هڅه کوي چې له دغه رژیم څخه ځانونه خلاص کړي، لاریونونه وباسي.»‌

په ولسي جرګه کې د بادغیس ولایت یوه استازي عبدالرحیم رهین وویل، لاریون د هر هېواد، چې هلته هغوی خپل سیاسي سیستم انتخابوي،‌ د اتباعو یو مدني حق دی.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د ایران خلک د اقتصاد، حکومتولۍ او اداري فساد له حالتونو څخه ناخوښه دي. هغوی باید خپلې ستونزې بیان کړي، او حکومت باید هغه واوري.»

هغه وویل، «د زور له لارې د خلکو غوښتنو ته ځواب ویل ظلم دی،»

رحیم وویل، «که د ایران حکومت یو حقیقي اسلامي رژیم وي نو باید د خلکو غوښتنو ته غوږ ونیسي او په اسلامي طریقه یې ځواب کړي»

په ولسي جرګه کې د کونړ ولایت یوې استازې وږمې ساپۍ وویل، لاریون کول د ولسواکۍ یو اصل دی.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «په نړیوال قانون کې دا تصریح شوې چې هیڅوک هم حق نه لري چې په مدني لاریونونو او حرکتونو باندې ډزې وکړي،»

هغې وویل، «دا حرکتونه د حکومتولۍ په پروسه باندې تاثیر کوي... ځکه چې خلک د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره لاریونونه وباسي،»

ساپۍ وویل، «تاریخ ښودلې چې د غوښتنو تر شا ولسي پیوستون کولی شي چې ان د حکومتونو نسکورېدلو ته لاره جوړه کړي،»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه افغان تحلیلګر محمد اکبر میرزایي سلام ټایمز ته وویل، ایرانیان د قېمتونو د لوړوالي او اداري فساد سربېره، له هغو خفه کوونکیو بندیزونو څخه هم کړېږي چې رژیم پر هغوی لګولي دي.

هغه وویل، «اوس مونږ په ۲۱ مه پېړۍ کې ژوند کوو. د دکتاتوري او استبداد د رژیمونو وخت ډېر پخوا پای ته رسېدلی، او حکومتونه باید د خلکو غوښتنې پوره کړي، که نه له منځه به وېوړل شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500