امنیت

په کندهار او هرات کې قومي مشرانو له امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ بیا تازه کړ

د سلیمان راپور

د هرات ولایت قومي مشران او دیني عالمان د تېر ډسمبر په ۲۱ مه د ۲۰۷ ظفر قول اردو په مرکز کې سره راغونډ شوي چې له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه خپل دوامدار ملاتړ څرګند کړي. [سلیمان]

د هرات ولایت قومي مشران او دیني عالمان د تېر ډسمبر په ۲۱ مه د ۲۰۷ ظفر قول اردو په مرکز کې سره راغونډ شوي چې له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه خپل دوامدار ملاتړ څرګند کړي. [سلیمان]

کابل -- د کندهار او هرات ولایتونو قومي مشرانو، دیني عالمانو او اوسېدونکیو له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ بیا تکرار کړ.

د کندهار ولایت له خوا وروستۍ ژمنه د ۲۰۱۷ د ډسمبر په ۱۷ مه په ۲۰۵ اتل قول اردو کې وشوه.

د کندهار ولایت یوه قومي مشر حاجي هدایت الله سلام ټایمز ته وویل، «امنیتي ځواکونه د دې لپاره ځانونه قربانوي چې د افغانستان او د افغانستان د خلکو ساتنه وکړي، زمونږ امنیت، زمونږ ژوند او زمونږ ملکیت وساتي. هغوی د خپلو سینو په سپر کولو سره د طالبانو او نورو ترهګرو پر ضد ودرېږي، څو مونږ وکولی شو چې په سوله او امنیت کې ژوند وکړو.»

هغه وویل، «دا زمونږ اسلامي او افغاني وظیفه ده ده چې د ترهګرو په وړاندې د دغو ځواکونو ملاتړ وکړو،»

د کندهار قومي مشران او دیني عالمان د ۲۰۱۷ د ډسمبر په ۱۷ مه د ۲۰۵ اتل قول اردو په مرکز کې سره راغونډ شوي چې له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ بیا تازه کړي. په عکس کې موجود برخه وال د افغانستان ملي سرود ته ولاړ دي. [سلیمان]

د کندهار قومي مشران او دیني عالمان د ۲۰۱۷ د ډسمبر په ۱۷ مه د ۲۰۵ اتل قول اردو په مرکز کې سره راغونډ شوي چې له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ بیا تازه کړي. په عکس کې موجود برخه وال د افغانستان ملي سرود ته ولاړ دي. [سلیمان]

د کندهار د عالمانو د شورا رییس مولوي فیض الرحمان سلام ټایمز ته وویل، «امنیتي ځواکونو د دې لپاره وسلې پورته کړي چې خپل دیني مسؤلیتونه ترسره کړي او له خپلې خاورې او هېوادوالو څخه دفاع وکړي. په ټول کندهار ولایت کې دیني عالمان د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي.»

هغه وویل، «د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو له خوا روانه جګړه نامشروع ده. په حقیقت کې، د هغوی ټول عملونه غیر اسلامي او د افغان کلتور پرخلاف دي.»

فیض الرحمان وویل، زه له طالبانو څخه غواړم چې دا جګړه او ورور وژنه ودروي او د سولې پروسې سره یوځای شي،»

ترهګرځمکه او کسان له لاسه ورکوي

د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان جنرال امام نظر بهبود د ډسمبر په ۱۷مه د ۲۰۱۷ د مارچ او ډسمبر تر منځ دورې ته په اشارې سره غونډې ته وویل، «د ۱۳۹۶ لمریز کال په لومړیو ۹ میاشتو کې په جنوب زون کې له ۲۶۰۰ تنو څخه ډېر ترهګر وژل شوي او ټپي شوي دي،»

هغه وویل، «سږ کال، د ترهګرو حرکتونه کم شوي په داسې حال کې چې د امنیتي ځواکونو عملیات زیات شوي دي. د افغان ملي اردو ځواکونه په تعرضي موقف کې دي. زمونږ پلان دا دی چې له یوې ورځې څخه بلې ته لا ډېرو سیمو ته خپل کنټرول وغزوو.»‌

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش د دغې غونډې له ترسره کېدلو څخه وروسته سلام ټایمز ته وویل، «زه د کندهار له اوسېدونکو څخه غواړم چې له پخوا څخه زیات له خپلو امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي، څو افغانستان ته سوله او ثبات راوړي،»

هغه وویل،«له امنیتي ځواکونو سره د خلکو ملاتړ په ټول افغانستان کې زیات شوی دی. دغه ډول ملاتړ د ترهګرو پر ضد د امنیتي ځواکونو مورال او انګېزه پیاوړي کړي دي،»

د هرات عالمانو د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د بریالیتوب لپاره دعا وکړه

په هرات ولایت کې، یو شمېر قومي مشران، دیني عالمان او اوسېدونکي د ډسمبر په ۲۱ مه د ۲۰۷ ظفر قول اردو په مرکز کې راټول شول چې له امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ څرګند کړي.

د هرات یوه دیني عالم مولوي سیداحمد سلام ټایمز ته وویل، «د امنیتي ځواکونو پر ضد د طالبانو جګړه غیرمشروع ده، او د دې ډلې عملونه د اسلام دین سره هېڅ ارتباط نه لري،»

هغه وویل، «د هرات په ډېرو سیمو کې موجود امنیت او ارامي د عسکرو د شپې ورځې سخت کار او زحمت نتیجه ده. مونږ، عالمان، په هېواد کې سوله او امنیت غواړو، او د خپلو امنیتي ځواکونو د بریالیتوب لپاره دعا کوو.»

د هرات ولایت یوه قومي مشر عبد القادر وویل، «مونږ د خپلو عسکرو له فعالیتونو سره خوشحال یو،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې هر ځای کې سوله او امنیت دی. پر عکس یې، هر چېرې چې طالبان موجود دي، هلته ظلم، وژنه او وحشت موجود دي. مونږ د امنیتي ځواکونو، چې هغوی هر چېرې دي، ملاتړ کوو.»

د خلکو ملاتړ د عسکرو مورال لوړوي

د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان جنرال محمد ناصر هدایت غونډې ته د خبرو کولو پر وخت وویل، «په دې ټول کال کې، د هېواد په لویدیځو ولایتونو کې د ترهګرو ډلو پر ضد لسګونه پوځي عملیات ترسره شوي دي،»

هغه وویل، «په نتیجه کې، ۱۲۳۹ تنه یاغیان وژل شوي او ۱۰۷۵ نور ټپیان شوي دي. سربېره پر دې، د طالبانو ۷۸۲ د سړک د غاړې ماینونه کشف او شنډ شوي دي، په داسې حال کې چې د هغوی لسګونه مرکزونه او درې د چاودېدونکو توکو ذخیرې ویجاړ کړای شوي دي.»

هدایت وویل، «له امنیتي ځواکونو سره د خلکو ملاتړ له دغو ځواکونو سره د ځوانانو د یو ځای کېدلو علاقه مندي زیاته کړې ده. سږکال، یوازې له ملي اردو سره ۱۵۰۰ ځوانان یوځای شوي دي.»

هغه وویل، «امنیتي ځواکونه د افغانانو په خوندي کولو او د ترهګریزو پېښو په مخنیوي کې هېڅ هڅې نه سپموي. زمونږ د هڅو او د خلکو د ملاتړ له برکته په هرات ولایت کې طالبان مات کړای شوي دي.»

رادمنش په ۲۰۷ ظفر قول اردو کې د خبرو کولو پر وخت وویل، «په لویدیځ زون کې د ترهګرو د مرکزونو پر ضد هوایي بریدونه زیات شوي دي،» هغه په کندهار او هرات کې په دواړو غونډو کې برخه واخیسته.

هغه د نومبر په ۲۲ مه ترسره شوي یوه برید ته په اشارې سره وویل، «په هرات ولایت کې د طالبانو د خیالي والي مرستیال ملا عبدالصمد د یادې ډلې له ۳۶ قوماندانانو سره یوځای د هېواد د هوایي ځواک له خوا په ترسره شويو هوایي بریدونو کې ووژل شو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500