اقتصاد

افغانستان د ممیز پاکۍ مروجې خونې بیا رغوي

ای اېف پي

افغان بزګر عبدالجلیل ګلزار له خښتو جوړه یوه کوچنۍ خونه کې، چې هلته د هغه د کورنۍ له نسلونو راهیسې د خپلو انګورو حاصلات وچ کړي دي، د ممیزو د یوې ډېرۍ تر څنګ د پښو په سر ناست دی.‌ دغه ډول دودیزې خونې له ډېر وخت راهیسې د دې مېوې د راځوړندولو او وچولو لپاره کارول کیږي، خو اوس چې افغانستان په دې لټه کې دی چې خپلو حاصلاتو ته وده ورکړي نو پروسیجرونه یې هم اصلاح کوي.‌ [راتب نوري/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي/] [ویډیو عکس/وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

ده سبز ولسوالي -- افغان بزګر عبدالجلیل ګلزار له خښتو جوړه یوه کوچنۍ خونه کې، چې هلته د هغه کورنۍ له نسلونو راهیسې د خپلو انګورو حاصلات وچ کړي دي، دممیزو د یوې ډېرۍ تر څنګ د پښو په سر ناست دی.‌

دغه ډول دودیزې خونې له ډېر وخت راهیسې د دې مېوې د راځوړندولو او وچولو لپاره کارول کیږي، خو اوس چې افغانستان په دې لټه کې دی چې خپلو حاصلاتو ته وده ورکړي نو پروسیجرونه یې هم اصلاح کوي.‌

افغانستان یو وخت د نړۍ د ممیزو د مارکېټ ۱۰٪ ممیز برابرول، خو د خواوشا څلورو لسیزو جګړې دغه شمېر یوازې ۲ - ۳٪ ته راښکته کړ.

د کرنې سکټور د افغانستان د اقتصاد اصلي چلوونکی او تر ټولو لوی استخداموونکی دی.‌

یو افغان بزګر د اکتوبر په ۵ مه د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د وچولو په یوه خونه کې ممیز ګوري. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

یو افغان بزګر د اکتوبر په ۵ مه د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د وچولو په یوه خونه کې ممیز ګوري. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

یوه افغانه د اکتوبر په ۲۲ مه د کابل په لمنو کې د ممیزو په یوه فابریکه کې کار کوي.‌ افغان حکومت د ممیزو د کرلو او صادرولو عصري کول حمایه کوي. [شاه مراعي/ای اېف پي]‌

یوه افغانه د اکتوبر په ۲۲ مه د کابل په لمنو کې د ممیزو په یوه فابریکه کې کار کوي.‌ افغان حکومت د ممیزو د کرلو او صادرولو عصري کول حمایه کوي. [شاه مراعي/ای اېف پي]‌

یو افغان بزګر د اکتوبر په ۵ مه د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د وچولو په یوه خونه کې یو موټی ممیز ښیي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

یو افغان بزګر د اکتوبر په ۵ مه د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د وچولو په یوه خونه کې یو موټی ممیز ښیي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

یو افغان بزګر او د سیمې اوسېدونکي د اکتوبر په ۵ مه د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې یوې نوې جوړې شوې خونې ته، چې د ممیزو د وچولو لپاره کارول کیږي، ورننوځي.‌ د ممیزو وچولو نوې خونې له خښتو څخه جوړې شوي او سمنټي فرش لري. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

یو افغان بزګر د اکتوبر په ۵ مه د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د انګورتاکونو پالنه کوي. افغان بزګران د انګورو خواوشا ۱۰۰ ډولونه کري. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو افغان بزګر د اکتوبر په ۵ مه د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د انګورتاکونو پالنه کوي. افغان بزګران د انګورو خواوشا ۱۰۰ ډولونه کري. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغانانې د اکتوبر په ۲۲مه د کابل په لمنو کې د ممیزو په یوه فابریکه کې کار کوي. [شاه مراعي/ای اېف پي]‌

افغانانې د اکتوبر په ۲۲مه د کابل په لمنو کې د ممیزو په یوه فابریکه کې کار کوي. [شاه مراعي/ای اېف پي]‌

افغانانې د ۲۰۱۷ د اکتوبر په ۲۲ مه د کابل په لمنو کې د ممیزو په یوه فابریکه کې ممیز سورت کوي. [شاه مراعي/ای اېف پي]‌

افغانانې د ۲۰۱۷ د اکتوبر په ۲۲ مه د کابل په لمنو کې د ممیزو په یوه فابریکه کې ممیز سورت کوي. [شاه مراعي/ای اېف پي]‌

یو افغان بزګر د تېر اکتوبر په ۵ مه د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د وچولو په یوه خونه کې انګور ګوري. افغانان له ډېرو وختونو راهیسې مروجې د ممیزو خونې د دې لپاره کاروي چې د انګورو وښکالي په کې په لرګیو د راځوړندولو له لارې وچ کړي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

د حاصلاتو او عوایدو د زیاتولو په یوه هڅه کې، د کرنې وزارت او مرستندویې ادارې د ممیزپاکۍ نوې او عصري خونې تمویلوي.

ګلزار د ممیز وچولو په ساده خونه کې، چې د هغه پلار له کابل سره نژدې په ده سبز ولسوالۍ کې جوړه کړې وه، ای اېف پي ته وویل، «د ممیزو نوې خونه ډېر زیات ظرفیت او یو واحد هدف لري (چې انګور په کې وچ کړای شي)،»

حاجي ملک ضابط یو له هغو بزګرانو څخه دی چې د افغانستان له پلازمېنې سره نژدې د ممیزو له یوې نوې خونې څخه، چې له خښتو جوړه شوې ده، ګټه اخلي.‌ په دې خونه کې چې سمنټي فرش لري د فلزي سیخانو منظم کتارونه لګېدلي چې انګور په کې په باغ کې د تاکونو په څېر را ځوړند دي.

په افغانستان کې د انګورو خواوشا ۱۰۰ ډولونه موجود دي

افغانستان د انګورو د خواوشا ۱۰۰ ډولونو د لرلو ویاړ لري چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې موجود دي او په ولسي شاعرۍ، د کوچنیانو کیسو او متلونو کې ستایل شوي دي.

د واین جوړولو د صنعت په نه موجودیت کې، چې ممنوع ګرځول شوي، ډېر بزګران خپل انګور په ممیزو بدلوي، چې په اسانۍ سره ساتل کیږي او ښه ګټه کوي.

تازه انګور په اوسط ډول من په ۳۰۰ افغانۍ خرڅېږي، په داسې حال کې چې د ممیزو یوازې یو کیلو له ۳۰۰ افغانیو (خواوشا ۴.۴۰ ډالره) څخه ډېرې کوي.

خو، بزګران کولی شي چې اکثر وختونه د اپین په شمول، چې د طالبانو د یاغیتوب د ژوند وینه جوړوي، له نامشروع نشه ییزو توکو څخه ډېرې پیسې لاسته ور وړي.

د ملګرو ملتونو یوه وروستي راپور وښودله چې د افغانستان د کرنیزې ځمکې هغه برخه، چې کوکنار پرې کرل کیږي، د ریکارډ‌ په کچه ډېره شوې، او په دې تاکید کوي چې بزګران ته بریالی بدیل په لاس ورکړل شي.

د حاصل او کیفیت د لوړولو لپاره له ټکنالوجۍ څخه استفاده

د حکومت له خوا د ورکول شویو ارقامو په اساس، افغانستان تېر کال خواوشا ۹۰۰۰۰۰ ټنه انګور تولید کړل، خو یوازې یوه برخه -- ۱۱۱۰۰۰ ټنه تازه انګور او ۱۵۰۰۰ ټنه ممیز یې صادر کړل.

د سړو خونو د اسانتیاو نشتوالی او په ماوراءالنهر بازارونو کې د وارداتو سخت شرایط د دې لامل شوي چې د افغانستان د انګورو ډېر حاصلات د پخېدلو پر وخت په محلي بازارونو کې خرڅ شي، چې د اشباع او د قېمتونو د راټیټېدلو سبب ګرځي.‌

د کرنې وزارت کې د باغدارۍ د ادارې منتظم عبدالصمد کاموي وویل، «په اصل کې، د ممیزو دا نوې خونې درې تاثیرونه لري:‌ هغوی تازه انګور له بازار څخه وباسي او د پروسې او تولید کیفیت ته وده ورکوي، او قېمتونه حمایه کوي،»

خو سره له اصلاحاتو، د افغانستان د کرنې او پروسیس ابتدایي میتودونه د دې سبب کیږي چې له پاکستان، هندوستان، متحده عرب اماراتو او روسیې څخه اخوا د صادراتو مارکېټونو ته لاسرسی ورته سخت کړي.‌

یوه غربي واردوونکي ای اېف پي ته وویل، «افغانان، د هغوی له پوهې سره سره، لا هم له سختۍ سره مخامخ دي چې اروپایي معیارونه، چې ورځ تر بلې سختېږي،‌ پوره کړي،»

ځینې کمپنۍ د خپلو ممیزو د کیفیت د لوړولو لپاره د لوړې کچې ټکنالوجي کاروي.

تبسم، چې یوه لویه صادروونکې ده،‌ په کابل کې دوه داسې تولیداتي فابریکې لري چې په داسې اېکسری ماشینونو او فلزي ډیټیکټرونو سمبال دي چې دا ډاډمنوي چې یوازې تر ټولو ښه ممیز په پاکټونو کې بند او خارج ته ولېږل شي.‌

له زړو طریقو څخه استفاده کول

له خښتو او سمنټو څخه جوړو نویو د ممیزو خونو کې د وچولو پروسه چټکه او پاکه ده، خو ګلزار په کلکه نیت لري چې خپله خاورینه د ممیزو خونه، چې کورنۍ یې اکثر وختونه د اوړي په میاشتو کې هلته اوسېږي، وساتي.‌

هغه په داسې حال کې چې په خیرن فرش چې خواوشا یې ترې واښه او د اوږې ګېډۍ پرتې وې، وویل، «دا خونې یخې دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500