امنیت

د هلمند ولایت زرګونو اوسېدونکیو د سولې لپاره غږ پورته کړ

د صفت الله زاهدي راپور

د هلمند ولایت له بېلابېلو برخو څخه خواوشا ۴۰۰۰ سړي او ښځې د ډسمبر په ۲۸ مه په لښکرګاه کې سره راټول شول او په جمع یې د سولې غوښتنه وکړه. [صفت الله زاهدي]

لښکرګاه -- د هلمند ولایت له بېلابېلو برخو څخه خواوشا ۴۰۰۰ سړي او ښځې تېره میاشت په لښکرګاه کې سره راټول شول او په جمع یې د سولې غوښتنه وکړه.

د هلمند والي حیات الله حیات د ډسمبر د ۲۸مې په غونډه کې د خبرو کولو پر وخت وویل، «سوله د ملت ټولې غوښتنې پوره کوي، او افغان حکومت تل د سولې دروازې پرانستې ساتلي دي، خو له بده مرغه چې د هېواد خارجي او داخلي دښمنانو د حکومت دغه غږ ته هرکلی نه دی ویلی او د هغه درناوی یې نه دی کړی،»

هغه وویل، «ځینې ګاونډیو هېوادونو په دې برخه کې خپل مسؤلیت نه دی ترسره کړی، خو ملت لا هم سولې ته هیله مند دی. زمونږ هڅې به مېوه ورکړي، او سوله به راشي.»

هغه د ولایت له اوسېدونکیو څخه د هغوی د دوامدار ملاتړ له امله مننه وکړه.‌

د هلمند ولایت خواوشا ۴۰۰۰ اوسېدونکي د ډسمبر په ۲۸مه په لښکرګاه کې سره راټول شول چې د دوامدارې سولې په هکله خپله هیله څرګنده کړي. [صفت الله زاهدي]

د هلمند ولایت خواوشا ۴۰۰۰ اوسېدونکي د ډسمبر په ۲۸مه په لښکرګاه کې سره راټول شول چې د دوامدارې سولې په هکله خپله هیله څرګنده کړي. [صفت الله زاهدي]

د سولې لپاره قربانۍ

د هلمند د سولې د ولایتي شورا رییس غلام محمد اسحاقزي وویل، سوله یو اسلامي او افغاني ارزښت دی او د ټولنې پر ټولو غړو لازمه ده چې د هغې لپاره کار وکړي.‌

نوموړي په غونډه کې د خبرو کولو پر وخت وویل، «د سولې ولایتي شورا هڅه کوي چې د حکومت او د اورپکو تر منځ د اعتماد داسې یوه فضا جوړه کړي چې دا ستر هدف ترسره کړي،»

هغه وویل،‌ «خلک له خپل حکومت سره په هره برخه کې ملاتړ کوي،‌ او هغوی دې ته تیار دي چې د سولې لپاره هر ډول قربانۍ ورکړي،»

د هلمند ولایت یوه دیني عالم مولوي موسوي په غونډه کې وویل، دیني عالمان کولی شي چې د سولې په راوستلو کې یو مهم رول ولوبوي او په کار دی چې هغوی د ولایت د حج او اوقافو ریاست سره یوځای کار وکړي چې خپلې هڅې پراخې کړي.

هغه وویل، «مونږ هېڅکله نه غواړو چې جنګ وکړو،‌ او طالبان هم له جګړې څخه ستړي شوي دي.‌له طالبانو سره خبرې اترې کول به د سولې په لور دروازه پرانیزي، او طالبان هم غواړي چې د سولې بهیر سره یوځای شي.»‌

د هلمند د قومي شورا یوه استازي متقاعد برید جنرال فقیر عسکر وویل، باید هڅې وشي چې هېواد ته د سولې په راوستلو کې قومي مشران شامل کړای شي.‌

هغه وویل،‌«په هلمند کې هر کور د جګړې درد لیدلی،او د دغه ولایت هره سیمه د جګړې لمبو سوزولې ده،‌ له دې امله،‌ مونږ له بل هر څه څخه ډېر سولې ته ضرورت لرو،»

هغه وویل، «اوس، په کار دی چې له هغو کسانو سره، چې له افغان حکومت څخه خفه دي او اوس هم جنګ کوي، خبرې وشي.‌ مونږ باید پر هغوی زور راوړو چې د سولې بهیر سره یوځای شي.»

د دوامدارې سولې په لور پرمختګ

د سولې د عالي شورا منشي او د ولسمشرغني سلاکار اکرم خپلواک وویل، افغان حکومت او د افغانستان د سولې عالي شورا «د پایښت لرونکې او ریښتنې سولې» په لور «د پام وړ پرمختګ» کړی دی.‌

هغه په غونډه کې وویل، «جګړه د هلمند پر خلکو تپل شوې ده،»‌

هغه وویل، «دلته، د ترهګرو تر څنګ، ځینې داسې داخلي او خارجي افراد شته چې له جګړې څخه ګټه اخلي. هغوی باید په دې پوه شي چې د هغوی دوره پای ته رسېدلې او دا چې، حکومت به د ولس په ملاتړ دغو ټولو بدمرغیو ته د پای ټکی کیږدي.»‌

خپلواک وویل، «که اورپکي سوله غواړي، مونږ دې ته تیار یو چې د هلمند له هرې ولسوالۍ او سیمې څخه له هغوی سره خبرې پیل کړو،»

هغه وویل، «که اورپکي د اسلام په نامه جګړه کوي،‌ حکومت په بشپړ ډول دې ته تیار دی چې دیني عالمان د منځګړو په توګه وټاکي، او که هغوی د خاورې لپاره جګړه کوي، مونږ قومي مشران لرو چې کولی شي په دې برخه کې منځګړتوب وکړي،»

هغه وویل، «مونږ له یاغیانو څخه غواړو چې جګړه پای ته ورسوي او ځانونه د سولې د خبرو لپاره تیار کړي څو بدمرغۍ پای ته ورسېږي او د پایښت وړ سوله منځته راشي.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه همیشه ستاسو راپورونه ګورم اوعاجل خبرونه مو له خلکو سره شریکوم.

ځواب ورکړئ