ديپلوماسي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په کابل کې له افغان مشرانو سره وکتل

ای اېف پي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا استازو، چې د متحده ایالاتو سفیره نیکي هیلي هم په کې وه، له جنګ ځپلي هېواد افغانستان څخه د درې ورځنۍ کتنې په ترڅ کې، چې د ۲۰۱۸ د جنورۍ په ۱۵مه پای ته ورسېدې، له جیګپوړو افغان مشرانو سره خبرې وکړې.

کابل -- د ملګرو ملتونو د امنیت شورا استازو له جنګ ځپلي هېواد افغانستان څخه د درې ورځنۍ کتنې په ترڅ کې، چې د دوشنبې په ورځ د ۲۰۱۸ د جنورۍ په ۱۵مه پای ته ورسېدې، له جیګپوړو افغان مشرانو سره خبرې وکړې.

دا له ۲۰۱۰ کال راهیسې د ټولې شورا لومړنۍ کتنه وه. په وروستیو کې یو شمېر لوړپوړو چارواکو له افغانستان څخه لیدنې وکړې، چې په دې لړ کې د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال مایک پېنس هم تېره میاشت دغه هېواد ته لاړ.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) نیویارک ته د یاد هیئت له راستنېدلو څخه وروسته په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې دغه خبرې په افغانستان کې د سیاسي، امنیتي، ټولنیز-اقتصادي او د بشري حقونو په مسایلو متمرکزې وې.‌

یوناما وویل، «د شورا د غړو هدف دا وو چې د افغانستان د ملي وحدت د حکومت له خوا د یو شمېر پراخو مرتبطو ننګونو د حل کولو په برخه کې د هغه ترسره شوي پرمختګ په هکله، چې د نړیوالې ټولنې په مرسته شوی دی، لومړی لاس معلومات ترلاسه کړي او وپوهېږي چې د امنیت شورا څنګه کولی شي چې په ساحه کې نوره مرسته وکړي،»

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا استازي د ۲۰۱۸ د جنورۍ په ۱۵مه په کابل کې له افغانستان څخه د یوې درې ورځنۍ کتنې څخه وروسته د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دي. [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا اخیستل شوی عکس]

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا استازي د ۲۰۱۸ د جنورۍ په ۱۵مه په کابل کې له افغانستان څخه د یوې درې ورځنۍ کتنې څخه وروسته د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دي. [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا اخیستل شوی عکس]

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا استازي د ۲۰۱۸ د جنورۍ په ۱۵مه په کابل کې له افغان مشرانو سره ګوري. [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا اخیستل شوی عکس]

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا استازي د ۲۰۱۸ د جنورۍ په ۱۵مه په کابل کې له افغان مشرانو سره ګوري. [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا اخیستل شوی عکس]

د نورو شیانو تر منځ «ټولو اړخونو د دې اړتیا په هکله ټینګار وکړ چې د امنیت په برخه کې دې نړیواله او سیمه ییزه همکاري زیاته شي».‌

یوه 'ګټوره' کتنه

د افغان ولسمشر اشرف غني له دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې نوموړي دغه خبرې «ګټورې» بللي دي.‌

په خبرپاڼه کې راغلي، «په کتنه کې د سیمه ییزې همکارۍ په هکله خبرې اترې وشوې او دا یادونه وشوه چې په پاکستان باندې باید د دې لپاره فشار زیات شي چې په افغانستان کې ثبات راشي،»

په پاکستان باندې تور دی چې د طالبانو په شمول د اورپکو بېلابېلو ډلو سره ملاتړ کوي، او هغوی ته خوندي پټنځایونه ورکوي -- او دا هغه تورونه دي چې اسلام اباد ترې انکار کوي.‌

د امنیت شورا هم په افغانستان باندې تاکید وکړ چې دا ډاډمنه کړي چې د ولسي جرګې او ولسمشرۍ انتخابات، چې د مهالوېش له مخې باید سږکال او په راتلونکي کال کې ترسره شي، «پر وخت» او «معتبر» ترسره کړي.‌

په پام کې ده چې افغانان د جولای په میاشت کې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې، چې وار دمخه دوه کاله ځنډېدلي دي، رایې ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا استازي باید یوازې د نظریاتو په تبادله بسنه ونه کړي بلکې د پاکستان پر ضد باید عملي ګامونه واخلي او د ترهګرو د ساتنې او پالنې له امله پرې بندیزونه ولګوي. پاکستان په سیمه او نړۍ کې د سرطان د دانې حیثیت لري چې له یوې خوا په خپلو منافقانه کارونو باندې اسلام بدناموي او بلې خوا ته ترې د نړۍ ډېره برخه د ترهګرۍ د صدور له امله د مرګ د اور په تبۍ ناسته ده.

ځواب ورکړئ