تکنالوژي

په افغانستان کې مخ پر ودې برېښنایي حکومتولۍ اداري فساد کم کړی او خدمتونه چټک کړي دي

د سلیمان راپور

د کابل ښاروالۍ کارمندان د ډسمبر په ۳ مه د کابل ښار په یوه نقشه کار کوي. [سلیمان]

د کابل ښاروالۍ کارمندان د ډسمبر په ۳ مه د کابل ښار په یوه نقشه کار کوي. [سلیمان]

کابل -- د افغانستان حکومت په مخ پر ودې ډول له داسې ټکنالوجۍ څخه کار اخلي چې اداري پروسیجرونه اسانوي او اداري فساد راکموي.‌

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزارت یوه ویاند نجیب ننګیال وویل، «په تېرو درې کلونو کې په حکومتي ادارو کې له الیکټرانیک ټکنالوجۍ څخه کار اخیستنه زیاته شوې ده،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «یو شمېر وزارتونه او ادارې په الیکټرانیک سیستمونو سمبال شوي او مونږ پلان لرو چې په ټولو حکومتي ادارو کې عامه خدمتونه کمپیوټري کړو،»

هغه وویل،‌ د ټولو وزارتونو د بشري منابعو معلوماتي سیستم،‌ د کارمندانو د حاضرۍ سیستم، د مالیې وزارت د عوایدو راټولونې سیستم، د مالیاتو د تادیې سیستم، بانکي چارې، د عامه ادارې اکثر مراسلات او په الیکټرونیک توګه د پاسپورټونو وېش په هغو سیستمونو کې شامل دي چې کمپیوټرایزډ شوي دي.

د کابل ښاروالۍ یو کارمند د ډسمبر په ۳ مه یو داسې د وخت ساعت استعمالوي چې د ګوتو د نښو په شمول بایومیټریک معلومات ثبتوي.‌ [سلیمان]

د کابل ښاروالۍ یو کارمند د ډسمبر په ۳ مه یو داسې د وخت ساعت استعمالوي چې د ګوتو د نښو په شمول بایومیټریک معلومات ثبتوي.‌ [سلیمان]

ننګیال وویل، «د برېښنایي حکومتولۍ (e-governance) یوه بله ځانګړتیا، یعنې د کار،‌ ټولنیزو چارو،‌ شهیدانو او معیوبینو د وزارت د کارمندانو د تنخاګانو تادیات د موبایل فونونو له لارې د اېم مني خدمت په طریقه ترسره کیږي. راتلونکی ګام دا دی چې د ښوونکیو،‌ او همدارنګه د افغان ملي پولیس او افغان محلي پولیس ځواکونو تنخاګانې به هم د دې سیستم له لارې تادیه شي.»

د برېښنایي حکومتولۍ ګټې

برخه وال وایي، چې په عصري برېښنایي حکومتولۍ باندې د دودیزو او متروک سیستمونو اړول ډېر امتیازات او ګټې لري.‌

ننګیال وویل، «په ادارو کې له الیکټرونیک سیستمونو څخه استفادې اداري پروسیجونه اسان کړي،‌ د خدمتونو ترسره کول یې چټک کړي، هېوادوالو ته د وړاندې کېدونکیو خدمتونو کیفیت او پر وخت ترسره کېدلو ته یې وده ورکړې، او په نورو سربېره، د بیوروکراسۍ او اداري فساد د کمېدا سبب ګرځېدلي دي،»

د کار،‌ ټولنیزو چارو،‌ شهیدانو او معیوبینو د وزارت یوه کارمند احمد فردوس سلام ټایمز ته وویل، «پخوا، د حکومتي کارمندانو معلومات او مشخصات په یوه کاغذ لیکل کېدل،»

هغه وویل، «کله به چې مونږ غوښتل، چې د یوه کارمند په هکله معلومات راوباسو،‌ مونږ به اړ وو چې زرګونه پاڼې ولټوو چې د هغه په هکله معلومات پیدا کړو، او دا یوه داسې پروسه وه چې ساعتونه او ان ورځې وخت به یې نیوه،»‌

«خو،‌ په حکومتي ادارو کې د بشري منابعو لپاره د الیکټرونیک معلوماتي سیستم په ځای پرځای کېدلو سره، مونږ کولی شو چې یوازې په یو څو ثانیو کې د سلګونو کارمندانو د ټولو چارو په هکله معلومات ترلاسه کړو.»

د اداري فساد پر ضد مبارزه

همدارنګه، برېښنایي حکومتولۍ ته په حکومتي دوایرو کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د یوې وسیلې په سترګه کتل کیږي.

په کابل کې یوه څېړونکي، چې د حکومت په اداري فساد تمرکز کوي، سلام ټایمز ته وویل، «پخوا، په حکومتي دوایرو کې د خدمت وړاندې کولو سیستم دودیز وو او د اداري فساد سبب کېده،»

هغه وویل، «پخوا، کله به چې یو هېوادوال یوې حکومتي ادارې ته تللو چې کار یې ترسره شي، هغه به د خپلې عریضې د لاسلیک کېدا لپاره د رشوت له ورکولو څخه پرته بله لاره نه لرله، خو د عامه خدمتونو په کمپیوټرایزډ کېدلو سره به بیوروکراسي ورکه او د اداري فساد لمنه ټوله شي.»

سروري وویل، «د اداري فساد د مخنیوي یوازنۍ لاره دا ده چې چټک خدمتونه وړاندې، د حکومت په اجرأتو کې شفافیت رامنځته، او په ټولو عامه دوایرو کې الیکټرونیک حکومتولي تطبیق کړای شي. په عین وخت کې،د ټولو پوهو، مسلکی افرادو لپاره به نورې وظیفې هم رامنځته شي

په کابل کې د کاروان پوهنتون یوه ۲۳ کلن محصل فیصل جویان سلام ټایمز ته وویل،‌ «د اداري فساد او رشوت په مخنیوي سربېره، په حکومتي دوایرو کې د سیستمونو کمپیوټري کول به دا معنی ولري چې د هېوادوالو غوښتنې به په وخت سره ځواب شي. سربېره پر دې، هغه د حکومتي کارمندانو او اتباعو وخت سپموي.»

د مزارشریف یوه اوسېدونکي رمضان سخي زاده، چې ۳۱ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «د حکومتي سیستمونو د ډیجیټل کولو او کمپیوټري کولو له ګټو څخه یوه دا ده چې جعلکاري به له منځه وېوړل شي،»‌

هغه وویل، «پخوا، زمونږ د ګاونډیو هېوادونو اتباعو کولی شوای چې د جعلي اسنادو په ترلاسه کولو سره په اسانۍ زمونږ د هېواد له لارې سفر وکړي او تر دې چې کولی یې شوای چې ترهګریز فعالیتونه ترسره کړي، خو د کمپیوټري تذکرو او پاسپورټونو په وېش سره به دا ستونزه له منځه وېوړل شي.»

افغانان له کاري فرصتونو سره نښلول

د برېښنایي حکومتولۍ ګټې کېدای شي هغه افغانان په خپلو سترګو وویني چې په آنلاین ډول وظیفې لټوي.‌

د کار،‌ ټولنیزو چارو،‌ شهیدانو او معیوبینو د وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزي وویل، «د برېښنایي حکومتولۍ بل پلان د (اسانه وظیفه) پروژې تطبیق دی،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د کار وزارت به ژر هېوادوالو ته د استخدام آنلاین خدمتونه برابر کړي. د دې پروژې له لارې، له ټول هېواد څخه افغانان کولی شي چې د وظیفو د عریضې فورمې ډکې کړي. هغوی به خپل ټول کوایف، لکه د هغوی اکاډمیکې ډګریانې، تخصص او تجربې د عریضې په فورمه کې درج کړي.»‌

هغه وویل، «دا فورمې د وزارت په ډېټابېس کې راجسټر کیږي. مونږ له ټولو حکومتي او خصوصي ادارو سره یو د پوهاوي یادښت لاسلیک کړی دی، چې د هغه په اساس به مونږ هرې حکومتي یا خصوصي ادارې ته چې هغوی ته ضرورت لري زمونږ د اسانه وظیفه پروژې له لارې هغوی ور وړاندې کړو.»

احمدزي وویل، «پخوا، مونږ د کار د جواز د صدور په برخو کې له ډېرو اندېښنو،‌ او په ځانګړې توګه د اداري فساد او رشوت له ستونزو سره مخامخ وو، خو د برېښنایي حکومتولۍ خدمتونو د کار د جواز صدور د افغان او خارجي اتباعو دواړو لپاره په آنلاین ډول برابر کړ.»

هغه وویل، «هرکله چې خلک غواړي چې د کار جواز ترلاسه کړي،‌ هغوی کولی شی چې په آنلاین ډول یوه فورمه ډکه کړي، او کله چې هغوی وزارت ته راځي، غوښتل شوی جواز به تیار وي او هغوی ته به په لاس ورکړل شي. په دې توګه به د اداري فساد فرصتونه له منځه وېوړل شي.»‌

اسانه وظیفه د افغان حکومت د اسان خدمت د وېب سایټ او خدمت د مرکزونو برخه ده.‌

د خدمت د مرکزونو هدف دا دی چې ګڼ شمېر عامه خدمتونو ته په «یوه ځای» برابر کړي او یو شمېر وزارتونه او ادارې تر یوه واحد چت لاندې راولي.

د کابل ښاروالۍ ګټې ترلاسه کوي

ځایي حکومتي ادارې د برېښنایي حکومتولۍ له سیستمونو څخه ګټه اخلي.

د ښاروالۍ ویاند جلیل سلطاني وویل، «په کابل ښاروالۍ کې اته اداري جریانونه کمپیوټرایزډ شوي دي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د دغو جریانونو له ډلې څخه ځینې، چې د ودانیو د جواز سیستم هم په کې شامل دی، پخوا په ښاروالۍ کې د یوه بیوروکراتیک فساد سبب شوي ول. د دې نوي سیستم په معرفي کېدلو سره، اداري فساد کم شوی په داسې حال کې چې د عامه خدمت چټکتیا زیاته شوې ده.»

هغه وویل، «مونږ پلان لرو چې د موټروانانو د لایسنسونو، د موټروانانو د جوازونو او د ترافیکي سرغړونو د ټکټونو په څېر اسناد کمپیوټري کړو. سربېره پر دې، مونږ د عامه ډېټابېس په خدمتونو کې د ملکیت د راجسټر کولو پروسې کمپیوټري کړي، او تر اوسه پورې ۲۰۰۰۰۰ ملکیتونه راجسټر شوي دي.»

سلطاني وویل، «د کارمندانو د حاضرۍ پاڼې، چې پخوا د کاغذ پر پاڼو کېدلې، اوس په الیکټرونیک او بایومتریک ډول کیږي،»

همدارنګه، د کابل ښاروالي په دې کار کوي چې د کوڅو د نومونو او د ودانیو د نمبرونو په کارولو سره د ښار نقشه جوړه کړي.‌

سلطاني زیاته کړه، «تر اوسه پورې، د کابل [ښار] په ۷ ناحیو کې کورونو او کوڅو ته نمبرونه ورکړل شوي دي او نورو ناحیو او سیمو ته نمبرونه ورکول روان دي. کله چې هغه بشپړ شي،‌ د کابل اوسېدونکي به وکولی شي چې د سمارټ فونونو، ګوګل نقشو او د جي پي اېس په کارولو سره ادرسونه په اسانۍ سره پیدا کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډېر ښه او ګټور معلومات وو. لکه څنګه چې مونږ ټول پوهېږو، د افغانستان اداري نظام یو زوړ نظام وو چې تر څه وخت مخکې پورې ډېره بیوروکراسي او اداري فساد په کې وو. که د زاړه سیستم پرځای نوی الیکترونیک سیستم راشي، دا ښکاره خبره ده چې د ډېرو ستونزو لکه د وخت د ضیاع، اضافي لګښتونو، بیوروکراسیو، رشوت، او په لسګونو نورو اداري فسادونو مخه به ونیسي، او دا به په هیواد کې دننه او بهر اتباعو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

ځواب ورکړئ

عالي او ښکلی.

ځواب ورکړئ

هغه ښه وو، خو وړاندې شوي معلومات ډېر ابتدایي وو او داسې احصایې یا شمېرې په کې نه وې چې وښیي چې حکومت له داسې اسانتیاوو څخه تر کوم حده پورې استفاده کړې ده.

ځواب ورکړئ