تروريزم

طالبان د کابل پر هوټل په وحشیانه برید پسې وروسته 'د بشریت دښمنان' وبلل شول

سلام ټایمز

وسله والو په کابل کې پر یوه پرتمین هوټل برید وکړ او لږ تر لږه ۱۸کسان یې ووژل، چې ډېر یې بهرنیان ول. دغه ډله ییزه وژنه له افغان ځواکونو سره، چې ناروېژي عسکرو یې ملاتړ کاوه، د ۱۲ساعته جګړې سبب شوه، او وېرېدلي مېلمانه یې وهڅول چې وتښتي. [راتب نوري/ ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]‌

کابل -- وروسته له هغه چې د طالبانو د ډلې شپږو غړو د شنبې له شپې نه په کابل انټرکانټیننټل هوټل کې یوه ۱۲ ساعته اوږده وژنه پيل کړه، لږ تر لږه ۱۹ کسان یې ووژل او د دغې شپږ منزله ودانۍ یو شمېر برخو ته یې اور ورته کړ، د دغې ډلې غندنه پیل شوه.

چارواکو وویل، چې دغه برید د یکشنبې په ورځ /د جنورۍ ۲۱ مه/ د افغان ځواکونو له خوا، چې ناروېژي عسکرو یې مرسته کوله، د شپږو واړو بریدګرو په وژلو سره پای ته ورسېد.

طالبانو د ایمیل له لارې د برید مسؤلیت پرغاړه واخیست.

د هوټل وېرېدلي مېلمانه له بالکونونو سره د روجايي ګانو په تړلو سره راښکته شول، چې د وسله والو له وحشیانه برید څخه، چې د غونډۍ په سر پراته هوټل کې چې د کابل ښار ترې لاندې ښکاري، روان وو، وتښتي. تلوېزیوني صحنو ښودل چې له هوټل څخه د تورو لوګیو او لمبو څپې پورته کیږي.‌

یو افغان عسکر د جنورۍ په ۲۱ مه په کابل انټرکانټیننټل هوټل کې د ډزو په دوران کې په پیره ولاړ دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو افغان عسکر د جنورۍ په ۲۱ مه په کابل انټرکانټیننټل هوټل کې د ډزو په دوران کې په پیره ولاړ دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د انټرکانټیننټل هوټل یو ۲۰ کلن ټپي شوی کارمند حسیب الله پر هوټل د طالبانو له برید څخه وروسته د جنورۍ په ۲۲مه په کابل کې اېکسری سکن اخلي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د انټرکانټیننټل هوټل یو ۲۰ کلن ټپي شوی کارمند حسیب الله پر هوټل د طالبانو له برید څخه وروسته د جنورۍ په ۲۲مه په کابل کې اېکسری سکن اخلي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان عسکر د جنورۍ په ۲۱ مه له وسله والو سره د جګړې په دوران کې د کابل د انټرکانټیننټل هوټل پر بام ځای پرځای کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان عسکر د جنورۍ په ۲۱ مه له وسله والو سره د جګړې په دوران کې د کابل د انټرکانټیننټل هوټل پر بام ځای پرځای کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

ځانګړي ځواکونو د شپې پر وخت د دغې ودانۍ، چې په ۱۹۶۰مو کلونو کې جوړه شوې، پر بام له هیلیکوپترو څخه راښکته شول.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل چې د برید په هکله یوه څېړنه روانه ده.‌ په دې هکله بېلابېل ګومانونه کیږي چې اورپکو څنګه امنیت، چې یوې خصوصي کمپنۍ یې درې اونۍ وړاندې برابرول پیل کړي وو، مات کړ.

د مړو او ټپیانو شمېرل

د کورنیو چارو د وزارت یوه بل ویاند نجیب دانش د دوشنبې په ورځ سلام ټایمز ته وویل، لږ تر لږه ۱۴ تنه خارجیان او ۵ تنه افغانان وژل شوي او له ۱۶۰ تنو ډېر نور ژغورل شوي دي.

دانش تاکید وکړ، چې د طالبانو اړوندې حقاني شبکې د برید تر شا لاس درلود.

د روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح د دوشنبې په ورځ وویل، چې د کابل روغتونونو ته ۲۲ جسدونه ور وړل شوي دي. هغه وویل، «ځینې جسدونه سخت سوزېدلي او د ډي اېن ای ازموینو ته ضرورت لري،»

ځینې راپورونه وایي، چې له ۴۰ نه ډېر کسان ورک دي‌.‌

د دانش په وینا، په مړو کې د افغان هوایي کرښې کام ایر ۱۱ تنه کارمندان، چې ۷ یې اوکراینیان دي، شامل دي. د دغه شرکت عمومي رییس صمدعثمان صمدي تر دې مخکې ویلي وو چې د برید په ترڅ کې د هغوی ۴۲ تنه کارمندان په هوټل کې ول.‌

د بهرنیو چارو د وزارت یوه چارواکي ای اېف پي ته وویل، چې جیګپوړی افغان دپلومات عبدالله پویان وژل شوی دی.‌

دانش وویل، چې د افغانستان د سولې د عالي شورا یو غړی مفتي احمد فرزان، چې له اورپکو سره د روغې جوړې د هڅو مسؤل وو، هم وژل شوی دی.

'خارجیان ووژنئ'

چارواکو وویل، چې بریدګر د شنبې په شپه هوټل ته ننوتل، ډزې یې پیل کړې او لسګونه کسان یې یرغمل ونیول.

د افغان ټیلیکام سیمه ییز رئیس عزیز طیب، چې د هوټل په هغو لسګونو مېلمنو کې وو چې د آی ټي یوه کانفرانس ته راغلي ول، وویل چې هغه بریدګر د ورننوتلو پر وخت ولیدل.‌

هغه ای اېف پي ته وویل، «په یوه شېبه کې هر څه ګډوډ شول. زه د یوې پایې شاته پټ شوم، او ما ولیدل چې هغه خلک چې یوه ثانیه مخکې یې خوشحالي کوله چیغې وهي او د لېونیانو په څېر تښتي،‌ او ځینې یې چې په ګولیو لګېږي، لوېږي.»

د هوټل یوه کارمند وویل، هغه د برید له پیلېدلو څخه مخکې د هوټل په رسټورانټ کې دوه وسله وال سړي «چې مفشن کالي یې اغوستي ول» ولیدل.

دغه ۲۰ کلن کارمند، چې خپل نوم یې حسیب الله یاد کړ، په روغتون کې له خپل چپرکټ څخه ای اېف پي ته وویل، «د ماښام خواوشا ۸:۳۰ بجې وې... هغوی د هوټل په کونج کې ناست ول،‌ او هغوی سمدلاسه ګولۍ ورول پیل کړل،»

هغه منډه کړه د پنځم منزل یوې خونې ته یې ځان ورساوه او خونه یې ځان پسې کولپ کړه، خو هغه له تګ نه مخکې ولیدل چې «ډېر» جسدونه پر ځمکه پراته دي.‌

وسله وال سړي دروازه په دروازه ګرځېدل او هغه به یې «په تېرو چاقوګانو خلاصولې او هر کس به یې واژه». حسیب الله وویل، هغوی خارجیان لټول خو افغانان یې هم نه پرېښودل. هغه وویل، «هغوی ویل، 'خارجیان ووژنئ'،»‌

هغه ځان له یوې کړکۍ څخه وغورځاوه. نوموړي وویل، «زه پر داسې خلکو، چې په وینو کې پراته ول، ور ولوېدم... هغه یوه وېروونکې صحنه وه.»

هغه بې هوشه شوی وو او بیا په روغتون کې په داسې حال کې چې یوه پښه یې ماته وه او نور ټپونه پرې لګېدلي ول را په حال شو.

'د بشریت دښمن'

د طالبانو برید د افغانانو او نړیوالې ټولنې دواړو له خوا په پراخه کچه وغندل شو.

د ولسمشر غني له دفتر څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې هغه دغه برید وغانده او افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه -- په ځانګړې توګه د پولیسو ځانګړی یونټ -- یې د ډېرو تلفاتو د مخنیوي له امله وستایه.‌

په کابل کې مېشت یوه افغان دیني عالم محمد سالم حسني سلام ټایمز ته وویل، «په عامه ځایونو بریدونه کول او د بې ګناه خلکو وژل په هېڅ دین کې جایز نه دي.‌ هر څوک چې دغه ډول بریدونه ترسره کوي، هغه په جدي توګه له اسلامي احکامو څخه سرغړونه کوي او هغه د بشریت دښمن ګڼل کیږي،»‌

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي سلام ټایمز ته وویل، «مونږ پر انټرکانټیننټل هوټل دا برید، چې یو شمېر ملکي کسان یې ووژل او ټپیان کړل، په کلکه غندو.‌ مونږ په اورپکو غږ کوو چې ملکي خلک یا عامه تاسیسات او سیمې په نښه نه کړي. هغوی باید نور جنایتونه ترسره نه کړي او له بشري حقونو څخه سرغړونه ونه کړي،»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د یکشنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه او «په دې ترهګریز عمل کې د انسانانو د قېمتي ژوندونو د له منځه تللو او ډېرو نورو د ټپي کېدلو له امله ژور غم او خفګان» څرګند کړ.‌

وزارت وویل، «مونږ ترهګري، چې په هره بڼه او ډول وي، غندو،»

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټیلرسن د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، متحده ایالات «افغانستان ته د سولې، امنیت، او نېکمرغۍ په راوستلو کې د افغانانو د هڅو کلک ملاتړ ته ژمن دی. تاوتریخوالی، لکه پرون چې مونږ ولید،‌ په افغانستان یا د نړۍ په بله برخه کې هېڅ ځای نه لري،‌»

هغه وویل، «مونږ ولیدل چې طالبانو د برید مسؤلیت پرغاړه واخیست او مونږ د هغو افغان او بهرنیو کسانو په مقابل کې، چې د افغانستان د انکشاف لپاره کار کوي، د هغوی د له تاوتریخوالي څخه ډک کمپاین له امله ترهګر ګروپونه غندو،»‌

د طالبانو بریدونه زیاتېږي

دغه برید وروسته له هغه کیږي چې په وروستیو ورځو کې په دې هکله امنیتي خبرداري ورکول شول چې په کابل کې هغو هوټلونو او نورو ځایونو ته چې خارجیان ورځي له ورتګ‌ څخه دې ډډه وشي.

په انټرکانټیننټل باندې برید یو له هغو ګڼو خونړیو بریدونو څخه وو چې د یکشنبې په ورځ طالبانوچې د ایران او روسیې ملاتړ ورسره دی، ترسره کړ.

په بلخ ولایت کې په یوه کلي کې، طالب اورپکي په نیمه شپه کور په کور ګرځېدل، پولیس یې له خپلو کورونو څخه را اېستل او وژل یې.

د امنیه قوماندانۍ مرستیال عبدالرازق قادري ای اېف پي ته وویل، لږ تر لږه ۱۸ افسران ووژل شول.

په هرات ولایت کې چارواکو وویل، چې لږ تر لږه ۸ تنه ملکي کسان هغه وخت ووژل شول چې یو موټر د طالبانو له خوا کرل شوي د سړک د غاړې ماین وواهه.‌

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان خلک به تر هغه وخته پورې قرباني کیږي څو چې د حکومت دننه پنځم ستون په ګوته شوی او محاکمه شوی نه وي. په کانټیننټل هوټل د حملې په ارتباط، د طالبانو غړي، پاکستانیان یا حتی عادي خلک نشي کولی چې دغه هوټل ته ننوځي، خو داسې خلک شته چې موټر یې له تلاشي کېدلو څخه پرته دغه هوټل ته ننوځي. دا داسې خلک دي چې باید په ګوته شي. هغوی څوک دي؟ مونږ باید دا ځواب په پاکستان، طالبانو یا د تونسیانو په موټر کې ونه لټوو...

ځواب ورکړئ

زه فکر کوم، که چېرې مونږ ټول [یو بل ته] د اسلام له لارښوونو سره سم احترام وکړو، دغه ډول کارونه به پېښ نشي.

ځواب ورکړئ

تر ټولو مخکې، ستاسو راپورعالي وه. زه له تاسو څخه مننه کوم! دویم، زمونږ په هېواد کې مونږ له چارواکو او رسنیو څخه یوازې د «سخت غندل» اصطلاح اورو.‌ دا کافي نه ده، چې یوازې په سخت ډول وغندل شي یا طالبان او نور ترهګر د جنایتکارانو په نامه یاد شي. ټول خلک په دې پوهېږي چې هر څوک چې جرم ترسره کوي هغه د بشریت دښمن دی. د بشریت له دغو دښمنانو سره باید څه وشي؟ دا یوه پوښتنه ده چې د نړۍ د انساني حقونو تنظیمونه اوافغان حکومت یې باید ځواب کړي.

ځواب ورکړئ

مسئله دا ده چې تر هغه وخته چې په کویټه، پیښور، پنډۍ او وزیرستانونو کې مېشت د ترهګرو جوړونې مرکزونه له منځه وې نه وړل شي، دا لوبه به روانه وي. په دې لوبه کې به هم افغان وژل کیږي هم به یې خارجي میلمه وژل کیږي او هم به ښځه وژله کیږي او هم ماشوم. زه د پاکستان د منافقانه سیاستونو په مقابل کې د ولسمشر ټرمپ ستراتیژي ستایم خو په دې شرط چې ټرمپ خپلې خبرې په عمل کې پلې هم کړي ځکه د امریکا پخواني چارواکي ټول پاکستانيانو او خصوصا د پاکستان د پوځ او استخباراتو ادارو تش په خندا او نرم چلند سره تېر اېستي دي. امریکایان دې دا نه ګڼي چې پرون افغانان یا د افغانانو خارجي میلمانه ووژل شول دا یوازې د افغان حکومت لپاره شرم دی، دا شرم تر ټولو ډېر امریکایانو ته دی چې په افغانستان کې موجود دي خو پاکستاني استخبارات په هغه افغانستان کې داسې لوبې کوي چې د ځمکې او هوا دواړو کنټرول یې د امریکا په واک کې دی. زما ښه یاد شي چې کله شوروي اتحاد مات شو د پاکستان د هغه وخت لومړۍ وزیره بې نظیر بوټو لاړه او په سعودي عربستان کې یې وویل چې شوروي اتحاد مونږ (پاکستان) مات کړ، والله بالله امریکایانو چې دا ټیزن او چاپلوس قوم (پنجابیان) سبا تاسو پسې هم همداسې کیسې جوړې کړي. نو که هر ډول وسله درسره وي که د بمونو مور وي او که پلار، ټول راوړئ په جلال اباد، کندهار او خوست کې یې ځای پرځای کړئ او چې بیا پاکستاني استخباراتو داسې کار وکړ پرې ور یا الله کړئ. او که تاسو یې نه کوئ افغانانو ته یې ورکړئ چې خپل انتقام ترې واخلي. لعنت پر پاکستان او لعنت د پاکستان پر استخباراتي سازمان چې ترهګر روزي او افغانان پرې وژني.

ځواب ورکړئ