بشري حقونه

د ماشومانو د ساتنې موسسې د جلال اباد پر دفتر د داعش له برید څخه وروسته په افغانستان کې خپل کارونه وځنډول

ای اېف پي

سېو د چېلډرن وروسته له هغه په افغانستان کې خپل عملیات وځنډول چې وسله والو سړیو د جنورۍ په ۲۴مه په جلال اباد کې د هغوی پر دفتر برید وکړ، او لږ تر لږه درې کسان یې ووژل. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

جلال اباد -- د ماشومانو د ساتنې موسسې په ټول افغانستان کې خپل فعالیتونه وروسته له هغه وځنډول چې د داعش وسله والو کسانو د چارشنبې په ورځ /د جنورۍ ۲۴ مه/ په جلال اباد کې د هغوی په دفتر برید وکړ، او د یوې څوساعته نښتې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۳ کسان ووژل او ۲۴ تنه نور یې ټپیان کړل.‌

بریدګرو د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې لومړی د دغې خیریه موسسې د دفتر مخې ته یوه موټربمي چاودنه وکړه او بیا یې د راکټ په وسیله یو ګرنیټ وار کړ چې ودانۍ ته ورننوځي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، په دې ۱۰ ساعته اوږده جګړه کې لږ تر لږه درې کسان -- دوه څوکیداران او یو ملکي کس -- ووژل شول.‌ تر دې مخکې، هغه ویلي وو چې دغو جنایتکارانو نظامي یونیفورمونه اغوستي ول.‌

خوګیاڼي په یوه خبرپاڼه کې وویل، د ښځو په شمول تر ۵۰ پورې کسان له یوې تلخونې څخه، چې هغوی په کې پټ شوي ول، وژغورل شول.‌

یو افغان سړی، د جنورۍ په ۲۴ مه د داعش د حملې په ترڅ کې په جلال اباد کې د سېو د چېلډرن له دفتر سره نژدې، له دوه ماشومانو سره یوځای منډې وهي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

یو افغان سړی، د جنورۍ په ۲۴ مه د داعش د حملې په ترڅ کې په جلال اباد کې د سېو د چېلډرن له دفتر سره نژدې، له دوه ماشومانو سره یوځای منډې وهي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

د افغان ملي اردو عسکر د جنورۍ په ۲۴ مه په جلال اباد کې د سېو د چېلډرن دفتر سره نژدې ځای پرځای کیږي. وسله والو، چې په یاد دفتر یې برید کړی وو، د افغان عسکرو له خوا د دغې ډله ییزې وژنې له پای ته رسولو څخه مخکې لږ تر لږه درې کسان ووژل.‌ [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

د افغان ملي اردو عسکر د جنورۍ په ۲۴ مه په جلال اباد کې د سېو د چېلډرن دفتر سره نژدې ځای پرځای کیږي. وسله والو، چې په یاد دفتر یې برید کړی وو، د افغان عسکرو له خوا د دغې ډله ییزې وژنې له پای ته رسولو څخه مخکې لږ تر لږه درې کسان ووژل.‌ [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

افغان ملکیان د جنورۍ په ۲۴ مه په جلال اباد کې په داسې حال کې په یوه کوڅه کې سره راټول شوي چې د سېو د چېلډرن موسسې له یوه دفتر څخه لوګي پورته کیږي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

افغان ملکیان د جنورۍ په ۲۴ مه په جلال اباد کې په داسې حال کې په یوه کوڅه کې سره راټول شوي چې د سېو د چېلډرن موسسې له یوه دفتر څخه لوګي پورته کیږي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

محمد امین،‌ چې د ترهګرو له خوا په ځایي وخت د سهار په ۹:۱۰ بجو د برید کولو پر وخت په ودانۍ کې دننه وو، په روغتون کې له خپل کټ نه ای اېف پي ته وویل چې هغه «یوه لویه چاودنه» واورېده.

امین وویل،‌ «مونږ د ځان پټولو لپاره منډه کړه،‌ او ما یو وسله وال سړی ولید چې لویه دروازه یې په یوه آر پي جي راکټ ویشتله چې ودانۍ ته راننوځي.‌ ما له کړکۍ څخه ټوپ کړ،»

افغان تلوېزیوني خبري چینلونو د تور لوګي یوه غټه غوړسکه ښودله چې د ودانۍ په سر پورته کېدله او داسې ښکارېدله چې لږ تر لږه یوه موټر د دفتر مخې ته اور اخیستی دی.‌

یوه ویاند په یوه خبرپاڼه کې وویل، «د دې پېښې په غبرګون کې، په افغانستان کې زمونږ ټول پروګرامونه په موقت ډول وځنډېدل او دفترونه مو بند شول،»

داعش د برید مسؤلیت پرغاړه واخیست.

خیریه موسسې په نښه کیږي

د چارشنبې ورځې برید څو ورځې وروسته له هغه کیږي چې طالب وسله والو د افغانستان په پلازمېنه کې په یوه پرتمین هوټل برید وکړ او لږ تر لږه ۲۲ کسان،چې ډېر یې خارجیان ول، ووژل.‌

یاغیانو، چې په کلاشینکوفونو او د ځانمرګو په واسکټونو سمبال ول، په یاد ځانګړي انټرکانټیننټل هوټل برید وکړ، کوټه په کوټه ګرځېدل او د ۱۲ ساعته برید په ترڅ کې یې د خارجیانو لټون کاوه.‌

مخکې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) په یوه ټویټ کې وویل، «په ملکي خلکو یا مرستندویو ادارو باندې کېدونکي بریدونه له نړیوال بشري قانون څخه ښکاره سرغړونه ده او ښایي چې جنګي جرمونه وګڼل شي،»

په سېو د چېلډرن باندې برید، چې له ۱۹۷۶ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي، هغه وروستی تاوتریخوالی دی چې په دغه هېواد کې یو خارجي مرستندوی ګروپ په نښه کوي. افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې دویم هغه هېواد ریکارډ شوی چې په مرستندویو کارکوونکیو باندې په کې ډېر بریدونه شوي دي.‌

په برتانیا کې د هیومانیټارین آوټکمز په نامه څېړنیز ګروپ په وینا، یوازې جنوبي سوډان تر [افغانستان] ډېر خطرناک هېواد وو.‌

نړیوال سره صلیب د اکتوبر په میاشت کې، وروسته له هغه چې تېر کال یې ۷ کارمندان ووژل شول، اعلان وکړ چې هغوی به په افغانستان کې خپل حضور «ډېر زیات» راکم کړي.‌

په ننګرهار کې امنیتي عملیات

ننګرهار ولایت، چې له پاکستان سره پوله لري،‌ د داعش لپاره د عملیاتو یوه منظمه سیمه ده او همدارنګه په پراخه کچه طالبان په کې حضور لري.‌ امریکایي او افغان ځواکونه په دې سیمه کې د داعش پر ضد ځمکني او هوایي عملیات ترسره کوي.‌

په داسې حال کې چې افغان امنیتي ځواکونه خپله ډېره جګړه د داعش او طالب اورپکو پر ضد ترسره کوي، امریکایي عسکر د هغوی تر څنګ د روزنې په ظرفیت عملیات کوي او اکثر وختونه په لومړیو کرښو کې حضور لري.

په جلال اباد کې، وروستی لوی برید د ډسمبر په ۳۱ مه هغه وخت ترسره شو چې یوې چاودنې د یوې جنازې په مراسمو کې ۱۸ لمونځ کوونکي ووژلاو ۱۳ تنه نور یې ټپیان کړل. هیچا هم د هغې پېښې مسؤلیت پرغاړه وانه خیست.‌

د داعش د ګواښ په غبرګون کې،‌په دغه ولایت کې تر ۱۵۰۰ پورې ځایي خلکو د دې ترهګر ګروپ پر ضد وسلې پورته کړې او له افغان ځواکونو سره یوځای شول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500