تروريزم

افغان امنیتي ځواکونو طالبان د غزني‌ له سړکونو څخه لېرې ساتلي دي

د سلیمان راپور

افغان امنیتي ځواکونه د مرغومي په ۵ مه په یوه لویه لاره، چې غزني ښار له قره باغ ولسوالۍ سره نښلوي، پیره کوي. [د غزني د والي د رسنیو دفتر]

افغان امنیتي ځواکونه د مرغومي په ۵ مه په یوه لویه لاره، چې غزني ښار له قره باغ ولسوالۍ سره نښلوي، پیره کوي. [د غزني د والي د رسنیو دفتر]

کابل -- افغانان په غزني ولایت کې وروسته له هغه له وېرې پرته ازاد تګ راتګ کوي چې امنیتي ځواکونو هغه طالب اورپکي له منځه وې وړل چې په قره باغ ولسوالۍ کې یې ځایي اوسېدونکي کلابند کړي ول.

د لیندۍ په نیمایي کې، د دوه اونیو په مخه طالبانو د سیمې اوسېدونکیو ته امر کړی وو چې عشر، زکات او نور مالیات هغوی ته ورتادیه کړي.

کله چې اوسېدونکیو د اورپکو غوښتنې ونه منلې، طالبانو په سړک پاټکونه جوړ کړل او په یو شمېر کلیو کې یې ځمکني ماینونه وکرل، او هغوی ته یې د مرګ او تښتونې ګواښونه وکړل.‌

د قره باغ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حسین سلام ټایمز ته وویل، «طالبانو د لیندۍ په ۱۴مه د دې ولسوالیو له اوسېدونکیو څخه وغوښتل چې مالیات او عشر او زکات هغوی ته ورکړي،»

هغه وویل، «د دې ولسوالۍ اوسېدونکي اکثر غریب دي او په دې توګه هغوی طالبانو ته د مالیاتو له ورکولو څخه ډډه وکړه. بیا، طالبانو د هغوی د کلیو لارې بندې کړې او ځمکني ماینونه یې وکرل چې هغوی تادیاتو ته اړ کړي.»

حسین وویل، «د سړکونو په بندېدلو سره، خواوشا ۳۰۰۰ کورنۍ روغتیایي کلینیکونو ته د لاسرسي او د خوړو د کمي په څېر سختو ستونزو سره مخامخ شول،»

افغان ځواکونو غچ واخیست

افغان امنیتي ځواکونو د لیندۍ او مرغومي په میاشتو کې د دې ولسوالۍ په شمالي او غربي سیمو کې دوه عملیاتونه ترسره کړل. لومړي، چې د لیندۍ په وروستیو کې پیل شو، د طالبانو ماینونه پاک کړل.‌ دویم، چې د مرغومي په ۷ مه وشو، سړکونه بېرته پرانستل.‌

د غزني د والي ویاند عارف نوري لومړي عملیات ته په اشارې سره سلام ټایمز ته وویل، «په یوه عملیات کې چې دوه ورځې یې دوام وکړ، امنیتي ځواکونو... ځینې هغه سړکونه، چې ماینونه په کې کرل شوي ول، پاک کړل،»

د غزني امنیه قوماندانۍ د سلواغې په ۶ مه سلام ټایمز ته په لېږلې یوه اعلامیه کې وویل، له هغه وخت راهیسې، «په قره باغ ولسوالۍ کې درې نورې امنیتي پوستې جوړې کړای شوې او نور نو هلته د طالبانو ګواښ نشته،»‌

اعلامیې زیاته کړې، «مونږ دې ته ژمن یو چې خپلو خلکو ته امنیت برابر کړو او طالبان به بیا هېڅکله هم داسې یو ګواښ رامنځته نه کړي،»

طالبان هزاره ګان او غریب بزګران په نښه کوي

د غزني د ولایتي شورا یوه غړي خالقداد اکبري وویل، په ټولو هغو کلیو کې، چې طالبانو په کې په سړکونو باندې پاټکونه اچولي و، هزاره ګان موجود دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو له خوا د هزاره ګانو وژل او تښتول د کورنیو لپاره د اندېښنې یوه لویه سرچینه ګرځېدلې ده،»

هغه وویل، «طالبان د مالیاتو، زکات او عشر د ټولولو له لارې، غواړي چې خپلې جګړې ته دوام ورکړي او دا پیسې د خپلو عوایدو او خوراکي توکو د سرچینې په توګه استعمال کړي،»

د قره باغ ولسوالۍ یوه قومي مشر عادل رضایي سلام ټایمز ته وویل، «د قره باغ د کلیو ډېر اوسېدونکي خپل معیشت د بزګرۍ له لارې برابروي او نشي کولی چې عشر او زکات ورکړي. د سړکونو په بندولو سره، طالبانو په یادو کلیو کې د خوړو کمی رامنځته کړی، او د خوړو قېمتونه په کې زیات شوي دي.»

رضایي وویل، «د لړم په میاشت کې، هغوی د دې ولسوالۍ درې هزاره اوسېدونکي ووژل. د تېرو څلورو میاشتو په ترڅ کې، طالبانو د دې ولسوالۍ له ۱۰ نه ډېر اوسېدونکي، چې غزني ښار ته تلل، دې ته مجبور کړل چې له خپلو موټرونو څخه راښکته شي.‌ هیڅوک هم نه پوهېږي چې آیا هغوی اوس ژوندي دي.»

د طالبانو د وحشتونو غندل

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو له خوا د ملکي خلکو وژل... د هغوی په ورځني ژوند باندې محدودیتونه وضع کول، د یرغمل شویو کسانو تښتول او په بېلابېلو بهانو له هغوی څخه د پیسو غوښتل... ټول له نړیوالو بشري اصولو سره په تناقض کې دي او جرمونه ګڼل کیږي،»‌

د کابل پوهنتون یوه محصل محمد نظري وویل، «د ملکي خلکو پرمخ د سړکونو بندول، د هغوی وژل او یرغمل نیول په هر دین او مذهب کې غندل شوي دي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو عملونه ښیي چې هغوی د اسلام له اساساتو او ټولو بشري ارزښتونو څخه سرغړونه کوي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500