امنیت

افغانستان د پولیسو د ظرفیت جوړونې او د فساد پر ضد د مبارزې خواته حرکت کوي

د زیار راپور

افغان پولیس د ۲۰۱۵ د فبرورۍ په ۱۱مه د جلال اباد په لمنو کې د خپل فراغت په ترڅ کې مارش کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

افغان پولیس د ۲۰۱۵ د فبرورۍ په ۱۱مه د جلال اباد په لمنو کې د خپل فراغت په ترڅ کې مارش کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

کابل -- افغانستان د افغان پولیسو د ستراتیژیک بورډ په جوړولو سره د پولیسو اصلاحاتو ته دوام ورکوي. د دغه بورډ وظیفه دا ده چې د پولیسو ظرفیت لوړ کړي،‌ د قانون واکمني تطبیق کړي او د اداري فساد پر ضد مبارزه وکړي.‌

د کورنیو چارو وزارت د ۲۰۱۷ په جنورۍ کې د پولیسو د ریفورم یوه نوې ستراتیژي تیاره کړه او په نومبر کې یې ستراتیژیک بورډ رامنځته کړ چې دغه نوې پالیسي تطبیق کړي.‌

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي په روانه میاشت کې سلام ټایمز ته وویل، «دغه ستراتیژي د پولیسو د ظرفیت زیاتولو، د پولیس پرسونل د تنخاګانو د ډېرولو،‌ د پولیسو په لیکو کې د فساد د له منځه وړلو لپاره د نویو حللارو د را اېستلو او د استانتیاو د مؤثر استعمال په څېر ګڼ شمېر لویو اجزاوو څخه جوړه شوې ده،»

هغه وویل، «د افغان پولیسو ستراتیژيک بورډ کې د کورنیو چارو د وزارت یو باکفایته هیئت شامل دی چې هغه به د افغانستان په بېلابېلو برخو کې هرکوچني او لوی ډيپارټمنټ ته سفر وکړي او د پولیسو د پرمختګ د ستراتیژۍ د تطبیق د جزیاتو په هکله به د افغان حکومت جیګپوړو چارواکو ته راپور ورکړي،»

د رحیمي په وینا، د مهالوېش په اساس، بورډ باید د ۲۰۱۸ په جنورۍ کې کار پیل کړی وای، «خو د یو شمېر تخنیکي ستونزو له امله هغه وځنډول شو، او هیله ده چې دا به په فبرورۍ کې څه وخت کار پیل کړي».‌

شفافیت او مسؤلیت منلو ته وده ورکول

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک د ډسمبر په ۱۱مه د کورنیو چارو د وزارت نورو چارواکو سره د یوه بحث په ترڅ کې په کابل کې وویل، نړیواله ټولنه غواړي، چې د هغو مرستو په بدل کې، چې هغوی یې له افغان پولیسو سره کوي، مؤثر کار، او همدارنګه په مالي حسابونو کې شفافیت وګوري.‌

دغه نوښت، د پولیسو د ترفیع ګانو او تنخاګانو په تنظیمولو سربېره، پولیس ځواکونو ته ورکول کېدونکې مالي مرسته تر پوښښ لاندې نیسي.

هغه وویل، «له اوس څخه نیولې، مونږ کولی شو چې د نړیوالې ټولنې له خوا ورکول کېدونکې مالي مرستې... د خپلو پولیسو لپاره په ډېر صداقت، شفافیت او مسؤلیت مننې سره ولګوو،»‌

په کابل کې مېشت د پوځي چارو تحلیلګر (متقاعد) جنرال عتیق الله امرخېل، چې له افغان ملي اردو سره یې کار کړی دی،‌ وویل، د دغه بورډ‌ جوړول به جرمونه کم کړي او د پولیسو او خلکو تر منځ روابطو ته به وده ورکړي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «پولیس او اردو د هر هېواد د امنیت اساس جوړوي. په دې توګه،‌ په دې ادارو کې چې څومره ډېر رغوونکي فعالیتونه ترسره کیږي،‌ هومره به هېواد ډېر امنیت او لږ جرمونه ولري.»

هغه وویل، «کله چې پولیس ځواک ډېر مسلکي کیږي، هغه طریقه، چې هغوی په کې له عامو خلکو سره چلند کوي، به وده ومومي او هغه کولی شی چې قانون په بهتر ډول تطبیق کړي،»‌

د رحیمي په وینا،‌ افغان پولیس وار له مخه د هغوی د مسلکیتوب د ډېرولو لپاره ستراتیژۍ تطبیقوي.

هغه وویل، «د افغان ځواکونو د څلورکلن پرمختیایي پلان د تطبیقولو له لارې، افغان پولیس سختې هڅې کوي چې خپل ظرفیت ته وده ورکړي او ټولنې ته لا ډېر مسلکي خدمت برابر کړي، څو د قانون حاکمیت په بشپړ ډول تطبیق کړي،»‌

د اداري فساد په وړاندې مبارزه کول

په ولسي جرګه کې د کابل استازې (متقاعدې) جنرالې نظیفې ذکي وویل، د افغان پولیسو د ستراتیژیک بورډ مؤثرتیا د هغه د پلانونو هراړخیز تطبیق پورې اړه لري.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، «زه،‌ د یوې منتخبې استازې په توګه د دغه ستراتیژیک بورډ جوړېدلو ته هیله منده یم. دا بورډ باکفایته دی او کولی شي چې فاسد جنرالان په ګوته او عدالت ته راکش کړي.»‌

هغې وویل، «په پولیس ځواک کې د اداري فساد په له منځه وړلو سره به جنایي قضیې په لا ښه ډول څېړل کېږي او مرتکبین به په لنډ وخت کې نیول کیږي«دا ګام به د امنیت په برابرولو کې لویه مرسته وکړي.»

په کابل کې د انټیګریټي واچ افغانستان په نامه د شفافیت د څار ادارې اجرائیه رییس سلام ټایمز ته وویل،‌«اداري فساد د هغو ستونزو په ډله کې دی چې نړیواله ټولنه او افغانان غواړي چې په امنیتي ادارو کې له منځه وېوړل شي،»

هغه وویل، «زما وړاندیز دا دی چې د افغان پولیسو ستراتیژیک بورډ باید لومړی فاسد افراد په ګوته کړي او سزا ورکړي. که دا پروسه دوام وکړي، د کورنیو چارو وزارت به خامخا له اداري فساد څخه پاک شي، چې دا بیا کولی شي چې په خپل نوبت سره د افغانستان امنیت ډاډمن کړي.»

رحیمي وویل، د ستراتیژیک بورډ غړي د اداري فساد د قضیو په هکله نېغ په نېغه د کورنیو چارو د وزارت چارواکو ته راپور ورکوي او کولی شي چې د فاسدو چارواکو کار وځنډوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا لیکنه د لوستونکو لپاره ډېره معلوماتي او ګټوره ده. زه هیله لرم چې تاسو داسې ښو لیکنو خپرولو ته دوام ورکړئ، او زه تاسو ته د بريا هیله کوم.

ځواب ورکړئ

ښکلی راپور او ښه خبر دی. مننه

ځواب ورکړئ