امنیت

په جوزجان ولایت کې د طالبانو او داعش نښتې زیاتې شوې

د سلیمان راپور

دوه وسله وال سړي، چې د راپورونو له مخې طالب یاغیان دي، د تېر اکتوبر په ۱۷ مه د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د داعش غړو سره له جنګ څخه وروسته له سیمې څخه تښتي. د داعش او طالبانو تر منځ وروستیو نښتو سلګونه ملکي خلک دې ته مجبور کړي چې خپل کورونه هم پرېږدي. [خالد زېری]

دوه وسله وال سړي، چې د راپورونو له مخې طالب یاغیان دي، د تېر اکتوبر په ۱۷ مه د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د داعش غړو سره له جنګ څخه وروسته له سیمې څخه تښتي. د داعش او طالبانو تر منځ وروستیو نښتو سلګونه ملکي خلک دې ته مجبور کړي چې خپل کورونه هم پرېږدي. [خالد زېری]

کابل -- ځایي چارواکي وایي،‌ چې د جوزجان ولایت په درزاب او قوش تېپه ولسوالیو کې د داعش او طالبانو د ډلو تر منځ جګړه رامنځته شوې ده.

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري سلام ټایمز ته وویل، «د جنورۍ په ۱۷ مه،‌ د درزاب ولسوالۍ په خواجه عرب او قراغ کلیو کې یو خونړی جنګ ونښت،»

د غفوري په وینا، دغه نښتې وروسته له هغه پيل شوې چې په جوزجان ولایت کې د داعش یو قوماندان ملا غضنفر د طالبانو ځواکونو ته ور واوښت، او په سرپل ولایت کې د طالبانو د تش په نامه والي ملا نادر ورور ووژل شو.‌

غفوري وویل، «د طالبانو ځواکونه وتوانېدل چې له داعش څخه په درزاب ولسوالۍ کې د اق اسی، اق بلق،‌ ترغي افغانیه، ترغي عربیه، خواجه عرب او قرغ کلي، او همدارنګه په قوش تېپه ولسوالۍ کې د چقمه چغور کلي شمال لوېدیځ ته پرتې سیمې ونیسي،»

هغه زیاته کړه، «د جنورۍ په ۲۱ مه، د دواړو ترهګرو ګروپونو د اورپکو تر منځ په یوه جګړه کې طالبانو د داعش ۱۱ تنه جنګیالي ووژل او یو بل یې ونیو،»

هغه وویل، سربېره پر دې، د جنورۍ د ۱۹مې په جګړه کې، د طالبانو له خوا د داعش ۸ تنه جنګیالي ووژل شول او د حاجي زیني په نامه د داعش د یوه مشر په شمول ۶ تنه نور کسان یې ونیول شول. د امنیتي ځواکونو په وینا،‌ ۶ تنه طالب اورپکي ووژل شول.»

نور تاوتریخوالی پېښېدونکی دی

د غفوري په وینا، طالبانو او داعش د جنورۍ په ۲۴مه یو له بل سره جګړه ودروله، خو ډېر دغې وقفې ته په تاوتریخوالي کې د یوې لنډې دمې په سترګه ګوري.

هغه وویل، «دواړه ګروپونه د تیارسۍ په حال کې او دې ته چمتو دي چې یو بل ته د ماتې ورکولو لپاره لا ډېر وېرونکی جنګ پیل کړي،»

د جوزجان د ولایتي شورا یوه غړي حفیظ الله ندرت سلام ټایمز ته وویل، «د دغه یوه اونۍ اوږده جنګ په ترڅ کې،‌ طالبانو په درزاب او قوش تېپه کې ډېرې سیمې، چې پخوا د داعش تر کنټرول لاندې وې، ونیولې،»

هغه وویل، «احتمال شته چې داعش د طالبانو پر ضد یو عملیات ترسره کړي، چې په هغه حالت کې به راتلونکی جنګ د پخوانیو هغو په نسبت لا ډېر وېروونکی وي،»

ملکي خلک له مرګ ژوبلې څخه مستثنی نه دي

دغه جګړه د ملکي خلکو تر منځ‌، چې اکثر یې په جنګ کې ایسار شوي دي، د مرګ ژوبلې سبب شوې.‌

ندرت وویل، «د داعش او طالبانو تر منځ د نښتې له پیل راهیسې، په درزاب او قوش تېپه ولسوالیو کې سړکونه بند دي او د دې ولسوالیو اوسېدونکي نشي کولای چې د ولایت مرکز ته لاړ شي. سربېره پر دې، دغه ګروپ د سیمې اوسېدونکیو ته اجازه نه ورکوي چې د هغوی تر کنټرول لاندې سیمو کې خپل کورونه پرېږدي او بلې خواته لاړ شي.»

غفوري د سرکونو بندېدا تایید کړه، او زیاته یې کړه چې د یادو دوه ګروپونو پر ضد د افغان امنیتي ځواکونو عملیات «په درزاب او قوش تېپه کې ترسره کېدل».‌ هغه وویل، د طالبانو او داعش تر منځ د ډزو په تبادله کې د درزاب ولسوالۍ لږ تر لږه یو اوسېدونکی ووژل شو.‌

د جوزجان د ولایتي شورا یوې غړي حلیمې صدف کریمي سلام ټایمز ته وویل، «پخوا د داعش د ظلمونو له امله له درزاب او قوش تېپې ولسوالیو څخه له ۵۰۰۰ څخه ډېرې کورنۍ بې ځایه شوې وې، او دا ځل بیا د دواړو ترهګرو ګروپونو په جګړه کې ملکي خلک ایسار او ژوبل شول،»

هغې وویل، «۵ تنه ملکیان، چې درې یې سړي او دوه ښځې وې، په دې نښته کې ټپیان شول،»

د درزاب ولسوالۍ اوسېدونکي شریف الله سلام ټایمز ته وویل، «طالبانو او داعش له څو ورځو راهیسې یو د بل پر وړاندې جنګ وکړ.‌ مونږ د هغوی ډزې اوریدلې، او ما په کوڅو کې د هغوی جسدونه ولیدل.»

هغه زیاته کړه، «د درزاب یو شمېر اوسېدونکي ووژل شول یا ټپیان شول،»‌

شریف الله وویل، «دغو ګروپونو په ځینې سړکونو او کوڅو کې ماینونه کرلي ول، په داسې حال کې چې هغه سړکونه، چې درزاب د جوزجان له مرکز سره نښلوي، بند ول. د سیمې اوسېدونکي نشي کولی چې د خپلو سرونو د ژغورلو لپاره د جګړې له سیمې څخه وتښتي.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ستاسو خبرونه او راپورونه ښه دي خو که یو لطف وکړئ او دا د ویب سایټ نوم مو لږ لنډ کړئ. دومره اوږد نوم د چا په یاد نه پاتې کیږي. مننه

ځواب ورکړئ

دا یو ډېر ښه ګام دی. هغه هېوادونه چې دغه ګروپونه استعمالوي اوس یو د بل پر ضد جنګ کوي.‌

ځواب ورکړئ