تروريزم

غني د مرګنیو بریدونو د 'انتقام' ژمنه وکړه،‌ او ویې ویل چې ۱۱ کسان نیول شوي دي

ای اېف پي

ولسمشر اشرف غني د فبرورۍ په ۲ مه د جمعې له لمانځه څخه وروسته په کابل کې وینا کوي. [فیسبوک/د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ]

ولسمشر اشرف غني د فبرورۍ په ۲ مه د جمعې له لمانځه څخه وروسته په کابل کې وینا کوي. [فیسبوک/د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ]

کابل -- ولسمشر اشرف غني د جمعې په ورځ /د فبرورۍ ۲ مه/، په داسې حال کې چې ژمنه یې وکړه چې د دغو وینو تویېدلو انتقام به واخلي، وویل چې په افغانستان کې د وروستیو خونړیو بریدونو په تړاو ۱۱ مشکوک کسان نیول شوي دي.

په تېرو دوه اونیو کې له درې لویو بریدونو څخه وروستهحکومت د خلکو له خوا له زیاتېدونکي فشار سره مخامخ دی چې په کابل کې دې امنیت پیاوړی کړي.

د طالبانو او داعش وحشتونه

د جنورۍ له ۲۰مې راهیسې یوازې په کابل کې،اورپکو په انټرکانټیننټل هوټل برید وکړ،له جمهوریت روغتون سره نژدې په یوه ګڼه لاره کې یې د امبولانس په وسیله، چې له چاودېدونکو موادو څخه ډک وو، بمي چاودنه وکړه، او په یوه پوځي کمپاونډ یې برید وکړ، چې په دغو درې ترهګریزو بریدونو کې یې له ۱۳۰ نه ډېر کسان ووژل.‌

په جلال اباد کې،‌د سېو ده چېلډرن موسسې په یوه دفتر هم برید وشوچې د چارواکو په وینا ۵ کسان په کې ووژل شول.‌

په کابل کې افغان ډاکتران، وروسته له هغه، چې د جنورۍ په ۲۷مه د کورنیو چارو د وزارت له پخوانۍ ودانۍ سره نژدې یوه موټربمي چاودنه وشوه، د یوې ټپي شوې ښځې علاج کوي. په دې چاودنه کې، چې طالبانو یې مسؤلیت پرغاړه واخیست، له ۱۰۰ نه ډېر کسان ووژل شول.

په کابل کې افغان ډاکتران، وروسته له هغه، چې د جنورۍ په ۲۷مه د کورنیو چارو د وزارت له پخوانۍ ودانۍ سره نژدې یوه موټربمي چاودنه وشوه، د یوې ټپي شوې ښځې علاج کوي. په دې چاودنه کې، چې طالبانو یې مسؤلیت پرغاړه واخیست، له ۱۰۰ نه ډېر کسان ووژل شول.

طالبانو په انټرکانټیننټل هوټل د جنورۍ د ۲۰ مې د برید او د جنورۍ د ۲۷ مې د امبولانس د بمي برید مسؤلیت پرغاړه واخیست. داعش په سېو د چېلډرن موسې د جنورۍ د ۲۴ مې او په پوځي کمپاونډ د جنورۍ د ۲۹مې د برید مسؤلیت ومانه.

هیڅکله نه هېروي

غني د جمعې له لمانځه څخه وروسته په یوه تلوېزیوني وینا کې وویل، «خلک به دا هېر نه کړي. حتی که سل کاله هم تېر شي، افغانان به خپل انتقام واخلي،» هغه د ۱۱ نیول شویو کسانو په هکله نور جزیات ورنه کړل.

د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې، چې کلک امنیت یې نیول شوی، د خبرو کولو پر وخت، غني وویل، چې چارواکي به د یکشنبې په ورځ /د فبرورۍ ۴ مه/ د کابل لپاره یو نوی امنیتي پلان وسپاري.‌

هغه زیاته کړه، افغانان سوله «غواړي» او «عملي ګامونه» غواړي چې واخیستل شي.

هغه دا خبرې یوه ورځ وروسته له هغه وکړې، چې افغان چارواکو وویل، چې هغوی پاکستان ته «د نه انکار وړ» شواهد په لاس ورکړل او ادعا یې وکړه چې وروستي بریدونه د پاکستان په خاوره کې پلان شوي ول.

په کابل کې د پاکستان سفارت وویل، [ورکړل شوي] معلومات «د اعتبار معلومولو لپاره کتل کیږي».‌

افغانستان له اوږدې مودې راهیسې پاکستان په دې تورنويچې د طالبانو مشرانو او د اورپکو نورو ګروپونو ته یې پناه ځایونه ورکړي دي.‌

پاکستان دا تورونه نه منياو تاکید کوي چې هغوی له افغانستان سره د پولې په اوږدو کې په قبایلي سیمه کې خوندي ځایونه له منځه وړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ژوندی اوسې زما ښاغلی ولسمشرغني

ځواب ورکړئ

له تېرو درې کالو راهیسې چې غني واک ترلاسه کړی، هغه ریښتیا نه دي ویلي. هغه همیشه خلک غولوي او هغوی ته دروغ وایي. هغه وایي چې انتقام به اخلي او بیا خبره خلاصه شي او هیڅکله په خپله وعده وفا نه کوي. په عین حال کې، له هرې چاودنې او بمي برید څخه وروسته، په دې هیواد کې اکثریت خلک د افغانستان په محبسونو کې د طالب بندیانو د اعدام غوښتنه کوي او خلک غواړي چې په هغه تعداد بندیان دې اعدام کړای شي څومره چې ملکي خلک وژل شوي وي، خو غني تل د خلکو دغه غوښتنه رد کړې ده، او د دې سبب دا دی چې هغه او مجرمان د یوه نژادي ګروپ خلک دي. دغه کار په خپل وار سره دا تورونه پیاوړي کړي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له وژونکو سره په توطیه کې شریکه ده. په دې توګه، افغانان نور د غني په هېڅ وعده باورنه کوي اوهغه ته د دې هیواد د بې دفاع خلکو پر ضد د وژنې او ډلوژنې د یوه مرستندوی په سترګه ګوري. ځینې خلک باور لري چې د هغو طالبانو اعدامول، چې قضیې یې بشپړې شوي دي، کیدای شي چې په هیواد کې د جرمونو د راکمولو په برخه کې مؤثر ثابت شي، خو حکومت دې ته تیار نه دی چې په نامعلومو دلایلو دغه کسان اعدام کړي. هغوی نه یوازې هغه کسان، چې په اعدام محکوم شوي، نه دي اعدام کړي، بلکې په ځینې حالتونو کې داسې شکونه او اندېښنې شته چې د جګړې په ډګرونو کې پښتنو طالب جنګیالیو ته مهمات او تجهیزات په لاس ورکړي دي. سربېره پر دې، یو شمېر یې د حکومتي ځواکونو له خوا له نیول کیدلو څخه وروسته په پټ ډول خوشې کړای شوي دي، چې بیا بیرته د اورپکو له ځواکونو سره یوځای شوي دي.

ځواب ورکړئ