امنیت

په جوزجان کې د داعش غړو د حکومت پر ضد جنګ بس کړ او د سولې بهیر سره یوځای شول

د سلیمان راپور

د داعش ۱۳ پخواني غړي، چې پخوا په جوزجان ولایت کې فعال ول، وایي چې هغوی یاده ډله د افغانانو په وړاندې د هغې د ظلم او وحشت له امله پرېښې ده. [سلیمان]‌

کابل -- د داعش ۱۳ پخواني غړي، چې پخوا په جوزجان ولایت کې فعال ول، وایي چې هغوی یاده ډله د افغانانو په وړاندې د هغې د ظلم او وحشت له امله پرېښې ده.‌

د سلواغې په ۵ مه، د جوزجان ولایت د امنیې قوماندانۍ په مرکز کې په ترسره شویو مراسمو کې، پخوانیو یاغیانو خپلې وسلې ځایي چارواکو ته وسپارلې او وعده یې وکړه چې د سولې بهیر سره به یوځای شي.‌

د جوزجان والي لطف الله عزیزي سلام ټایمز ته وویل، «د داعش یو ۱۳ کسیز ګروپ، چې د جوزجان ولایت په درزاب او قوش تېپه ولسوالیو کې یې د حکومتي ځواکونو خلاف جنګ کاوه، د افغانستان د اسلامي حکومت د مشروعیت په درک کولو سره داعش پرېښود او د سولې پروسې سره یوځای شول. هغوی ورسره ۱۳ میله وسلې، چې ۱۱ یې کلاشینکوفونه، یوه پیکا او یو راکټ لانچر دی، هم راوړل.»

هغه وویل، «د داعش اورپکو د درزاب او قوش تېپې ولسوالیو اوسېدونکیو ته ستر تاوانونه وراړولي دي او د جوزجان زرګونه ماشومان د داعش له خوا د ښوونځیو د جبري بندولو په نتیجه کې له زده کړې څخه محروم شوي دي،»

د داعش ۱۳ پخوانيو غړو (د ۱۲ هغو په شمول چې په عکس کې ښودل شوي) د سلواغې په ۵ مه خپلې وسلې د جوزجان ولایت امنیه قوماندانۍ ته وسپارلې. [د جوزجان د والي د رسنیو دفتر]

د داعش ۱۳ پخوانيو غړو (د ۱۲ هغو په شمول چې په عکس کې ښودل شوي) د سلواغې په ۵ مه خپلې وسلې د جوزجان ولایت امنیه قوماندانۍ ته وسپارلې. [د جوزجان د والي د رسنیو دفتر]

عزیزي وویل، «ترهګر، چې د حکومت او خلکو دواړو پر ضد جګړه کوي، باید په دې پوه شي چې افغان حکومت مصمم دی چې هغوی له منځه وېسي. په دې توګه، د هغوی لپاره به دا بهتره وي چې جګړه بس کړي او د سولې بهیر سره یوځای شي.»‌

د تخریب پرځای د بیارغونې لاره نیول

د یادې ډلې پخواني قوماندان محمد ابراهیم سلام ټایمز ته وویل چې هغوی څنګه له داعش سره یوځای شول او ولې یې اوس دغه ترهګر ګروپ پرېښود.‌

هغه وویل، «مونږ له ډېرو کلونو راهیسې د طالبانو د ډلې غړي وو. وروسته له هغه، چې زمونږ عمومي قوماندان درې کاله مخکې له داعش سره یوځای شو، مونږ د هغه لاره تعقیب کړه او په درزاب او قوش تېپه ولسوالیو کې مو د حکومتي ځواکونو پر ضد جګړه کوله.»‌

ابراهیم وویل، «د داعش هر کار زمونږ د هېواد او زمونږ د خلکو د ګټو پر خلاف وو. د درزاب او قوش تېپې د ولسوالیو د اوسېدونکیو په وړاندې د داعش ظلم او وحشت مونږ دې ته مجبور کړو چې دغه ګروپ پرېږدو او له حکومتي ځواکونو سره یوځای شو.»‌

هغه وویل، «که حکومت له مونږ نه وغواړي،‌ مونږ دې ته تیار یوو چې د خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ د داعش پر ضد وجنګېږو او له خپل هېواد او خلکو څخه دفاع وکړو،»‌

د داعش بل پخواني غړي ملا خدا رحیم، چې د سولې پروسې سره یوځای شوی، وویل، «د داعش اورپکو د خلکو د وېرولو او ناوړه استفادې له لارې تل داسې کار کاوه چې زمونږ د هېواد په تاوان د ځانونو لپاره ګټې ترلاسه کړي. له همدې امله زه د سولې پروسې سره یوځای شوم.»

هغه وویل، «مونږ څو کاله جنګونه وکړل، خو مونږ له ویجاړي او وژنې څخه پرته بل څه ونه لیدل. مونږ په هغو کسانو، چې د حکومت پر ضد جنګ کوي، تاکید کوو چې جنګ او تاوتریخوالی دې بس کړي او د هېواد په بیارغونه کې دې برخه واخلي.»‌

په امنیت باندې مثبت تاثیر

د ولایت امنیه قوماندان جنرال فقیرمحمد جوزجاني د سلواغې د ۵ مې په مراسمو کې وویل، «د حکومت د مشروعیت په درک کولو سره، د تېرو دوه میاشتو په بهیر کې د داعش او طالب اورپکو په شمول پنځه یاغي ګروپونه د سولې بهیر سره یوځای شول، او مونږ هغوی ته ښه راغلاست ویلی دی،»‌

هغه وویل، «کوم خلک چې خپلې وسلې ږدي،‌ جګړه بس کوي او عادي ژوند ته بېرته راګرځي، حکومت هغوی ته مصؤنیت او مناسبې وظیفې ورکوي او هغوی کولی شي خپل ژوند پرې جوړ کړي،»‌

د جوزجان ولایت د سولې د شورا رییس مولوي محمد اکرم سلام ټایمز ته وویل، «د روان لمریز کال په بهیر کې، په جوزجان کې د داعش نژدې ۴۰ غړو جګړه بس کړې او د سولې پروسې سره یوځای شوي دي،»

هغه وویل، «د سولې پروسې سره د داعش د دغو اورپکو یوځای کېدا د جوزجان امنیت او ثبات ته ګټه ور رسوي، او زه په نورو یاغیانو باندې، چې د حکومت پر ضد جنګ کوي، غږ کوم چې د سولې لاره -- چې د اسلام او انسانیت لاره ده، ونیسي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلام او احترامات.‌ داسې ښکاري چې مونږ ټول په یوه دین عقیده لرو او دواړه د اسلام پیروان یو.‌ په دین کې مونږ سره ورونه یو. نو بیا ولې مونږ یو د بل پر ضد وجنګېږو؟‌ مونږ باید خپل وطن د ناامنۍ خواته بو نه ځو،‌ که نه نور هیوادونه به ترې ګټه واخلي.‌

ځواب ورکړئ