امنیت

ایتلافي ځواکونو د افغانستان په شمال کې پر طالبانو او داعش بریدونه وکړل

سلام ټایمز

د متحده ایالاتو د هوایي ځواک یوه بي - ۵۲ الوتکه د ۱۳۹۴ د زمري په ۲۳ مه د ویرجینیا د ارلینګټن په سر الوت کوي. ایتلافي ځواکونه په افغانستان کې د یاغیانو د بمبارولو لپاره له بي - ۵۲ الوتکو څخه کار اخلي. [مارک وېلسون/ګیټي ایمیجز/ای اېف پي]‌

د متحده ایالاتو د هوایي ځواک یوه بي - ۵۲ الوتکه د ۱۳۹۴ د زمري په ۲۳ مه د ویرجینیا د ارلینګټن په سر الوت کوي. ایتلافي ځواکونه په افغانستان کې د یاغیانو د بمبارولو لپاره له بي - ۵۲ الوتکو څخه کار اخلي. [مارک وېلسون/ګیټي ایمیجز/ای اېف پي]‌

واشنګټن -- د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ د سې شنبې په ورځ /د سلواغې ۱۷ مه/ اعلان وکړ، چې ایتلافي ځواکونو په تېرو څلورو ورځو کې د افغانستان په شمال کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې د طالبانو ګڼ شمېر مرکزونه وویشتل.

هغوی وویل، د دغه کمپاین هدف دا وو «چې د یاغیانو مالي سرچینې، روزنیز مرکزونه او حمایوي شبکې ویجاړ کړای شي».‌

قوماندانۍ وویل، «امریکایي ځواکونو په بدخشان ولایت کې د طالبانو د روزنیزو مرکزونو پر ضد دقیق بریدونه ترسره کړل، او د چین او تاجکستان له پولې سره نژدې یې د ترهګریزو فعالیتونو د پلان او تمرین مخه ونیوله،»

دغو بریدونو همدارنګه د افغان ملي اردو هغه موټرونه، چې طالبانو غلا کړي ول او غوښتل یې چې په چاودېدونکیو توکو سمبال عرادې ترې جوړې کړي، ویجاړ کړل.‌

یو شمېر بریدونه د امریکا د هوایي ځواک د بي - ۵۲ سټراټوفورټرسیس په وسیله ترسره شول چې ۲۴ رهبري شوې وسلې یې وتوغولې.

بي بي سي پاړسي د ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړ،‌چې د سې شنبې په ورځ په جوزجان ولایت کې د داعش پر ضد یوه برید کې هم یوه بي - ۵۲ الوتکه ښکېل وه.‌

د والي یوه ویاند محمد رضا غفوري وویل، دغه هوایي برید د درزاب ولسوالۍ په سردره کلي کې د داعش یو پټنځای وویشت او ۲۵ تنه ترهګر یې ووژل.

هغه وویل،‌ په وژل شویو کې یو چیچنیایي او درې ازبکستانیان هم شامل ول، او زیاته یې کړه چې د ملکي تلفاتو په هکله هېڅ راپور نه دی ورکړل شوی.

مرکزي قوماندانۍ وویل، په هلمند ولایت کې روان هوایي بریدونه هم «د دې لپاره دوام مومي چې د طالبانو عایداتي سرچینې او پټنځایونه کمزوري کړي،»

'هیچېرې نشي پټېدلی'

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلسن وویل، «طالبان هیچېرې نشي پټېدلی. هېڅ ترهګره ډله به، چې دا هېواد ورانوي، د پټېدلو لپاره هېڅ خوندي ځای ونه مومي.»

هغه وویل، «طالبان نشي کولی چې د جګړې په ډګر کې بری ترلاسه کړي، له دې امله،‌ هغوی ملکي خلک په نښه کوي او زیان وراړوي.هغوی یوازې دومره کولی شي چې بې ګناه خلک ووژني او هغه څه وران کړي چې نورو خلکو جوړ کړي وي.»

د مرکزي قوماندانۍ په وینا، د امریکایي او افغان ځواکونو د ګډو عملیاتو «په نتیجه کې، د روان کال د لړم له میاشتې راهیسې، چې دغه کمپاین پیل شوی، طالبانو ته له ۲.۱ میلیارد افغانیو څخه ډېر تاوان ور اړول شوی دی،»

د امریکا د دفاع وزیر جېمز متیس د سې شنبې په ورځ د متحده ایالاتو د ولسي جرګې د وسله والو خدمتونو د کمېټې یوې استماعیه غونډې ته وویل، د امریکا د اردو دا نوې ستراتیژي، چې محلي عسکرو ته روزنه او مشوره ورکوي، د ناټو د متحدانو قوي ملاتړ له ځان سره لري.

هغه وویل، په افغانستان کې د متحدانو شمېر ۴۱ ته زیات شوی دی.

د ای اېف پي د راپور له مخې، متیس وویل، «هغوی د دې لپاره هلته دي چې هغوی په ستراتیژۍ باور لري، دا په دې معنی چې افغان هلکان د جګړې د بار وړلو ته دوام ورکوي، خو اوس دا سلاکاران له هغوی سره د ناټو د هوایي ملاتړ او جنګي ملاتړ په برخو کې مرسته کوي،»‌

د سولې لپاره هیلې

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال جان سولیوان، چې له کابل څخه له یوه سفره بېرته راستون شوی وو، د سې شنبې په ورځ د متحده ایالاتو د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته په خبرو کې وویل، واشنګټن «د مذاکراتو مېز ته د طالبانو د راوستلو لپاره» د دپلوماتیکو هڅو دروازې نه دي بندې کړي.

د ای اېف پي د راپور له مخې، ټولو افغان مشرانو «زمونږ له ستراتیژۍ څخه ملاتړ تکرار کړ» او وعده یې وکړه، «چې داسې شرایط به جوړ کړي چې طالبان د خبرو اترو مېز ته راولي،»

هغه وویل،‌مونږ هیله لرو چې پاکستانیان به هم مرسته وکړي چې طالبان دې ته تشویق کړي چې د سولې پروسې ته داخل شي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که امریکایي ځواکونه په ریښتیا سره غواړي چې طالبان له منځه وېسي، هغوی باید له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي او ویې روزي!

ځواب ورکړئ