امنیت

د دوربابا اوسېدونکي په خپله ولسوالۍ کې امنیت راولي او د بیارغونې په برخه کې مرسته غواړي

د خالد زېري راپور

له ۴۰۰ تنو څخه ډېر قومي مشران، دیني عالمان او ځوانان د مرغومي په ۲۹ مه د ننګرهار ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې سره راټول شول چې له حکومت څخه خپل ملاتړ اعلام کړي. هغوی ژمنه وکړه چې هېڅکله به د ولس دښمنانو ته اجازه ورنه کړي چې خرابی رامنځته کړي. [خالد زېری]‌

ننګرهار-- د ننګرهار ولایتي اداره وایي،‌ چې هغه به په دوربابا ولسوالۍ کې،‌ چې اوسېدونکي یې د حکومت ملاتړ کوي، د بیارغونې له کارونو سره مرسته وکړي.

له ۴۰۰ نه ډېر قومي مشران، دیني عالمان او ځوانان تېره میاشت په یاده ولسوالۍ کې سره راټول شول چې له حکومت سره خپل ملاتړ اعلان کړي. هغوی په یوه غږ وویل چې هېڅکله به هم د ملت دښمنان پرې نږدي چې ورانی رامنځته کړي.‌

دغه غونډه د مرغومي په ۲۹ مه د دوربابا ولسوالۍ په مرکز کې ترسره شوه. په غونډه کې د ولسوالۍ چارواکي او د ګڼو نورو ولسوالیو ولسوالان هم حاضر ول.

د امنیت تأمین

د دې ولسوالۍ، چې اورپکي په کې نشته، قومي مشرانو له حکومت څخه وغوښتل چې د روغتیا، ښوونې او روزنې او د ټرانسپورټ په برخو کې دې مهمې پروژې پلې کړي.‌

د دوربابا قومي مشرانو او ځایي اوسېدونکيو، چې د مرغومي په ۲۹ مه ښودل شوي، ژمنه وکړه چې د ولایتي ادارې ملاتړ به وکړي او خپله ولسوالي به له اورپکۍ څخه خوندي وساتي. [خالد زېری]

د دوربابا قومي مشرانو او ځایي اوسېدونکيو، چې د مرغومي په ۲۹ مه ښودل شوي، ژمنه وکړه چې د ولایتي ادارې ملاتړ به وکړي او خپله ولسوالي به له اورپکۍ څخه خوندي وساتي. [خالد زېری]

له ۴۰۰ تنو څخه ډېر قومي مشران د مرغومي په ۲۹ مه د دوربابا ولسوالۍ په مرکز کې سره راټول شول، او له حکومت څخه یې وغوښتل چې له دغې ولسوالۍ سره د بیارغونې او بېخبنا په پرمختیایي پروژو کې ملاتړ وکړي. [خالد زېری]

له ۴۰۰ تنو څخه ډېر قومي مشران د مرغومي په ۲۹ مه د دوربابا ولسوالۍ په مرکز کې سره راټول شول، او له حکومت څخه یې وغوښتل چې له دغې ولسوالۍ سره د بیارغونې او بېخبنا په پرمختیایي پروژو کې ملاتړ وکړي. [خالد زېری]

د دوربابا ولسوالۍ یوه قومي مشر ملک کفترخان سلام ټایمز ته وویل، «د دې ولسوالۍ اوسېدونکي متحد دي، او هغوی په خپلو سیمو کې وسله والو ته د ورتللو اجازه نه ده ورکړې. له همدې امله امنیت تأمین دی.»

ځایي خلکو په خپلو کې هوکړه کړې، چې که څوک اورپکو ته سیمې ته د ورتللو اجازه ورکړي یا مرسته ورسره وکړي، هغه ته به سزا ورکول کیږي. هغوی پرېکړه کړې چې که څوک دا کار وکړي کور ته به یې اور وراچول کیږي.‌

کفترخان وویل، «مونږ هیچا ته اجازه نه ورکوو چې مونږ په عذاب کړي یا ستونزې راته جوړې کړي. مونږ پخوا هم د حکومت او ولسمشر ملاتړ کړی، اوس یې هم کوو او په راتلونکي کې یې هم کوو.»‌

ملک کفترخان د ولسوالۍ بې وزلۍ او له حکومت سره ژمنتیا ته په اشارې سره وویل، «دوربابا د ننګرهار یوازنۍ امن ولسوالي ده چې پاخه سړکونه نه لري. د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له ستونزو سره مخامخ دي.‌ مونږ په خپله ولسوالۍ کې پرمختیایي پروژو ته ضرورت لرو چې خلک په ارامۍ سره ژوند وکړي.»‌

هغه وویل، «کله چې د خلکو ستونزې حل شي،‌ جنګ نه رامنځته کیږي،»

بیارغونې او پرمختګ ته ضرورت دی

قومي مشر قاري دستخط شینواري په غونډه کې وویل، «د ولسوالۍ امنیتي وضعه ډېره ښه ده... ځکه چې خلک همکاري کوي، او جنګ نه خوښوي. مونږ سوله خوښوونکي خلک یو، او نه پرېږدو چې ناوړه خلک دې سیمې ته راشي.»

خو هغه وویل چې د بیارغونې کارونو ته سخته ډېره اړتیا ده.‌

هغه وویل، «مونږ په خامو او ګردجنو سړکونو سفر کوو؛‌ یو کلینیک دی؛ زمونږ ښوونځي ودانۍ نه لري او ځوانان مو بې کاره دي. دا ستونزې حل ته اړتیا لري.»

د دوربابا ولسوال همېشه ګل مسلم د ځایي خلکو هڅې وستایلې.

هغه غونډې ته په خبرو کې وویل، «اوسېدونکیو د امنیت په برابرولو کې ډېره همکاري کړې ده. هغوی امنیت پرځای ساتلی، او له حکومت سره همکاري کوي. هغوی هیچا ته هم اجازه نه ورکوي چې جنګ وکړي یا عام خلک ووېروي.»

هغه وویل، «خو، ولایتي اداره او نورې ادارې باید د دې ولسوالۍ لپاره تعمیراتي پروژې په پام کې ونیسي ځکه چې د بیارغونې په لړ کې دلته ډېر لږ کار شوی دی،»

ولایتي ادارې د مرستې ژمنه وکړه

د ولایتي ادارې یوه سلاکار سبحان الله د دوربابا ولسوالۍ قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې هغه به د دوی ستونزې له ولایتي ادارې سره شریکې کړي چې د حل لپاره یې هڅې وشي.

د روان کال په لومړیو کې، د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل هم د مرستې وعده وکړه او ویې ویل چې په دې کال کې به په دوربابا ولسوالۍ کې ډېرې تعمیراتي پروژې پلې شي.‌

د ننګرهار ولایت د ګمرک رییس عبدالله رقیبي وویل، چې په دوربابا ولسوالۍ کې به د ۲۴ کیلومترو په اوږدوالي د دوه سړکونو د بیارغونې کار ژر پیل شي.‌

هغه غونډې ته وویل، «دا زمونږ خلک دي؛ دا زمونږ وجیبه ده چې د دوی ستونزې حل کړو. زه تاسو ته اطمینان درکوم چې مونږ به دا ستونزې ژر حل کړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500