کابل -- په افغانستان کې د ازادو رسنیو د دفاع یوې په ګټه نه ولاړې موسسې (نی) په هاګ کې د جرمونو په نړیواله محکمه کې د هغو ترهګرو ګروپونو په وړاندې، چې له ۲۰۰۳ کال راهیسې یې د ژورنالستانو او د رسنیو د کارکوونکيو په وړاندې تاوتریخوالی ترسره کړی دی، ۱۹۰ قضیې ثبت کړي دي.
د نی اجرائیه رییس عبدالمجیب خلوتګر د جنورۍ په ۲۲مه وویل، په جرمونو کې هغه بریدونه شامل دي چې په ترڅ کې یې ۴۸ کسان ووژل شول او ۷۴ نور ټپیان شول، او همدارنګه ۱۵ کسان وتښتول شول او ۵۳ نورو د رسنیو کارکوونکیو ته ګواښونه وشول.
د نی د معلوماتو په اساس، ۸ قضیې ښځینه ژورنالستانو پورې اړه لري.
د نی په وینا، د اکثرو سرغړونو مسؤلان طالبان، حقاني شبکه او داعش ول.
په ۲۰۰۳ کال کې، افغانستان د جرمونو د نړیوالې محکمې غړی شو. دغه محکمه داسې قضایي واک لري چې کولی شي د نسل وژنې، د بشرضد جرمونو او جنګي جرمونو -- چې د ژورنالستانو په وړاندې تاوتریخوالی هم په کې شامل دی، عاملان په قانوني توګه تعقیب کړي.
د جرمونو د نړیوالې محکمې مدعی العموم فاتو بنسوده په تېر نومبر کې وویل، دغه محکمه حاضره ده چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو او له بشري حقونو څخه د سرغړونو په هکله څېړنې پیل کړي.
د جرمونو د نړیوالې محکمې د وېب سایټ د معلوماتو په اساس، هغې وویل، «له لسیزو راهیسې، د افغانستان خلک د وسله والې شخړې له مصیبت سره مخامخ دي. د وضعې له یوې دقیقې ابتدایي ارزونې څخه وروسته، زه دې نتیجې ته رسېدلې یم چې ټول هغه قانوني معیارونه، چې د څېړنې د پیلولو لپاره ورته اړتیا ده، پوره شوي دي.»
ترهګریز جنګي جرمونه، بشرضد جرمونه
د نی په وینا، په افغانستان کې ترهګرو ګروپونو د بشرضد جرمونه او جنګي جرمونه، هغسې چې د جرمونو د نړیوالې محکمې د روم په مقرراتو کې تعریف شوي دي، دواړه ترسره کړي دي.
نی وویل، د روم د مقرراتو ۷ مه ماده، چې د بشریت پر ضد جرمونه، لکه وژل او شکنجه کول په کې شامل دي، له ۲۰۰۳ کال راهیسې په افغانستان کې په ترهګریزو بریدونو کې د رسنیو د ۴۸ کارمندانو وژنه، او همدارنګهپه ۲۰۰۷ کال کې په هلمند ولایت کې د طالبانو له خوا د افغان ژورنالست اجمل نقشبندي شکنجه او سرغوڅونه تر پوښښ لاندې نیسي.
په ورته وخت کې، د رسنیو په دفترونو او موټرو باندې منظم ترهګریز بریدونه تر ۸ مې مادې لاندې جنګي جرمونه تشکیلوي.
په وروستیو بریدونو کې د داعش یو ځانمرګی برید شامل دی چې د ډسمبر په ۲۸مه په کابل کې د افغان غږ ادارې (اوا) په یوه اړونده ودانۍ باندې ترسره شواو لږ تر لږه ۴۱ کسان یې ووژل.
د نومبر په ۱۷مه، د داعش اورپکو همدارنګه په کابل کې په شمشاد تلویزیون سټېشن باندې برید وکړ،چې د تلوېزیون سټېشن دوه تنه ساتونکي یې ووژل او خواوشا ۲۰ تنه کارمندان یې ټپیان کړل.
د افغان ژورنالستانو د خوندیتابه د کمېټې د جون - ډسمبر د راپور په اساس، تېر کال په افغانستان کې د ژورنالستانو پر ضد تاوتریخوالی د ریکارډ تر ټولو لوړې کچې ته ورسېد.
د دغه راپور له مخې، په ۲۰۱۷ کال کې د ۲۰ کسانو د وژنې په شمول د ژورنالستانو پر ضد د تاوتریخوالي او ګواښونو ټولې ۱۶۹ قضیې ثبت شوي دي، چې د تېر کال په نسبت ۶۷٪ زیاتوالی ښیي.
د جرمونو د نړیوالې محکمې قضیې ترهګرو ته یو خبرداری دی
افغان ژورنالستانو او قانون پوهانو په ورته ډول د نی قضیې د ژورنالستانو پر ضد د تاوتریخوالي د راکمولو لپاره د یوه مؤثر ګام په توګه ستایلې دي.
د ولسي جرګې یوه پخواني غړي او د افغانستان د قانون پوهانو د اتحادیې اوسني غړي عبدالکبیر رنجبر سلام ټایمز ته وویل، «دا یو ډېر زیات مهم ګام دی، او له یوه ځای یا له یوې ادارې څخه باید داسې یو اواز پورته شي چې د بشریت پر ضد جرمونه او همدارنګه جنګي جرمونه وغندي،»
هغه وویل، «دا یو ښه ګام دی او، زما په نظر، دا به ګټورې پایلې ولري. هغه کسان، چې جنګي جرمونه او د بشرضد جرمونه ترسره کوي، به پوه شي چې د هغوی جرمونه به هېڅکله هم هېر نه کړای شي او دا چې هغوی ته به سزا ورکړل شي.»
په کابل کې یوه ژورنالست، علي رضا احمدي، په دې خبر خوښي وښودله.
هغه سلام ټایمز ته وویل، «له بده مرغه، طالبان او داعش د نورو خلکو د ژوند په څېر د ژورنالستانو او د رسنیو د کارمندانو ژوند ته هم ارزښت نه ورکوي،»
نوموړي وویل، د جرمونو نړیوالې محکمې سره د ترهګرۍ د جرمونو ثبتول ترهګر په دې پوهوي چې افغان اتباع او د قربانیانو کورنۍ به هېڅکله هم هغه وحشتونه، چې هغوی یې ترسره کوي، هېر نه کړي.
په کابل کې مېشت یوه بل ژورنالست شکېب حارث وویل، «دا عمل کیدای شي چې د ترهګرو لپاره یو خبرداری وبلل شي، او په دې توګه هغوی په دې پوه شي چې هغه جرمونه، چې هغوی یې د افغان ژورنالستانو پر ضد ترسره کوي، نه یوازې په افغان تاریخ او افغاني محکمو کې ثبتېږي بلکې همدارنګه په نړیوالو محکمو کې هم ثبتېږي،»
هغه سلام ټایمز ته وویل، «اکثر افراد او ګروپونه، چې په افغانستان کې بېلابېل جرمونه ترسره کوي، داسې ګڼي چې له هغوی څخه به هېڅکله هم د هغوی د جرمونو پوښتنه ونشي. که هغوی پوه شي چې یوه ورځ به هغوی ته د هغوی د ترسره کړیو عملونو سزا ورکړل شي، هغوی به د جرمونو له ترسره کولو څخه ځانونه وساتي.»