امنیت

پوځي ایتلاف او پاکستان ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به په عین لوري جګړه وکړي

د سلیمان راپور

یو افغان کمانډو د جنورۍ په ۳ مه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر ضد د امریکایي - افغان پوځي عملیاتو په ترڅ کې پیره کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

یو افغان کمانډو د جنورۍ په ۳ مه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر ضد د امریکایي - افغان پوځي عملیاتو په ترڅ کې پیره کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

کابل -- د افغانستان د دفاع وزارت په وینا، د ۱۲ هېوادونو لوی درستېزانو او نورو پوځي چارواکو ژمنه وکړه چې په ګډه د ترهګرۍ او نشه ییزو توکو پر ضد مبارزه وکړي.

دغه دوه ورځنی کانفرانس چې د دوشنبې - سې شنبې په ورځو /د فبرورۍ ۱۲ مه -۱۳ مه/ ترسره شو،د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) په نوښت جوړ شوی وو او جیګپوړو افغان، امریکایي او د ناټو پوځي چارواکو او د منځنۍ اسیا له هېوادونو څخه د هغوی سیالانو، او همدارنګه د پاکستان د پوځ لوی درستېز جنرال قمر جاوېد باجوه برخه اخیستې وه.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش سلام ټایمز ته وویل، «په دې ملاقات کې، د ۱۲ هېوادونو جیګپوړو پوځي چارواکو ژمنه وکړه چې په افغانستان کې او په عمومي توګه په سیمه کې امنیت تأمین کړي، او په ګډه د ترهګرۍ او نشه ییزو توکو پر ضد مبارزه وکړي،»

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت ویاند جګړن ټام ګرېسبک له ازادۍ راډېو سره په خبرو کې وویل، «د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا د هېوادونو د دفاع چارواکي په کابل کې سره ټول شول چې په هغو امنیتي مسایلو، چې په سیمه یې تاثیر کړی دی، خبرې وکړي،»

د افغانستان، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان، متحده ایالاتو او د ناټو د نورو هېوادونو جیګپوړو پوځي مشرانو د فبرورۍ په ۱۲ - ۱۳ مه په کابل کې سره ولیدل چې د هغو امنیتي ستونزو په هکله خبرې وکړي چې په سیمه باندې تاثیر کوي. [په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت]

د افغانستان، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان، متحده ایالاتو او د ناټو د نورو هېوادونو جیګپوړو پوځي مشرانو د فبرورۍ په ۱۲ - ۱۳ مه په کابل کې سره ولیدل چې د هغو امنیتي ستونزو په هکله خبرې وکړي چې په سیمه باندې تاثیر کوي. [په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت]

هغه وویل، «دغه ملاقات برخه والو جیګپوړو چارواکو ته دا فرصت په لاس ورکړ چې د سیمه ییز امنیت او ثبات د ساتلو لپاره موجود فرصتونه درک کړي او په افغانستان کې دایمي سوله او امنیت رامنځته کړي،»

ګډه همکاري ضروري ده

تحلیلګران دغه ملاقات ته د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې، او همدارنګه د سیمې سولې او ثبات ته د یوې کیلي په سترګه ګوري.

په کابل کې د پوځي چارو تحلیلګر اسدالله ندیم سلام ټایمز ته وویل، «دا د اجندا او د برخه والو د راټولېدا په پام کې نیولو سره، د ترهګرۍ او د ناقانونه نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې په لړ کې یو مهم ملاقات دی،»

هغه وویل، «د سیمې د هېوادونو، په ځانګړې توګه د پاکستان او افغانستان تر منځ همکاري د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې یوازنۍ لاره ده،»

هغه وویل، «د پاکستان امنیت نېغ په نېغه په افغانستان کې ثبات پورې تړلی دی. له دې امله، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې او د سولې او ثبات د درک کولو لپاره د دواړو هېوادونو ګډه همکاري یوه اړتیا ده.»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر سید حامد انوري سلام ټایمز ته وویل، «پاکستان په افغانستان کې په سوله او شخړه دواړو کې یو حیاتي رول لوبوي،»

هغه وویل، «په پروني ملاقات کې، باجوه ژمنه وکړه چې د ترهګرۍ پر ضد به مبارزه وکړي. که پاکستان په خپله ژمنه کې ریښتنی واوسي، ډېره هیله شته چې په افغانستان او پاکستان دواړو کې امنیت او ثبات رامنځته شي.»

انوري وویل، «په افغانستان کې د امنیت او ثبات نشتوالی په سیمه کې ټولو هېوادونو ته تاوان ور رسوي. ترهګري په سیمه کې او له سیمې اخوا د ټولو هېوادونو لپاره یو جدي ګواښ دی.»

هغه وویل، له دې امله د متحده ایالاتو او د سیمې د هېوادونو پوځي چارواکي دې نتیجې ته رسېدلي چې یوه ګډه مبارزه د ترهګرۍ د له منځه وړلو او د سولې او ثبات د رامنځته کولو یوازنۍ لاره ده.

'طالبان نشي چې بریا ترلاسه کړي'

د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلسن له ملاقات څخه وروسته وویل، «مونږ نړیواله ټولنه دلته د دې لپاره یو چې د ټولو افغانانو ملاتړ وکړو،»

هغه وویل، «مونږ دا شریکه علاقه مندي لرو چې افغانستان بیا کله هم د ترهګرۍ لپاره یو خوندي ځای جوړ نه شي،»

هغه وویل، له پیاوړو افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو، او د امریکا جنګي ځواک سره، چې د هغوی مرسته کوي، د مخامخ کېدا له امله «طالبان نشي کولی چې بریا ترلاسه کړي.»

نېکلسن وویل، «هېڅ ترهګره ډله به هېڅ خوندي ځای ونه مومي. مونږ چې هر چېرې هغوی مومو برید به پرې کوو. مونږ په ټول هېواد کې د هغوی ښکار کولو ته دوام ورکوو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له بده مرغه، چې دا پرېکړې ټولې تشریفات او دروغ دي.

ځواب ورکړئ