ديپلوماسي

ازبکستان د افغانستان د سولې او پرمختګ په برخه کې ملاتړ زیاتوي

د ماکسیم ینیسیېف راپور

افغان زده کوونکي د جنورۍ په ۲۱ مه په ترمز کې په یوه نوي تعلیمي مرکز کې سره راغونډ شوي دي. [د ازبکستان ملي خبري اژانس]

افغان زده کوونکي د جنورۍ په ۲۱ مه په ترمز کې په یوه نوي تعلیمي مرکز کې سره راغونډ شوي دي. [د ازبکستان ملي خبري اژانس]

تاشکند -- کتونکي وایي، ازبکستان یو شمېر داسې پروژې پلې کوي چې هدف یې د افغانستان ټولنیزې او اقتصادي وضعې ته وده ورکول او په منځنۍ اسیا کې د ازبکستان د جیوپولیټیکي رول پیاوړي کول دي.

د بېخبنا، ټرانسپورټ او ښوونې او روزنې په برخو کې پانګونه او تر څنګه یې له مهمو متحدانو سره د ډپلوماټیکو خبرو اترو ترسره کول د دې لپاره کیږي چې د افغانستان لپاره یوه سوله ییز راتلونکي ته وده ورکړي.

په تاشکند کې د سیاسي چارو تحلیلګر ولیري خان کاروانسرای ته وویل، «په ۲۰۱۶ کال کې د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرزي یویېف له ټاکل کېدلو راهیسې، هغه په بهرنۍ پالیسۍ کې یو فعال رول ترسره کړی او غواړي چې په افغانستان کې د سولې په پروسه کې رهبري رول ولوبوي،»

هغه وویل، «که میرزي یويېف په افغانستان کې یو قوي رول ترسره کړي، دا به په منځنۍ اسیا او نړۍ کې د هغه او د هغه د هېواد مقام په پام وړ توګه لوړ کړي، خو زما په نظر، دغه هدف د متحده ایالاتو له همکارۍ څخه پرته ناشونی دی.»

د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیاله ایلس وېلز (منځ کې) او د ازبکستان لپاره د متحده ایالاتو سفیره پامیله اېل. سپراتلېن (چپ ته) د جنورۍ په ۳۱ مه په تاشکند کې د ازبکستان د حکومتي چارواکو سره ملاقات کوي. [د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او منځنۍ اسیا د چارو بیورو]

د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیاله ایلس وېلز (منځ کې) او د ازبکستان لپاره د متحده ایالاتو سفیره پامیله اېل. سپراتلېن (چپ ته) د جنورۍ په ۳۱ مه په تاشکند کې د ازبکستان د حکومتي چارواکو سره ملاقات کوي. [د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او منځنۍ اسیا د چارو بیورو]

د فبرورۍ په ۱۰ مه، ازبکستان او افغانستان د امنیتي مسایلو په هکله د یوه ازبکستاني - افغان ګډ کمېسیون په لومړي ملاقات سره، چې په تاشکند کې ترسره شو، د پیاوړې همکارۍ په لور یو بل ګام واخیست.

د دواړو خواوو هیئتونو د ترهګرۍ، د نشه ییزو توکو د قاچاق، د وسلو د قاچاق او د هېوادونو تر منځ د منظمو جرمونو د نورو ډولونو پر ضد د مبارزې لپاره د ازبکستان او افغانستان د قانون نافذوونکیو او امنیتي ادارو تر منځ د همکارۍ د زیاتولو په هکله خبرې اترې وکړې.

د بېخبنا او سوداګرۍ په برخو کې پانګونه کول

یوه له هغو لارو څخه، چې ازبکستان پرې په افغانستان کې د سولې ملاتړ کوي، د ټرانسپورټ، بېخبنا او سوداګرۍ په برخو کې پانګونې کول دي.

د ازبکستان د مالیې وزیر جمشېد کوچکاروف د جنورۍ په ۲۰ مه کابل ته لاړ چې له مزارشریف څخه هرات ته د یوې رېللارې د جوړولو په هکله خبرې اترې وکړي. د ازبکستان له خوا جوړه شوې یوه رېللاره وار له مخه ازبکستان له مزارشریف سره نښلوي

د تاشکند ټایمز د راپور له مخې، کوچکاروف وویل، چې د پروژې ارزونه بشپړه شوې او د ازبکستان مرکزي بانک او اسیایي پرمختیایي بانک سره د تمویل په برخه کې خبرې اترې روانې دي.

د افغانستان په برخه کې د ازبکستان د دوستۍ یو بل ګام دا وو چې د بارونو د ټرانسپورټ قېمتونه یې ورته راټیټ کړل. طلوع نیوز د جنورۍ په ۲۳ مه راپور ورکړ، چې دغه ګاونډي هېوادونه داسې یوې هوکړې ته ورسېدل چې د کابل او تاشکند تر منځ د ټرانزیټ د بارونو لپاره فیسونه کم کړي.

د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وویل، پخوا ازبکستان د ټرانزیټ بارونو د یوه کانټینر په سر ۱۷۴۰۰۰ افغانۍ (۲۵۰۰ ډالر) اخیستل، اوس دغه قېمت ۸۷۰۰۰ افغانیو (۱۲۵۰ډالرو) ته راښکته شوی دی.

د ازبکستان د ملي رېللارې د یوه فرعي شرکت، سوګدیانا ټرانس، رییس عليشېر خامراکولوف کاروانسرای ته وویل، «دا یو ډېر منطقي ګام دی چې له لارې یې د راتلونکي رېللاره عامول کیږي،»

هغه وویل، «د ټرانزیټ بار د قیمتونو کمول» کولی شي چې افغان سوداګر دې ته جلب کړي چې خپله کارګو په جنوب کې د ایران او پاکستان د لارې پرځای په شمال کې د ازبکستان له لارې انتقال کړي.

هغه زیاته کړه، یو ځل چې له هرات څخه ازبکستان ته یوه مستقیمه رېللاره جوړه شي، د کارګو لپاره دغه شمالي لاره به د هغو انتقالوونکیو لپاره لا ډېره جالبه وي.

افغان زده کوونکي په ترمز کې زده کړه کوي

ازبکستان همدارنګه د حیرتان سرحد سره نژدې په ترمز کې د افغان زده کوونکیو لپاره یو تعلیمي مرکز پرانستی دی.

لومړني ۱۰ زده کوونکي د یوه دوه کلن پروګرام لپاره د ازبکي ژبې او ادبیاتو په څانګه کې شامل کړای شوي دي.

د منځنۍ اسیا د هېوادونو په چارو کې د افغان ولسمشر اشرف غني ځانګړي استازي، محمد شاکر کارګر وویل، «په ترمز کې د یوه تعلیمي مرکز جوړول به زمونږ په ښوونځیو او وړکتونونو کې د ازبکي ژبې د متخصصانو لپاره زمونږ اړتیا پوره کړي،»

د افغان وګړو خواوشا ۷ میلیونه له نژادي پلوه ازبکان دي.

د ازبکستان ملي خبري اژانس (UzA) راپور ورکړ، چې کارګر د جنورۍ په ۲۱ مه د پرانستې په مراسمو کې وویل، په راتلونکي وخت کې به دغه ښوونځی «د رېل ټرانسپورټ، د برېښنا د تولید او نورو برخو کې معتبر متخصصان» تربیه کړي.

دغه مرکز پلان لري چې په لږ وخت کې د خپلو زده کوونکیو شمېر له ۳۰۰ څخه ۴۱۰ ته زیات کړي.

متحده ایالات د ازبکستان د رول ملاتړ کوي

امریکایي دپلوماتانو او حکومتي چارواکو په افغانستان کې د سولې د رامنځته کولو او انکشاف په برخه کې د ازبکستان له هڅو څخه په خپل ملاتړ بیا تاکید کړی دی.

د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیالې ایلیس وېلز وویل، «مونږ د منځنۍ اسیا په سیمه کې د ثبات رامنځته کولو او د پایښت وړ پرمختګ د ډاډمنولو په برخه کې یوه ګډه علاقه مندي لرو، چې دا به په خپل وار سره په افغانستان کې په وضعه او په افغان حکومت باندې تاثیر وکړي،»

هغې دا خبرې د فبرورۍ په ۲ مه په تاشکند کې له جیګپوړو ازبکستاني چارواکو سره له لیدنې څخه وروسته له جاهون خبري اژانس سره په یوه مرکه کې وکړې.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرعبدالعزیز کاملوف، د افغانستان د سولې په پروسه کې د یوه مثبت رول د ترسره کولو لپاره د ازبکستان پر هیله د تاکید کولو په لړ کې، د جنورۍ په ۱۹ مه وړاندیز وکړ چې د مارچ په وروستیو کې دې په تاشکند کې د «افغانستان - یوه سوله ییز راتلونکي ته لاره» تر نامه لاندې د وزیرانو په سطحه یو نړیوال کانفرانس ترسره شي.

هغه په دغې ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې د منځنۍ اسیا او افغانستان په هکله د بحثونو په ترڅ کې وویل، «مونږ معتقد یو چې افغانستان باید د نړیوالې اجندا په مرکز کې پاتې شي، په داسې حال کې چې سولې ته د ودې ورکولو لپاره زمونږ ګډ هوډ باید کمزوری نشي،»

تر دې مخکې، د جنورۍ په ۱۶ مه، کاملوف په واشنګټن کې د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار اېچ. آر مک ماسټر سره وکتل. د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، دواړو لوریو، د نورو مسایلو ترڅنګ، په افغانستان کې د وضعې په هکله خبرې اترې وکړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د دې موضوع په هکله زما نظر دا دی چې:زمونږ هېواد افغانستان له ۴۰ کالو جنګ څخه وروسته په دې حال دی. په داسې یوه حالت کې، افغانستان د ګاونډیو هېوادونوهمکارۍ ته ضرورت لري. زمونږ د ګاونډیو هېوادونو له خوا په ټرانزیټي مالیه کې کمی یو خیالي فکر دی! پاکستان هېڅکله هم نه غواړي چې په افغانستان کې دې سوله او ثبات وي. سربېره پر دې، افغانستان په نړۍ کې د زبرځواکونو د جنګ میدان دی. اوس، پوښتنه دا ده چې: افغانستان باید له طالبانو، داعش، او نورو اورپکو ګروپونو سره په معامله کې له کوم میتود څخه کار واخلي؟ ښایي ځینې کسان داسې ځواب ورکړي چې: هغه باید د خبرو اترو له لارې وي او دا مسئله د خبرو اترو له لارې حل شي، خو دا بیخي غلطه ده. زما په نظر، او د اکثرو خلکو په نظر، مونږ باید خپله بریا د جنګ په ډګر کې ثابته کړو. ټول افغانان باید پوه شي چې سوله ورکول کیږي نه. سوله د زور له لارې راوستل کیږي. که نه، افغانستان به نورهم د بحران او بې ثباتۍ خواته ورټېله کړای شي.

ځواب ورکړئ