امنیت

چارواکي ۲۰۱۸ کال ته په افغان شخړه کې د 'لوبه بدلوونکي' په سترګه ګوري

ای اېف پي

د افغان ملي اردو یو عسکر د جنورۍ په ۲۸ مه په فراه ولایت کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې یوه د توپ ګولۍ واروي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د افغان ملي اردو یو عسکر د جنورۍ په ۲۸ مه په فراه ولایت کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې یوه د توپ ګولۍ واروي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

کابل -- په افغانستان کې جنګ په داسې حال کې پیل شوی چې اورپکي ګروپونه د پرله پسې هوایي بریدونو په وسیله وهل کیږي، او امریکایي او افغان چارواکي ۲۰۱۸ کال «د لوبې بدلوونکی» بلي.

سږکال د ژمي په سختو میاشتو کې، چې طالبان او داعش د زیاتېدونکیو امریکایي او افغان هوایي بریدونو په وړاندې غبرګون ښیي، په جګړه کې معمول کموالی نه لیدل کېده.

له هغه وخت نه، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست په میاشت کې د افغانستان لپاره خپله نوې ستراتیژي اعلان کړه، او د امریکا هوایي ځواک ته یې لا نوره عملي ازادي ورکړه چې اورپکي تعقیب کړي، امریکایي پیلوټان پر طالبانو او د داعش پر جنګیالیو، د هغوی د روزنې په کمپونو او د نشه ییزو توکو په لابراتوارونو باندې بمبارۍ کوي.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ د ماموریت یوه جیګپوړي چارواکي او امریکایي ډګرجنرال لینس بنچ په وروستیو وختونو کې خبریالانو ته وویل، «سخته شخړه را روانه ده،»

د ای - ۱۰ تندربولټ II پيلوټ د جنورۍ په ۲۰ مه له کندهار هوایي ډګر څخه الوت ته چمتووالی کوي. متحده ایالاتو د اورپکو د نشه ییزو توکو د تولید د مرکزونو د په نښه کولو د یوې نوې ستراتیژۍ د برخې په توګه په افغانستان کې نورې امریکایي الوتکې توظیف کړي دي. [د متحده ایالاتوهوایي ځواک/ضابط سین مارټین]

د ای - ۱۰ تندربولټ II پيلوټ د جنورۍ په ۲۰ مه له کندهار هوایي ډګر څخه الوت ته چمتووالی کوي. متحده ایالاتو د اورپکو د نشه ییزو توکو د تولید د مرکزونو د په نښه کولو د یوې نوې ستراتیژۍ د برخې په توګه په افغانستان کې نورې امریکایي الوتکې توظیف کړي دي. [د متحده ایالاتوهوایي ځواک/ضابط سین مارټین]

هغه وویل، نوې پالیسي «په ریښتیا سره د لوبې د لوري بدلوونکې ده او طالبان په قاطع توګه هغه احساسوي».

متحده ایالات په افغانستان کې، چې له سوریې او عراق څخه له وتلو نه وروسته د امریکا د هوایي ځواک لپاره د عملیاتو مهمه سیمه ګرځېدلې، نور عسکر او الوتکې په کار ګوماري.په ورته وخت کې، هغه د افغانستان هوایي ظرفیتونه پیاوړي کوي.

د متحده ایالاتو الوتکو په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ۴۳۶۱ بمونه غورځولي -- چې په هغو کې له ۲۳۰۰ نه ډېر له اګست راهیسې غورځول شوي دي، چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ له ګډې مجموعې څخه ډېر دي.

د بي - ۵۲ بم غورځوونکیو په مرسته، متحده ایالاتو خپل کمپاین د چین او تاجکستان سرحدونو سره نژدې د افغانستان شمال ختیځ ته پراخ کړی دی.

'د نه ستنېدا ټکی'

په واشنګټن کې د ترهګرۍ څېړونکي ګروپ (TRAC) په یوه نوي راپور کې ویلي، د نسبتا نوي راپیدا شوي داعش له خوا د فعالیت په زیاتېدلو سره په ګډه، داسې ښکاري چې افغانستان «د نه راستنېدا جدي وضعې ته» ته رسېدلی دی.

د افغانستان په نامه «جنګي موسم» په دودیز ډول په پسرلي کې د ژمي له پای ته رسېدا څخه وروسته پیلیږي ځکه چې د تودوخې کنګل درجه او سخته واوره جنګ ډېر سختوي.

خو په وروستیو کلونو کې، طالب اورپکو په یخو میاشتو کې بریدونو ته دوام ورکړی دی.

په افغانستان کې د ناټو د هوایي قوماندانۍ مشر ډګرجنرال جیمز هیکر په کابل کې ای اېف پي ته وویل، «پخوانۍ ورځې، چې تاسو په کې د جنګ موسمونه لرل، له منځه تللي دي،»

په واشنګټن کې د بحران په نړیوال ګروپ کې یوه جیګپوړي تحلیلګر برهان عثمان وویل، دا ژمی له بل هر وخت څخه بدتر وو.

د افغانستان په پلازمېنه کې د تېرې میاشتې په بریدونو کې له ۱۰ ورځو څخه په کمه موده کې له ۱۳۰ کسانو څخه ډېر ووژل شول. عثمان د دغه بریدونو په هکله په خپل راپور کې وویل، «افغانستان له ۲۰۰۱ کال راهیسې... د بل هر ژمي په نسبت له ډېر سخت تاوتریخوالي سره مخامخ دی،»

له ډېرو بدو بریدونو څخه یو برید د جنورۍ په ۲۰ مه د کابل په پرتمین انټرکانټیننټل هوټل وشو،چې په کې طالب اورپکي چې په کلاشینکوفونو او ځانمرګو واسکټونو سمبال ول او کوټه په کوټه د خارجیانو په لټون پسې ګرځېدل.

په دغې ډلوژنې پسې یوه اونۍ وروسته په یوه بمي برید کې د یوه امبولانس په وسیله، چې چاودېدونکي مواد په کې ځای پرځای شوي ول، د کابل په یوه مزدحمه کوڅه کې برید وشوچې له ۱۰۰ نه ډېر کسان، چې اکثر یې ملکي خلک ول، ووژل، او د دې مسؤلیت هم طالبانو پر غاړه واخیست.

په دې ژمي کې جګړه له دې امله سخته وه چې ډېر طالب جنګیالي پاکستان ته د تګ پر ځای د جګړې په ډګر کې پاتې شول.په پاکستان باندې له ډېر وخت راهیسې تور دی چې اورپکو ته خوندي پټنځایونه برابروي -- خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي.

په کابل کې د پوځي چارو تحلیلګر متقاعد جنرال عتیق الله امرخېل ای اېف پي ته وویل، چې طالب جنګیالیو ته امر شوی چې په سرحد «د اوښتلو را اوښتلو پرځای دې پرمخ لاړ شي».

په هلمند ولایت کې د طالبانو یوه قوماندان مولوي احمد ای اېف پي ته وویل، «زه له یوه کال راهیسې پاکستان ته نه یم تللی، او زه به هلته لاړ نشم،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500