امنیت

د هلمند د نشه ییزو توکو پر لابراتوارونو بریدونو طالبان له ستونزو سره مخامخ کړي دي

د صفت الله زاهدي راپور

وګورئ، چې په هلمند ولایت کې د افغان او نړیوالو ځواکونو له خوا د طالبانو د نشه ییزو توکو د لابراتوارونو له په نښه کېدلو څخه وروسته څه پرځای پاتې دي. [صفت الله زاهدي]

لښکرګاه -- ځایي چارواکي او اوسېدونکي وایي، چې په هلمند ولایت کې د طالبانو د نشه ییزو توکو د لابراتوارونو پر ضد د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او د متحده ایالاتو د پوځ د روان کمپاین له امله طالبان خپل قوت او د تمویل سرچینې له لاسه ورکوي.

د هلمند والي حیات الله حیات سلام ټایمز ته وویل، چې د تېر نومبر په ۱۹مه د دغه کمپاین له پیلېدا راهیسې، د طالبانو د نشه ییزو توکو له ۳۹ نه زیات لابراتوارونه ویجاړ کړای شوي دي.

هغه وویل، «ځواکونو د دې دورې په ترڅ کې خواوشا ۴ ټنه نشه ییز توکي ویجاړ کړي دي. دا کمپاین بریالی دی ځکه چې ایتلاف د طالبانو اصلي عایداتي سرچینه په نښه کړه او لا هم د لابراتوارونو ویجاړولو ته دوام ورکوي.»

چارواکي وایي، تر اوسه پورې طالبانو ته له ۱.۳ میلیاردو افغانیو (۲۰ میلیونو ډالرو) څخه ډېر مالي زیانونه وراوښتي دي.

افغان پولیس د جنورۍ په ۱ د هلمند ولایت په مارجه ولسوالۍ کې د یوه پوځي عملیات پيلولو ته انتظار کوي. په سیمه کې د نشه ییزو توکو د لابراتوارونو پر ضد روانو عملیاتو طالبانو ته مالي زیانونه وررسولي دي. [صفت الله زاهدي]

افغان پولیس د جنورۍ په ۱ د هلمند ولایت په مارجه ولسوالۍ کې د یوه پوځي عملیات پيلولو ته انتظار کوي. په سیمه کې د نشه ییزو توکو د لابراتوارونو پر ضد روانو عملیاتو طالبانو ته مالي زیانونه وررسولي دي. [صفت الله زاهدي]

د افغان ملي اردو د ۲۱۵ قول اردو د قوماندان مرستیال ډګر جنرال عبدالهادي وویل، چې د هغه عسکر دې ته ژمن دي چې د نشه ییزو توکو فابریکې ویجاړې، او خپل ماموریت ته دوام ورکړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو اصلي عایداتی سرچینه نشه ییز توکي دي، او اوس مونږ دا مرکزونه، چې هر چېرې وي، ویجاړوو،»

هغه وویل، «مونږ د هلمند په شمالي او جنوبي ولسوالیو، لکه موسی کلا، سنګین، نوزاد او بهرامچه کې هغه ویجاړې کړي دي. دا د نشه ییزو توکو تر ټولو لوی مرکزونه ول، او مونږ دغه ټول سړکونه د هوا له لارې څارو.»

په ګاونډي ولایت کندهار کې د طالبانو د عایداتي سرچینو پر ضد د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو هوایي کمپاین د جنورۍ له ۱۹مې راهیسې هغه وخت پیاوړی شو، چې له متحده ایالاتو څخه د الف - ۱۰ سي تندربولټ II الوتکې، چې د وارتوګ په نامه هم یادېږې،راورسېدلې.

طالبان له ماتې سره مخامخ دي

د طالبانو د نشه ییزو توکو پر لابراتوارونو په پوځي بریدونو سربېره، دیني عالمان هم لاس په کار شوي، او په بزګرانو باندې تاکید کوي چې د کوکنارو کرنې ته، چې اورپکي ترې تمویلیږي، د پای ټکی کېږدي.

په لښکرګاه کې یوه دیني عالم مولوي محمد نسیم ودان وویل، د کوکنارو کرل او د عوایدو له ممنوع سرچینو څخه عشر او زکات اخیستل حرام دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا ناروا ده چې د اپین زکات او عشر ټول کړای شي، او هغه څوک چې داسې حرام مصرفوي هغه کس به په ژوند کې ارام ونه ویني،»

نقیب الله باور، چې ۲۵ کاله عمر لري او د پوهنتون محصل او د لښکرګاه اوسېدونکی دی، سلام ټایمز ته وویل، «طالبانو وبایلله ځکه چې د هغوی د نشه ییزو توکو فابریکې ویجاړې کړای شوې، او د افغان هوایي ځواک له وېرې، قاچاقچیان نشي کولی چې نور دا فابریکې جوړې کړي،»

هغه وویل، که ځواکونه د هغوی د نورو فابریکو ویجاړولو ته دوام ورکړي، کیدای شي چې طالبان نور هم مات شي او وبه نشي کړای چې د جګړې ډګر ته بېرته راستانه شي.

د ګرمسېر ولسوالۍ یوه ۲۹ کلن دوکاندار محب الله صمیم سلام ټایمز ته وویل، «مونږ په دې پوه شوي یو چې د طالبانو د کمزوري کولو ښه طریقه دا ده چې د هغوی د نشه ییزو توکو فابریکې ویجاړې کړای شي،»

هغه وویل، د روانو عملیاتو په نتیجه کې، طالبان دې ته مجبور شول چې نورې لږې ګټورې عایداتي سرچینې ومومي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500