رسنۍ

افغان چارواکي: سپوتنیک یو اوازې خپرونکی وېب سایټ دی چې په دروغو ولاړ دی

د زیار راپور

د افغاني رسنیو د کتونکیو او چارواکو په وینا، روسۍ خبري سرچینه سپوتنیک د ژورنالستیک استحکام فکر یا اخلاقي معیارونه نه لري. [سپوتنیک/الیکسي فیلیپوف]

د افغاني رسنیو د کتونکیو او چارواکو په وینا، روسۍ خبري سرچینه سپوتنیک د ژورنالستیک استحکام فکر یا اخلاقي معیارونه نه لري. [سپوتنیک/الیکسي فیلیپوف]

کابل -- افغان چارواکي او د رسنیو کتونکي د یو شمېر هغو رسنیزو سرچینو په هکله، چې داسې «خبرونه» خپروي چې ژورنالستیکو اصولو لکه استحکام او ریښتنولۍ ته پام نه کوي، اندېښنه ښیي.

روسی خبري وېب سایټ سپوتنیک یې ښه مثال دی.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند محمد صابر مومند سلام ټایمز ته وویل، «د یو شمېر رسنیزو سرچینو، او په ځانګړې توګه ځینې هغو وېب سایټونو کار، چې په افغانستان کې فعالیت کوي، د ژورنالیزم له اساساتو څخه سرغړونه کوي،»

هغه وویل، «د سپوتنیک له خوا خپاره شوي اکثر راپورونه له حقیقت نه لیرې او له مبالغې نه ډک دي. د دغه ډول رسنیو فعالیت یوازې یوه پایله لري چې د یوه ملت په عام فکر کې ګډوډي رامنځته کوي.»

د فبرورۍ په ۱۹مه د سپوتنیک د وېب سایټ اخیستل شوی یو عکس یوه لیکنه ښیي چې عنوان یې 'د ناروغ له بدن نه د روح وتل ' دی. شک لرونکي وایي، دغه ډول لیکنې، چې وړاندې کوونکي یې د خلکو له خوا کلېک کولو ته خوشحالیږي، د دې لپاره خپرېږي چې ناخبره لوستونکي ورجذب کړي. [آرشیف]

د فبرورۍ په ۱۹مه د سپوتنیک د وېب سایټ اخیستل شوی یو عکس یوه لیکنه ښیي چې عنوان یې 'د ناروغ له بدن نه د روح وتل ' دی. شک لرونکي وایي، دغه ډول لیکنې، چې وړاندې کوونکي یې د خلکو له خوا کلېک کولو ته خوشحالیږي، د دې لپاره خپرېږي چې ناخبره لوستونکي ورجذب کړي. [آرشیف]

سپوتنیک د افغان لوستونکیو لپاره په دری ژبه محتویات خپروي. روسیه همدارنګه، د روسیې غږ په نامه، د لنډې څپې یو راډېو سټېشن هم چلوي، چې د پښتو او دری په شمول په ګڼ شمېر ژبو خپرونې کوي.

مومند وویل، «له نېکه مرغه، د افغانانو ځوان نسل، چې پرانستي فکرونه لري، د داسې رسنیو د کار له ماهیت څخه خبر دی. نن ورځ، کله چې یوه پېښه رامنځته کیږي، هر څوک په څو خبري سرچینو کې د پېښې پرمختګ تعقیبوي.»

هغه وویل، «کله چې مونږ د خبرونو د تعقیبولو لپاره ګڼ شمېر سرچینې ولرو، هغه رسنۍ چې دقیقې وي هغه به په اتومات ډول د نورو له منځ نه راوځي،»

هغه وویل، «د اطلاعاتو او کلتور وزارت پلان لري چې د داسې رسنیزو سرچینو احتمالي خطرونه خلکو ته ورپه ګوته کړي. د هغې پالیسۍ تطبیق به په افغانستان کې د سپوتنیک په څېر خبري سرچینې بې مینه والو کړي.»

افغانان د اوازو خپرونکیو په وړاندې مقاومت ښیي

په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړپه ګټه نه ولاړې موسسې (نی) اجرائیه رییس عبدالمجیب خلوتګر وویل، «دا باید ذکر شي چې د هغوی له خوا د خبرونو په وړاندې کولو کې، د سپوتنیک په څېر رسنیزې سرچینې د ژورنالیزم اصلي اساسات، چې دقت او صحت دی، له پامه غورځوي».

هغه سلام ټایمز ته وویل، «له نېکه مرغه، د داسې [اوازې خپرونکیو رسنیزو سرچینو] شمېر کم دی، او هغوی اکثر وختونه آنلاین وي.

خلوتګر وویل، سپوتنیک د دروغو او غلطو معلوماتو د خپرولو لپاره د روسیې د حکومت د خصمانه کمپاین په اساس رامنځته شوی دی. هغه وویل، «خو دغه ډول چارې په ژورنالیزم کې ځای نه لري.»

هغه وویل، «د دغه وېب سایټ د پالیسۍ په اساس، هغه د ژورنالیزم د اصولو په پام کې نیولو سره معلومات نه خپروي. په بل عبارت... په اصل کې، هغه اوازې خپروي.»

د خلوتګر په وینا، له نېکه مرغه چې افغانان په اوازو باور نه کوي.

هغه وویل، «افغانان یو روښانه او په حقیقت ولاړ لید لري. د سپوتنیک کتونکي، چې اکثر په ښارونو کې اوسېږي، کولی شي چې د هغو رسنیزو سرچینو تر منځ، چې مبالغه کوي او هغه چې حقیقت وړاندې کوي، فرق وکړي.»

خلوتګر وویل، «افغان حکومت، رسنۍ، مدني فعالان او د پوهنتون استادان ټول خلکو او هغو کسانو ته چې د سپوتنیک کتونکي ګڼل کیږي، د معلوماتو د رسولو مسؤل دي. عامه پوهاوی کولی شي چې په عمومي توګه د انارشۍ د رامنځته کولو مخه ونیسي.»

مجتبی اکرمي چې ۲۴ کاله عمر لري او په کابل کې ژوند کوي، یو افغان ژورنالست دی چې خپل ډېر وخت د ټولنیزو رسنیو په وېب پاڼو د خبرونو په خپرولو لګوي. نوموړي وویل، هغه له ډېرو داسې خبري وېب سایټونو سره مخامخ کیږي چې «د ژورنالیزم په اصولو برابر نه دي».

هغه سلام ټایمز ته وویل، «نن ما په سپوتنیک داسې یو خبر ولید چې عنوان یې وو 'د ناروغ له بدن څخه د روح وتل'. له لیکنې سره یو بې کاره ویډیو کلېپ هم مل وو. زما په نظر، په داسې چلونو سره، سپوتنیک هڅه کوي چې خپل وېب سایټ ته نور کتونکي ورجلب کړي، خو دا کار کومه بریا نه لري.»

هغه وویل، «کله چې زه په یوه خبري سرچینه کې داسې د دروغو خبر وګورم، زه بیا داسې سرچینه نه ګورم. سپوتنیک یو اوازې خپرونکی وېب سایټ دی، داسې یو وېب سایټ چې افغان ځوانان به هېڅکله هم پرې باور ونه کړي.»

سپوتنیک هڅه کوي 'چې اندېښنې راوپاروي'

په ولسي جرګه کې د کابل یوه استازي فرهاد صدیقي د سپوتنیک او نورو غیرمعتبرو رسنیزو سرچینو کارونه وغندل.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «سپوتنیک ... همېشه یوازې د دروغو په اساس خپرونې کوي. دا وېب سایټ د روسیې له خوا تمویلیږي او هدف یې دا دی چې اوازې او دروغ خپاره کړي او په دې توګه اندېښنې راوپاروي.»

هغه وویل، «زه د خلکو د یوه استازي په توګه، د روسیې رسنیزه سرچینه سپوتنیک غندم. افغان حکومت باید د دپلوماتیکو چینلونو له لارې د هغه فعالیت ودروي او په کار دی چې د افغانستان دننه د بهرنیو رسنیزو سرچینو د کار د تنظیمولو لپاره یوه روښانه ستراتیژي جوړه کړي.»

په مشرانو جرګه کې د هلمند یوه استازي محمد هاشم الکوزي سلام ټایمز ته وویل، «هره رسنۍ، چې د ژورنالیزم د اساساتو پر خلاف کار کوي، باید پلټنه یې وشي،»

هغه وویل، «د توازن ساتلو اصل په رسنیو کې یو معیار دی، خو بیا هم، عام خلک باید په دې پوه کړای شي چې سپوتنیک تحریفات خپروي او دا چې هغوی باید هېڅکله هم پرې باور ونه کړي. زه پخپله د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره دغه وېب سایټ نه ګورم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلام. زه فکر کوم چې د افغانستان حکومت باید زمونږ د هېواد په هره وضعه یو نوی سیاست په مخکې ونیسي. لکه، دا چې حکومت ښایي هغو زده کوونکیو ته، چې غواړي چې بل هېواد ته لاړ شي او خپل مهارتونه پیاوړي کړي او علم ترلاسه کړي او بېرته راشي وطن ته خدمت وکړي، د دغه کار لپاره چانس برابر کړي. زه مطمئن یم چې د افغانستان حکومت کولی شي چې داسې وکړي. مننه

ځواب ورکړئ

ښاغلی، سلام. دا به د افتخار خبره وي چې زه نوره زده کړه وکړم. دا به ستاسو مهرباني وي چې داسې فرصت راکړئ چې زه نوره زده کړه وکړم او همدارنګه زه د افغانستان له کابل څخه دا ایمیل درلېږم. په درناوي امید نیازی

ځواب ورکړئ