امنیت

د سولې پروسې سره د پخوانیو طالب او داعش اورپکو په یوځای کېدلو سره په جوزجان کې امنیت ښه شوی دی

د سلیمان راپور

۱۳ پخوانيو اورپکو -- چې ۱۰ یې طالبان او ۳ نور د داعش غړي ول -- خپلې وسلې وسپارلې، او د فبرورۍ په ۱۲مه په جوزجان ولایت کې جوړو شویو مراسمو کې د سولې بهیر سره یوځای شول. [سلیمان]

جوزجان -- د اورپکو د دوه ګروپونو، چې یو یې طالبانو پورې او بل یې داعش پورې مربوط وو، مشران د فبرورۍ په ۱۲مه په یو لړ مراسمو کې په جوزجان ولایت کې حکومت ته تسلیم شول.

د جوزجان د والي د ویاند محمد رضا غفوري په وینا، په مجموعي توګه ۱۳ تنو پخوانيو اورپکو -- چې ۱۰ یې طالبان او ۳ نور د داعش غړي ول-- خپلې وسلې تسلیم کړې او د سولې پروسې سره یوځای شول.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د افغان حکومت او د امنیتي ځواکونو د مشروعیت په درک کولو سره، ۱۰ تنو طالبانو او ۳ تنو د داعش غړو، په ترتیب سره د احمد شاه او غلام رسول مشهور په پهلوان تر قوماندې لاندې، چې په قوش تېپه او درزاب ولسوالیو کې یې ورانکاري فعالیتونه ترسره کول، جنګ بس کړ او د سولې بهیر سره یوځای شول،»

هغه وویل، «د دغو طالب او داعشي اورپکو له ډلې څخه ځینو د قوش تېپې ولسوالۍ په چقمه چقور او شور قدوق کلیو کې، او همدارنګه د درزاب ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د حکومت پر ضد جنګونه کول،»

یوعکس، چې د فبرورۍ په ۱۲مه اخیستل شوی، پخواني داعش او طالب اورپکي ښیي چې خپلې وسلې افغان مقاماتو ته سپاري. [د جوزجان د والي د رسنیو دفتر]

یوعکس، چې د فبرورۍ په ۱۲مه اخیستل شوی، پخواني داعش او طالب اورپکي ښیي چې خپلې وسلې افغان مقاماتو ته سپاري. [د جوزجان د والي د رسنیو دفتر]

غفوري وویل، «اوس، وروسته له هغه< چې دغه پخواني اورپکي د سولې بهیر سره یوځای شول، په یادو سیمو کې به امنیتي وضعه ښه شي،»

'غله او لوټماران'

د طالبانو پخواني مشر احمد شاه سلام ټایمز ته وویل، «د هغه وخت په بهیر کې< چې ما له طالبانو سره تېر کړ، ما ولیدل چې هغوی څنګه وژنې، ظلمونه، غلاوې، لوټمارۍاو د ملکیانو په وړاندې ناوړه چلندونه کول، او له همدې امله زه د سولې بهیر سره یوځای شوم،»

هغه وویل، «له طالبانو سره له شپږ میاشتې کارکولو څخه وروسته، ما پرېکړه وکړه چې دغه ګروپ پرېږدم او له حکومتي ځواکونو سره یوځای شم. زه په نورو طالبانو غږ کوم چې تاوتریخوالی او د افغانانو وژل پریږدي،یو سوله ییز ژوند پیل کړي او د سولې پروسې سره یوځای شي.»

د داعش ګروپ پخواني مشرغلام رسول له ترهګرو سره په تېر وخت کې د ارتباط لرلو له امله پښېماني څرګنده کړه.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغوی د غلو او لوټمارانو یوه ډله ده چې د وطن د ویجاړولو او د ښوونځیو او پوهنتونونو ورانولو پسې راوتلي دي. مونږ په غلطه لاره تللي وو چې له هغوی سره یوځای شوي وو.»

هغه وویل، «مونږ په خپلو پخوانیو فعالیتونو باندې پښېمان یو. مونږ د سولې پروسې سره یوځای شوي یو چې د خپل هېواد د پرمختګ او د خپلو خلکو د خدمت لپاره کار وکړو،»

'د سولې دروازې پرانستې دي'

محلي حکومتي ادارې د پخوانیو اورپکو د ښه راغلاست لپاره مراسم جوړ کړي ول.

د جوزجان د ولایتي شورا یوه غړي مولوي عبدالحیات په مراسمو کې د خبرو کولو پر وخت وویل، «جګړه او د حکومت په وړاندې اختلاف د افغانستان د ستونزې د حل لارې نه دي. د اورپکو لپاره دا یو ښه فرصت دی چې د حکومت له عمومي عفوې څخه ګټه واخلي، د سولې پروسې سره یوځای شي او خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.»

د جوزجان د سولې د شورا رییس مولوي محمد اکرم سلام ټایمز ته وویل، «حکومت یاغیانو ته په پرانستې غېږ ښه راغلاست وایي، او د سولې دروازې یې پرانستې دي. حکومت او د سولې شورا دواړه به په هغه څه، چې په واک کې یې لري، د هغوی ملاتړ وکړي.»

د اکرم او نورو ولایتي چارواکو په وینا، د روان لمریز کال په بهیر کې په جوزجان کې نژدې ۱۰۰ تنه طالبان او د داعش جنګیالي له خپلو وسلو سره یوځای د سولې پروسې سره یوځای شوي دي.

هغه وویل، «له بده مرغه، لا هم یو شمېر یاغیان شته چې حقیقت یې نه دی درک کړی. زه له دې ځای نه په هغوی باندې غږ کومچې د خلکو په وړاندې له نور تاوتریخوالي څخه دې ځانونه وژغوري، را دې شي او د سولې بهیر سره دې یوځای شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500