انرجي

سیمه ییزو چارواکو د ټاپي د پایپ لاین د افغانستان د برخې د رغونې د چارو پرانسته وکړه

سلام ټایمز

د فبرورۍ په ۲۳مه په هرات ولایت کې اخیستل شوی یو عکس (له ښي څخه چپ لورته) د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي، افغان ولسمشر اشرف غني، ترکمن ولسمشر قربان ګلي بیردي محمدوف او په باندنیو چارو کې د هندوستان د دولت وزیر شري م. ج. اکبر په عین ورځ په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې لپاره د پيل له مراسمو څخه وروسته ښیي. [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ]

د فبرورۍ په ۲۳مه په هرات ولایت کې اخیستل شوی یو عکس (له ښي څخه چپ لورته) د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي، افغان ولسمشر اشرف غني، ترکمن ولسمشر قربان ګلي بیردي محمدوف او په باندنیو چارو کې د هندوستان د دولت وزیر شري م. ج. اکبر په عین ورځ په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې لپاره د پيل له مراسمو څخه وروسته ښیي. [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ]

هرات -- د افغانستان، پاکستان، هندوستان او ترکمنستان چارواکو د جمعې په ورځ /د فبرورۍ ۲۳ مه/ په رسمي ډول د یوه څو میلیارد ډالري ګاز پایپ لاین د افغانستان د برخې د رغونې کار پرانست او تمه کیږي چې دا به په جنوبي اسیا کې د انرژۍ د کمي په پوره کولو کې مرسته وکړي.

د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي، په باندنیو چارو کې د هندوستان د دولت وزیر شري م. ج. اکبر او ترکمن ولسمشر قربان ګلي بیردي محمدوف په هرات ولایت کې په افغان - ترکمن پوله کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره یوځای د رغونې د کار پرانسته وکړه.

د ترکمنستان - افغانستان - پاکستان - هندوستان (ټاپي) د طبیعي ګاز پایپ لاین به ۱۸۴۰ کیلومتره اوږدوالی ولري او د مهالوېش له مخې به د ۲۰۲۰ په لومړیو کې د ترکمنستان د ګلکینیش د ګازو له لوی مرکز څخه د ګازو پمپول پیل کړي.

په داسې حال کې چې پایپ لاین به د افغانستان له لارې تېر شيچې امنیتي اندېښنې ورسره ملې دي، دغه په کال کې ۳۳ میلیارد مکعب متره ګاز به، چې د دغه پایپ له لارې پمپ کېږي، د پاکستان او هندوستان له خوا پېرودل کیږي.

د ګازو د دغه ستر پایپ لاین لپاره د تمویل عمومي تصویر لا روښانه نه دی، او ویل کیږي چې د انرژۍ لوی فرانسوي تجارتي شرکت، ټوټل، په دې کې پاتې راغلی چې په دې پروژه کې راپور شوي ټکټانه ومني.

'د همکارۍ په برخه کې یوه نوې پاڼه'

د ای اېف پي د راپور له مخې، غني غونډې ته په خبرو کې وویل، چې دغه پایپ لاین به «دا هېوادونه سره متحد کړي».

هغه وویل، «په دې برخه کې منفي تبلیغات کېدل، خو اوس مونږ د ټاپي د ګازو د پایپ لاین د رغونې شاهدان یو. زمونږ پیغام د سیمه ییزې همکارۍ یو پیغام دی.»

هغه زیاته کړه، «د هرات، نیمروز، کندهار او هلمند خلک ښکاره ژمنتیا لري چې د افغان امنیتي ځواکونو تر څنګ ودرېږي او له دې پروژې سره مرسته کوي،»

پخوا له پایپ لاین سره د هندوستان ژمنتیا، له پاکستان سره د اړیکو او د مایع شوي طبیعي ګازمارکېټونو ته د اسان لاسرسي له امله، تر پوښتنې لاندې وه.

خو په باندنیو چارو کې د هندوستان د دولت وزیر په مراسمو کې په خپله وینا کې دغه پروژه «زمونږ د هدفونو یو سمبول» او د څلورواړو هېوادونو تر منځ «د همکارۍ په برخه کې یوه نوې پاڼه» په نامه یاده کړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500