امنیت

طالب اورپکي: ایران د ټاپي د افتتاح په مراسمو د بې دریغه برید حکم کړی وو

د سلیمان راپور

د ۱۰ طالب اورپکو یو ګروپ، چې د ایران له خوا ورته حکم شوی وو چې د ترکمنستان - افغانستان - پاکستان - هندوستان (ټاپي) پایپ لاین د افغان برخې د افتتاح په مراسمو برید وکړي، په هرات ولایت کې مقاماتو ته تسلیم شو. [سلیمان]

هرات -- د طالب اورپکو یو ګروپ، چې د ایران له خوا روزل شوی او تمویل شوی وو، د ترکمنستان - افغانستان - پاکستان - هندوستان (ټاپي) د طبیعي ګاز د پایپ لاین د افتتاح په مراسمو د برید د ماموریت له ترسره کولو څخه مخکې محلي مقاماتو ته تسلیم شو.

د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي، په باندنیو چارو کې د هندوستان د دولت وزیر شري م. ج. اکبر او ترکمن ولسمشر قربان ګلي بیردي محمدوف د فبرورۍ په ۲۳ مه په هرات ولایت کې په افغان - ترکمن پوله له افغان ولسمشر اشرف غني سره یوځای د رغونې د کار پرانسته وکړه.

د طالبانو د ۱۰ کسیز ګروپ قوماندان محمد ایوب علیزي وویل، ایران هغوی تربیه کړل، وسلې یې ورکړې او لارښوونه یې ورته وکړه چې په دغو مراسمو او پایپ لاین باندې برید وکړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ له سرحد نه اخوا د ایران په خاوره کې جنګي روزنه ترلاسه کړه. ایران مونږ ته پیسې، وسلې او تجهیزات راکړل چې مونږ وکولی شو چې د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد جنګ وکړو.»

د هرات والي محمد آصف رحیمي د فبرورۍ په ۲۱ مه په هرات ښار کې له پخوانیو طالب یاغیانو سره ستړي مه شي کوي. [سلیمان]

د هرات والي محمد آصف رحیمي د فبرورۍ په ۲۱ مه په هرات ښار کې له پخوانیو طالب یاغیانو سره ستړي مه شي کوي. [سلیمان]

علیزي وویل، «هغه کسان، چې له طالبانو سره یوځای کیږي، ایران هغوی په ۵ کسیزو، ۱۰ کسیزو، او ۱۰۰ کسیزو ګروپونو کې سره یوځای کوي او بیا یې د ایران په خاوره کې دننه په موټرو کې وړي او هلته درې میاشتې پوځي روزنه ورکوي،»

هغه وویل، «هغه طالبان، چې په ایران کې روزنه ترلاسه کوي، هغوی په لیلیو کې اوسیږي. هغوی په هغه هېواد کې ارام احساسوي او تر دې چې کولی شي چې تر ۱۵ ورځو پورې د ایران په ښارونو کې ازاد وګرځي.»

«وروسته له هغه، چې هغوی خپله روزنه بشپړه کړي، ایران هغوی افغانستان ته راستنوي خو یوازې وروسته له هغه چې هغوی ته پیسې او پوځي تجهیزات ورکړي چې د امنیتي ځواکونو پر ضد جنګ وکړي.»

علیزي وویل، «د حقیقت په موندلو او همدارنګه د دې لپاره، چې د ټاپي پروژې ملاتړ وکړو، مونږ له جنګ نه تېر شو او له حکومت سره یوځای شوو،»

دغه پایپ لاین به له ترکمنستان څخه د افغانستان د خاورې له لارې تر هندوستان پورې ۱۸۴۰ کیلومتره اوږدوالی ولري او د مهالوېش له مخې به د ۲۰۲۰ په لومړیو کې د ترکمنستان د ګلکینیش د ګازو له لوی مرکز څخه د ګازو پمپول پیل کړي.

تحلیلګران وایي چې ټاپي په افغانستان کې د ایران نورې پروژې ګواښي.

د ایران له خوا سبوتاژ

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل، «د فبرورۍ په ۲۱ مه او د امنیتي ځواکونو د هڅو په نتیجه کې، د طالبانو د ډلې ۱۰ غړي، چې د هرات ولایت په ګوزاره، ادرسکن او شینډنډ ولسوالیو کې یې د امنیتي ځواکونو پر ضد جنګونه کول، د سولې بهیر سره یوځای شول، او خپلې وسلې یې ورسره راوړې،»

فرهاد وویل، «د طالبانو د ډلې دغو غړو حقیقت درک کړ: چې جنګ د هغوی او د افغانستان لپاره تاوان رسوي، او د هغو هیوادونو په ګټه دی چې د طالبانو ملاتړ کوي،»

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ د استخباراتو رییس محمد نعیم غیور سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو دغه ګروپ ته د ایران له خوا وظیفه ورکړل شوې وه چې یو لړ ترهګریز بریدونه ترسره کړي او د ټاپي پروژې د افتتاح لپاره ستونزې جوړې کړي، خو زمونږ د امنیتي ځواکونو د هڅو په نتیجه کې، هغوی د سولې بهیر سره یوځای شول،»

په هرات ښار کې د ایران کونسل محمود افخمي رشیدي د طالب اورپکو له خوا شوې ادعاوې رد کړې.

فارس نیوز اژانس د افخمي رشیدي له قوله وویل، «دا ادعاوې مطلق دروغ دي،» خو شواهد په روښانه توګه له طالبانو سره د افغان حکومت او د هغه د ګټو پر ضد د ایران دوامدار ملاتړ په ګوته کوي.

د دې میاشتې په لومړیو کې، د افغانستان د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزي وویل، په دې کې شک نشته چې ایران د طالبانو ملاتړ کوي.

ستانکزي د فبرورۍ په ۴ مه له بي بي سي پاړسي سره په یوه مرکه کې وویل، «داسې شواهد شته چې ثابتوي چې روسیه او ایران له طالبانو سره یوڅه مرسته کوي، خو په هکله یې کافي اندازه معلومات نه دي خپاره شوي،»

ستانکزی تر ټولو جیګپوړی افغان چارواکی دی چې داسې تورونه لګوي.

په دې میاشت کې د فراه ولایت چارواکو هم په ایران تور ولګاوه چې په دې برخه کې اورپکو ته روزنه او تجهیزات ورکوي.

د فراه د ولایتي شورا یو غړی< دادالله قانع مخکې لاړ او ویې ویل چې د ایران جنګي ځواکونه د افغانستان په خاوره کې د جنګ کولو لپاره توظيف شوي دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ایراني جنرالان فراه ولایت ته راغلل چې طالبان وروزي او جنګ کنټرول کړي او څارنه یې وکړي. هغوی ان په جګړه کې هم برخه واخیسته.»

دا دوه مثالونه هغه وروستي شواهد دي چې ثابتوي چې ایران په فعاله توګه د افغانستان امنیت او بشپړتیا ته تاوان ور رسوي.

په هرات ولایت کې د سولې او امنیت ډاډمنول

د نوموړي ګروپ د تسلیمۍ او د سولې بهیر سره د یوځای کېدا پرېکړه له دې سره په یو وخت مخې ته راغله چې ملا محمد رسول ته د وفادارو طالبانو ډلې د ټاپي له پایپ لاین څخه د خپل ملاتړ ژمنه وکړه.

قاري یوسف احمدي، چې ادعا کوي د طالبانو ویاند دی، په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې طالبان «دې پروژې ته د هېواد د اقتصادي بېخبنا د یوه مهم عنصرپه سترګه ګوري او باور لري چې د هغې منظم تطبیق به افغانانو ته ګټه ور ورسوي،»

د امریکاغږ د راپور له مخې، د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، «مونږ تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې دې پروژې ته د امنیت برابرولو په برخه کې خپله همکاري اعلانوو،»

یوه بل پخواني طالب یاغي، صوفي عظیم، چې د سولې پروسې سره یوځای شوی، سلام ټایمز ته وویل، «جنګ ګاونډیو هېوادونو ته ګټه ور رسوي او هغوی د افغانستان ورانول غواړي. همدا دلیل وو چې مونږ جنګ بس کړ،او مونږ په نورو طالب جنګیالیو باندې غږ کوو چې د خارجیانو د ګټو لپاره دې کار نه کوي

هغه وویل، «مونږ غواړو چې زمونږ وطن ته سوله او ارامي راشي، او مونږ همدارنګه غواړو چې زمونږ خلک په سوله کې ژوند وکړي،» هغه زیاته کړه، «مونږ له حکومت څخه غواړو چې مونږ ته کاري فرصتونه برابر کړي.»

د هرات ولایت یوه اوسېدونکي د سولې پروسې سره د طالبانو د ګروپ د یو ځای کېدا په خبر خوښي څرګنده کړه.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د ټاپي پروژه، چې افغانستان ته ډېرې اقتصادي ګټې لري، امنیت ته ضرورت لري. له نېکه مرغه، له جګړې څخه د طالبانو راوتل او د سولې پروسې سره د هغوی یوځای کېدل، به په هرات کې امنیت ډاډمن کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا یو ښه پروګرام دی چې له لارې یې مونږ کولی شو چې له خبرونو او د روانو پېښو په هکله له معلوماتو څخه خبر شو.

ځواب ورکړئ