سياست

طالبانو د افغان شخړې په هکله له امریکا سره د مخامخ خبروغوښتنه وکړه

ای اېف پي

طالب جنګیالي د تیر چنګاښ په ۲۷ مه د پکتیا ولایت د ګردېز په لمنو کې په احمد ابا ولسوالۍ کې له کلیوالو سره خبرې کوي. [فریدالله احمدزی/ای اېف پي]

طالب جنګیالي د تیر چنګاښ په ۲۷ مه د پکتیا ولایت د ګردېز په لمنو کې په احمد ابا ولسوالۍ کې له کلیوالو سره خبرې کوي. [فریدالله احمدزی/ای اېف پي]

کابل -- طالبانو له څومیاشتنیو سختو ترهګریزو بریدونو څخه وروسته د پالیسۍ په یوه څرګند بدلون کې، له متحده ایالاتو سره د مستقیمو خبرو ترسره کولو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د شخړې لپاره یوه «سوله ییزه حللاره» ومومي.

په یوه خبرپاڼه کې چې د دوشنبې په ورځ /د کب ۷ مه/ خپره شوې، طالبانو د خپل رسمي نوم په کارولو سره ویلي، چې هغوی «په امریکایي چارواکو غږ کوي چې د افغان شخړې د یوه سوله ییز حل لپاره د اسلامي امارت له سیاسي دفتر سره نېغ په نېغه خبرې وکړي،»

امریکایي چارواکو تر اوسه پورې په دې هکله څه غبرګون نه دی ښودلی، خو پخوا یې تاکید کاوه چې په هرو خبرو کې باید په کابل کې افغان حکومت شامل وي.

کابل په اورپکو باندې تاکید وکړ چې «عملي ګامونه» واخلي، او د حکومت ویاند هارون چخانسوري زیاته کړه چې «د سولې د خبرو لپاره ټولې دروازې پرانستې دي».

هغه یوه خبري کانفرانس ته وویل، «که هغوی افغانان وي، هغوی باید راشي او له افغان حکومت سره خبرې وکړي،»

د خبرو کولو دا غوښتنه لږ مخکې له هغه کیږي چې په کابل کې د سولې په هکله یو سیمه ییز کانفرانس جوړیږي او په هغه کې د ۲۵ هېوادونو استازي سره راټولېږي او د ترهګرۍ پر ضد او د شخړې د حل د ستراتیژیو په هکله خبرې اترې کوي.

طالبانو د سلواغې په نیمایي کې د امریکا خلکو او د متحده ایالاتو کانګرس ته یو پرانستی لیک خپور کړ، او وړاندیز یې وکړ چې ښایي یاغیان خبرو ترسره کولو ته تیار وي.

خبرو اترو ته دا ښکاره تیاری د دغه اورپکي ګروپ له خوا غیرعادي دی. هغوی په وار وار ویلي چې هغوی به تر هغه وخته پورې خبرې اترې ونه کړي چې بهرني عسکر له هېواد څخه وځي.

بریدونه روان دي

د متحده ایالاتو ادارې په تېر اګست کې د یوې نوې افغان ستراتیژۍ په اعلانولو سره، وویل، چې متحده ایالات به په افغانستان کې تر نامعلومې مودې پورې حضور ولري، او واشنګټن د اورپکو په مرکزونو باندې بریدونه زیات کړل.

د سلواغې په میاشت کې، د متحده ایالاتو ادارې په کابل کې د یاغیانو له یو لړ بریدونو څخه وروسته له طالبانو سره خبرې اترې ترسره کول نفي کړل .

دغو بریدونو -- د کابل په انټرکانټیننټل هوټل کې ډله ییزې وژنې،له جمهوریت روغتون سره نژدې د امبولانس په وسیله یوه بمي بریداو په یوه نظامي کمپاونډ باندې یوه برید -- له ۱۳۰ څخه د ډېرو کسانو ژوند واخیست.

د افغانستان پلازمېنه به د چارشنبې په ورځ /د کب ۹ مه/ د کابل د پروسې کوربه وي،چې د سولې په بیا پېلېدونکیو خبرو او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د سیمې د هېوادونو په یو کولو باندې به تمرکز کوي.

افغان ولسمشر اشرف غني د سې شنبې په ورځ /د کب ۸ مه/ وویل، «د کابل کانفرانس کې به مونږ د طالبانو او پاکستان لپاره د سولې یو هر اړخیز پلان وړاندې کړو،»

دا کانفرانس د تیر غبرګولي په میاشت کې ترسره شوې کتنې پسې ترسره کیږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500