امنیت

امنیتي ځواکونو په لغمان کې د طالبانو - داعش د نښتو په ترڅ کې عملیات پیل کړل

د خالد زېري راپور

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په لغمان ولایت کې، د داعش او طالب جنګیالیو ترمنځ له نښتو څخه په استفادې سره، عملیات پيل کړي چې دواړه له منځه وېسي. [خالد زېری]

ننګرهار -- د ځایي چارواکو په وینا، په لغمان ولایت کې له یوې میاشتې څخه د ډېرې مودې راهیسې د داعش او طالبانو تر منځ نښتې روانې دي، چې تر اوسه پورې تر ۴۰ پورې اورپکي په کې وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو، د دواړو اورپکو ډلو تر منځ له اوږدې دښمنۍ څخه په استفادې سره، عملیات پیل کړي چې دواړه له منځه وېسي.

د ترهګرو د پټنځایونو ویجاړول

د لغمان د ولایتي چارواکو په وینا، د داعش او طالبانو پر ضد د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو عملیات د فبرورۍ په ۱۶ مه د الینګار ولسوالۍ له سنګره درې څخه پیل شول.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک سلام ټایمز ته وویل، «افغان ځانګړیو ځواکونو د نورو افغان ځواکونو تر څنګ په سنګر دره کې عملیات پیل کړل او تر ۱۰ تنو پورې طالبان یې ووژل،»

یو افغان عسکر د نومبر په ۱۲مه د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د مخکینیو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د اورپکو لټون کوي. [خالد زېری]

یو افغان عسکر د نومبر په ۱۲مه د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د مخکینیو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د اورپکو لټون کوي. [خالد زېری]

هغه وویل، «حکومت د دې عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو یو محبس، چې ۳۰ تنه افغانان په کې بندیان ول، ونیو. هغوی ټول ازاد کړای شول. په بندیانو کې کوچني هلکان هم شامل ول چې ازادا کړای شولاو خپلو کورونو ته بېرته ستانه شول.»

هغه وویل، بندیان ملکي خلک ول چې له حکومت سره یې کوم تړاو نه درلود، خو په دروغه په جاسوسۍ تورن کړای شوي ول.

د ځواک په وینا، افغان ځواکونو خپل عملیات پراخ کړل چې د سنګر درې په پورتنیو سیمو کې داعش وځپي. افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د افغان هوایي ځواک ملاتړ له ځانونو سره لري. افغان هوایي ځواک د ترهګرو په پټنځایونو او سوریو باندې بمونه وورول.

د افغانستان په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ډګرمن شېرین اغا فقیري سلام ټایمز ته وویل، «افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د هر دښمن په وړاندې د مبارزې لپاره ولاړ دي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په لغمان ولایت کې داعشیان او طالبان ځپل شوي، او د پاتې کسانو لپاره یې د لټون عملیات روان دي. نور اورپکي به هم ډېر ژر له منځه وېوړل شي.»

هغه وویل، افغان امنیتي ځواکونه «په قوي وسلو سمبال دي او د هوایي ځواک ملاتړ ورسره دی، او دښمن نشي کولی چې جنګ ورسره وکړي. مونږ به دې عملیاتو ته تر هغه وخته پورې دوام ورکړو چې په الینګار او نورو ولسوالیو کې داعش او طالبان وځپو.»

'ملکي خلک له کړاو سره مخامخ دي'

ځواک وویل، «داعش او طالبانو د جنورۍ په نیمایي کې د الینګار ولسوالۍ په نورلام دره کې یو د بل په وړاندې جنګ پیل کړ، او تر اوسه پورې د دواړو ترهګرو ګروپونو خواوشا ۴۰ جنګیالي وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان شوي دي،»

هغه وویل، «مخکې، دا سیمه د طالبانو تر کنټرول لاندې وه، خو وروسته داعش راغی او هغوی یو پر بل بریدونهپیل کړل،»

ځواک وویل، «هغوی دواړه زمونږ دښمنان دي. دواړه ترهګرې ډلې دي، او ملکي خلک وژني، نو هغوی باید له منځه وېوړل شي،»

د الینګار ولسوالۍ د لوکر سیمې یوه ۳۲ کلن اوسېدونکي سید رؤف وویل، «ملکي خلک له کړاوونو سره مخامخ دي. ځینې اوسېدونکیو کډې وکړې، او نور نشي کولی چې حتی له خپلو کورونو څخه وځي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «لومړی، هلته طالبان ول. وروسته، د تورو بیرغونو والا راغلل. هغوی یو بل ته ډېر تلفات ور واړول، او تر اوسه هم سره جنګونه کوي.»

هغه وویل، «هغوی ښوونځي بند کړي، هغوی واکسینونه درولي او وحشتونه ترسره کول یې پیل کړي دي،»

د لغمان د ولايتي شورا یوه غړي اجمل وفا سلام ټایمز ته وویل، «دا دواړه ګروپونه ولس ته تاوانونه وراړوي ځکه چې هغوی زمونږ د حکومت پر ضد جنګ کوي. اوس حکومت هغوی محاصره کړي او د هغوی پر ضد یې عملیات پیل کړي چې په بري سره پرمخ روان دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500