ټولنه

د افغانستان قرغز نژاده وګړي 'د نړۍ په بام' ایسار پاتې دي

ګوهرعباس/ای اېف پي

دا عکس، چې د تېر اکتوبر په ۷ مه اخیستل شوی، قرغز نژاده کوچۍ کورنۍ ښيي چې په افغانستان کې په واخان دهلېز کې په ځنګلي غواګانو باندې سفر کوي. قرغز کوچیانو له پېړیو راهیسې له منځنۍ اسیا څخه تر جنوبي اسیا پورې ازاد تګ راتګ کاوه، او د خپلو مالونو له رمو سره به په سیندونو او په واورو پوښلو غرونو باندې تېرېدل راتېرېدل، خو اوس د هغوی۱۱۰۰«د نړۍ په بام» باندې -- د افغانستان په لیرې پراته او غرني واخان دهلېز کې ایسار پاتې دي. [ګوهرعباس/ای اېف پي]

دا عکس، چې د تېر اکتوبر په ۷ مه اخیستل شوی، قرغز نژاده کوچۍ کورنۍ ښيي چې په افغانستان کې په واخان دهلېز کې په ځنګلي غواګانو باندې سفر کوي. قرغز کوچیانو له پېړیو راهیسې له منځنۍ اسیا څخه تر جنوبي اسیا پورې ازاد تګ راتګ کاوه، او د خپلو مالونو له رمو سره به په سیندونو او په واورو پوښلو غرونو باندې تېرېدل راتېرېدل، خو اوس د هغوی۱۱۰۰«د نړۍ په بام» باندې -- د افغانستان په لیرې پراته او غرني واخان دهلېز کې ایسار پاتې دي. [ګوهرعباس/ای اېف پي]

واخان دهلېز، افغانستان -- یو کم شمېر قرغز نژاده وګړي، چې د تاریخ اړ او پېچ را ایسار کړي، د افغانستان په شمال کې په یوه کونج کې، چې د ژوند شرایط په کې مساعد نه دي، له سختیو نه ډک ژوند ته دوام ورکوي.

قرغز کوچیانو له پېړیو راهیسې له منځنۍ اسیا څخه تر جنوبي اسیا پورې ازاد تګ راتګ کاوه، او د خپلو مالونو له رمو سره به په سیندونو او په واورو پوښلو غرونو باندې تېرېدل راتېرېدل، خو اوس د هغوی یو شمېر وګړي «د نړۍ په بام» باندې -- د افغانستان په لیرې پراته او غرني واخان دهلېز کې په دې هیله وخت تېروي چې له سختیو څخه د وتلو لار ومومي.

په سیمه کې سیاسي تغیراتو او تاوتریخوالي ورو ورو هغوی په یوه تنګه کې ور ایسار کړي دي. هلته سړکونه نشته، او نژدې سرحدونه یو په بل پسې بند شوي، چې قرغز وګړي یې له یوه خطرناک ژوند سره مخامخ کړي دي.

یوه زهیر قرغز مشر، جوبای، چې کڅوړنې سترګې او ډډ غږ یې درلود، وویل، «مونږ تصادفي افغانان یو،»

دا عکس، چې د تېر اکتوبر په ۱۰ مه اخیستل شوی، یو قرغز هلک ښیي چې په افغانستان کې په واخان دهلېز کې خپلې دودیزې خېمې ته ننوځي. [ګوهرعباس/ای اېف پي]

دا عکس، چې د تېر اکتوبر په ۱۰ مه اخیستل شوی، یو قرغز هلک ښیي چې په افغانستان کې په واخان دهلېز کې خپلې دودیزې خېمې ته ننوځي. [ګوهرعباس/ای اېف پي]

دا عکس، چې د تېر اکتوبر په ۷ مه اخیستل شوی، قرغز نژاده کوچۍ کورنۍ ښيي چې په افغانستان کې په واخان دهلېز کې په ځنګلي غواګانو باندې سفر کوي. [ګوهرعباس/ای اېف پي]

دا عکس، چې د تېر اکتوبر په ۷ مه اخیستل شوی، قرغز نژاده کوچۍ کورنۍ ښيي چې په افغانستان کې په واخان دهلېز کې په ځنګلي غواګانو باندې سفر کوي. [ګوهرعباس/ای اېف پي]

هغه د خپل قوم په هکله، چې تحلیلګران یې شمېر یوازې ۱۱۰۰ بولي، وویل، «مونږ دا وطن نه دی انتخاب کړی، خو مونږ بل ځای نه لرو چې هلته ورشو،»

په یوه یخه سیمه کې، چې هلته ډېر کم تودوخه د کنګل له درجې څخه پورته کیږي او بوټي په کې نه شنه کیږي، د ژوند توقع کمه ده.

په بشکېک کې د کراس لېنک نړیوالې پرمختیایي موسسې رییس جېف واکس وویل، په دریو کې یوه ښځه د زېږون پر وخت د اختلالاتو له امله مري، په داسې حال کې چې ۵۳٪ ماشومان له پنځه کلنۍ څخه وروسته ژوندي نه پاتې کېږي.

هغه ای اېف پي ته وویل، «هغوی په یوه لیرې پرته سیمه کې د ژوند او مرګ تر منځ د یوه ګړنګ پرغاړه ژوند کوي،»

هغه زیاته کړه، «هغوی ژوند ته دوام ورکوي... او له سلګونو کالو راهیسې همداسې را روان دي،»

د ډاکټرانو یا کلینیکونو په نشتوالي کې، حتی وړې ناروغۍ کولی شي چې د مرګ سبب شي.

یوه محلي شپانه، تیلو، چې لاسونه یې د دغه دهلېز د نورو اوسېدونکیو په څېر داسې پتري پتري ول چې پوستکی یې چاودلی او وینې وینې وو، دا خبره ومنله چې «د نویو پیدا کېدونکیو کسانو په نسبت ډېر کسان مري،»

'د نړۍ بام'

د واخان دهلېز تر ډېره له وچو درو او ډبرینو غرنیو غاښو څخه جوړ دی. هغه د ۱۹مې پېړۍ د لویې لوبې په نتیجه کې رامنځته شو، هغه وخت چې برتانوي او روسي امپراتوریو په منځنۍ اسیا کې د نفوذ لپاره سره جګړې وکړې-- او د ځمکې له دې اوږدې، نرۍ ریتاړې څخه د پراخېدونکیو ځواکونو تر منځ د یوه حایل په توګه کار واخیستل شو.

د دې ځای اوسېدونکي، قرغزیان او د دهلېز بل سر ته لوی واخي قوم، خپلې دې سیمې ته د نړۍ بام وایي، ځکه چې هغه د اسیا د درې تر ټولو لوړو غرنیو سلسلو-- هندوکوش، قراقرم او پامیر د یوځای کېدلو په نقطه کې واقع دی، چې درې واړه په ګډه د پامیرڅوکه جوړوي.

تر ټولو نژدې ښارګوټی، اشکاشم، د اس یا ځنګلي غوا په مزل درې ورځې لیرې پروت دی او داسې نرۍ لاره ورغلې چې له تېرو غرنیو غاښو او تنګو درو څخه تېرېږي، او یو غلط قدم هم کولی شي چې د مرګ سبب وګرځي.

د افغانستان د تحلیلګرانو د شبکې (ای ای اېن) کارکوونکې کېټ کلارک وویل، چې پخوا قرغزیان په واخان کې یوازې د اوړي لپاره درېدل، او زیاته یې کړه چې دغه کوچیان به له سختو ژمو څخه د خلاصون لپاره قرغزستان، تاجکستان او د چین سینڅیانګ ته تلل.

هغې ای اېف پي ته وویل، «د ۱۹۱۷ له روسي او د ۱۹۴۹ له کمونستي انقلابونو څخه وروسته، ډېر واخان ته لاړل، او د کمونستانو له خوا د اشتراکي مالکیت په نسبت یې سختې یخنۍ ته ترجیح ورکړه،»

په ۱۹۴۷ کال کې د برتانوي هند خپلواکۍ او د پاکستان رامنځته کېدا د جنوب خوا ته یو بل سرحد هم پرې سخت کړ، او د ۲۰ مې پېړۍ په نیمايي کې دغه ګروپ د یاد دهلېز په شمالي برخه کې ایسار شو.

'مونږ په ځوانۍ کې مړه کیږو'

په ۱۹۷۸ کال کې په کابل کې کمونستي کودتا هغوی د هغوی د مشر حاجي رحمان ګل په مشرۍ دې ته جوړ کړل چې د ۱۶۳۰۰ فټه لوړ ارشاد غاښي له لارې پاکستان ته لاړ شي.

خو وروسته له هغه، چې د هغوی سلګونه کسان په اوبو کې د رامنځته شویو ناروغیو له امله مړه شول، د ګروپ ډېر کسان بېرته واخان ته راستانه شول.

د دغو قرغزیانو له ډلې څخه یوه کوچني ګروپ په ترکیه کې پناه واخیسته، خو نور یې لا هم په واخان کې د ژوند په هیله وخت تېروي.

تیلو وویل، «مونږ ایسار یو»

کابل قرغزیان افغان اتباع بولي، خو دغه خلک افغانستان ته د یوه خارجي هېواد په سترګه ګوري او په ۱۹۹۱ کال کې د شوروي اتحاد له ړنګېدا راهیسې هڅه کوي چې په قرغزستان کې ځای پرځای شي.

په قرغزستان کې د هغوی بیا ځای پرځای کېدلو ته د یوې مهمې مسئلې په سترګه نه کتل کیږي. یو په بل پسې راغلیو حکومتونو د کلونو په اوږدو کې د داسې نوښتونو اعلانونه کړي چې د واخان دهلېز د اوسېدونکیو قرغزیانو په شمول خواوشا ۲۲۰۰۰ قرغز نژادو ته، چې په بهرنیو هېوادونو کې اوسېږي، د ورستنېدنې او تابعیت ورکولو په برخه کې به مرسته وکړي، خو په دې برخه کې ډېر لږ ګامونه اخیستل شوي دي.

جوبای وویل، «بالاخره، د قرغزستان حکومت ورستنونه پیل کړې او سږکال ځینې کورنۍ لاړې،»

خو په کابل کې د قرغزستان سفارت د یادې ټولنې د ستنونې د هڅو په هکله انکار وکړ، او تاکید یې وکړ چې هغه لږ شمېر کسان، چې قرغزستان ته بوول شوي، یوازې د ښوونې او روزنې ترلاسه کولو لپاره لېږل شوي دي.

په افغانستان کې د قرغزستان د سفارت شارژدافیرز اوچکون ایرلایف ای اېف پي ته وویل، «دغه قرغزنژاده وګړي د افغانستان اتباع دي،» او زیاته یې کړه چې د هغه حکومت هغوی ته هر کال د خوړو، تودو کالیو او درملو په شمول بشري مرستې برابروي.

خو د تیلو لپاره، په قرغزستان کې د راتلونکي ژوند جوړول د هغه د خلکو د ژوندي پاتې کېدلو لپاره تر ټولو ښه هیله ده.

هغه په یوه ترخه موسکا سره وویل، «څوک غواړي چې دلته ژوند وکړي، خو بله لاره نشته... مونږ هېڅکله نه زړېږو ځکه چې مونږ په ځوانۍ کې مرو،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500