د ښځو حقوق

افغان ښځې او ځوانان د پرمختګ لپاره مبارزه کوي، د اورپکو د ګواښونو پروا نه کوي

د سلیمان راپور

د حقیقي موډلېنګ ادارې موډلونه د ۲۰۱۶ په مارچ کې په کابل انټرکانټیننټل هوټل کې ښودنه کوي. [له حقیقي موډلېنګ ادارې نه په مننه]

د حقیقي موډلېنګ ادارې موډلونه د ۲۰۱۶ په مارچ کې په کابل انټرکانټیننټل هوټل کې ښودنه کوي. [له حقیقي موډلېنګ ادارې نه په مننه]

کابل -- افغان ښځې او ځوانان د اورپکو د ګواښونو په وړاندې مقاومت کوي، او وایي چې هغوی به له پخوا څخه ډېر خپلو هڅو او کارونو ته پراختیا ورکړي.

په کابل کې د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو فعالې حمیدې وردک وویل، «د ۱۶ کالو په ترڅ کې، ښځینه فعالانې د ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه د طالبانو له خوا له ننګونو او ګواښونو سره مخامخې دي،»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «له دې سره سره، د ښځو مدني فعالیتونه کم شوي نه دي او پرعکس یې، د ښځو لپاره د مدني ټولنې نورې موسسې او د عدالت غوښتنې مرکزونه جوړ شوي دي.»

وېره اچونه نشي کولی چې پرمختګ ودروي

حمیدې وردک وویل، «د افراطي او ترهګرو ګروپونو له خوا د ځانمرګو بریدونو او د ښځینه مدني او د ښځو د حقونو د فعالانو د وژنو په شمول -- د داسې ګواښونو له موجودیت سره سره -- مونږ لا هم په ټول افغانستان کې د ښځو له خوا په سلګونو غونډې، مدني احتجاجونه او د عدالت غوښتنې فعالیتونه وینو،»

د زن تلوېزیون یوه ۲۳ کلنه پروګرام وړاندې کوونکې، فرشته محبوبي، چې د اکتوبر په ۳۰ مه یې په کابل کې عکس اخیستل شوی، وایي چې هیڅوک نشي کولی چې هغه له کار کولو څخه منع کړي. [زیار]

د زن تلوېزیون یوه ۲۳ کلنه پروګرام وړاندې کوونکې، فرشته محبوبي، چې د اکتوبر په ۳۰ مه یې په کابل کې عکس اخیستل شوی، وایي چې هیڅوک نشي کولی چې هغه له کار کولو څخه منع کړي. [زیار]

هغې وویل، «د افغان ښځو او ځوانانو په منظمه توګه زیاتېدونکي فعالیتونه ښیي چې نه طالبان او نه نور ترهګر ګروپونه کولی شي چې هېڅکله د ګواښونو او وېرې اچونې د تکتیکونو له لارې د هغوی د مدني اشتراک مخه ونیسي،»

حمیدې وردک وویل، یوازې ۱۰ کاله مخکې، ښځو نشوای کولای چې د طالبانو او ټولنیزو محدودیتونو له امله په ټولنیزو رسنیو خپل اصلي نومونه وکاروي.

هغې وویل، «خو نن ورځ، په زرګونو افغان نجونې او ښځې له کومې وېرې پرته د خپلو نومونو او عکسونو په کارولو سره د ټولنیزو رسنیو په پاڼو فعالیت کوي، خپلې غوښتنې مطرح کوي، اومدني نارضایتۍ او د ترهګرو او افراطي ګروپونو پر ضد خپل موقفونه څرګندوي،»

حمیدې وردک وویل، «مدني فعالان، د ځوانانو حرکتونه او د عدالت غوښتنې حرکتونه به هېڅکله دغه ډول ګواښونو ته سرونه ټیټ نه کړي او مونږ به حتی یو قدم هم شاته لاړ نشو،»

د مرګ د ګواښونو پروا نه کول

ښځې او ځوانان خپل غږونه اوچتوي او په داسې برخو کې کارونه کوي چې د طالبانو د ظالمانه رژیم په دوره (۱۹۹۶-۲۰۰۱) کې یې نوم هم نه وو اورېدل شوی.

د طالبانو، داعش او نورو اورپکو ډلو له خوا د موجودو ګواښونو له پروا کولوڅخه پرته، دا افغان پرمختلونکي ژمنه کوي چې هېڅکله به پرشا لاړ نشي.

په کابل کې د حقیقي موډلېنګ ادارې مشر اجمل حقیقي له تېرو ۱۰ کالو راهیسې د فېشن د یوه موډل په توګه کار کوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، د طالبانو د وحشت د کلونو په ترڅ کې د موډلېنګ په هکله فکر هم نشو کېدلی، او زیاته یې کړه چې نوموړی په دوامداره توګه د اورپکو له خوا له ګواښونو سره مخامخ دی.

هغه وویل، «زمونږ په ګروپ کې ۵۲ ځوان نارینه او ښځینه موډلونه موجود دي. مونږ د موډلېنګ له لارې خپل کلتور او دودیز کالي ښیو. مونږ همدارنګه غواړو چې د هغوی د بېلابېلو کالیو په ښودلو سره په افغانستان کې بېلابېل نژادي ګروپونه سره متحد کړو.»

هغه وویل، «سره له دې چې طالبانو، داعش او لسګونو نورو مونږ له ننګونو او ګواښونو سره مخامخ کړي یو، ما او همدارنګه نورو موډلانو هېڅکله هم کار کول بس نه کړل. مونږ د دغو ټولو ګواښونو او ننګونو پروا ونه ساتله او پرمخ تګ ته مو دوام ورکړ.»

حقیقي وویل، «طالبانو په مکرر ډول ګواښ کړی چې ما ووژني، خو بیا هم، ما خپل فعالیتونه پراخ کړي، او زما د موډلېنګ په ګروپ کې د موډلانو شمېر مخ په ډېرېدلو روان دی. زه به تر هغه وخته، چې زما په رګونو کې وینه روانه وي، خپل کار ونه دروم.»

حقیقي د هغه څه، چې د منلو وړ دي، د پولو پراخولو ته دوام ورکوي.

هغه وویل، «۷ میاشتې مخکې، ما په کابل کې د سرې قالینې د موډلېنګ لومړنی پروګرام ترسره کړ. ترهګرو ګروپونو مونږ ته ګواښونه وکړل او ویې ویل، 'مونږ به ستاسو پروګرام والوزوو.'»

هغه وویل، «خو مونږ د چاودنې یا ګواښونو پروا ونه کړه، او خپل پروګرام مو په بریا سره ترسره کړ. مونږ حتی وویل، 'که تاسو په چاودنو کې زمونږ لاسونه او پښې هم پرې کړئ، مونږ به خپل د موډلېنګ فعالیتونو ته دوام ورکړو.'»

حقیقي وویل، «هغه لاره چې مونږ انتخاب کړې، نه طالبان نه داعش او نه بل افراطي ګروپ کولی شي چې هغه بدله کړي. مونږ به د ترهګرو له غیرانساني فعالیتونو سره سره، خپلې لارې ته دوام ورکړو.»

ښځې د طالبانو پروا نه کوي

یوې ځوانې ژورنالستې انګېزې لطیفي، چې په کابل کې کار کوي، سلام ټایمز ته وویل، «طالبان، داعش او ټول نور ترهګر ګروپونه په حقیقت کې د افغانانو او په ځانګړې توګه د افغان ښځو دښمنان دي،»

هغې وویل، «افغان ښځینه ژورنالستانې د ټولنې د بل هرقشرپه نسبت ډېرې د هغو ګواښونو اصلي هدفونه دي چې دغه ګروپونه یې پېښوي، په داسې حال کې چې ښځینه ژورنالستانې په خپل ټول قوت سره د دغو دښمنانو پر ضد ولاړې دياو سخت زیار ګالي چې په مختلفو ولایتونو کې معلومات خپاره کړي.»

هغې وویل، «د رسنیو له لارې، زه حقیقت وړاندې کوم، زه د ننګونو په وړاندې مبارزه کوم او زه د افغانو ښځو غږ منعکسوم.نه طالبان او نه بې امنیتي هېڅکله کولی شي چې ما عامو خلکو ته د معلوماتو له رسولو څخه ایساره کړي.»

لطیفي وویل، «زه به د ژورنالیزم په برخه کې کار کولو ته دوام ورکړم... او له دې ډول کار سره تړلي ګواښونه به قبول کړم.»

په کابل پوهنتون کې د دری ادبیاتو یوې محصلې فتانې رشیدي، چې ۲۰ کاله عمر لري، وویل، «طالبان له دوه لسیزو څخه له ډېرې مودې راهیسې د نجونو د ښوونې او روزنې مخالفت کوي،»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «هغوی ښوونځي ویجاړ کړي، معلمان یې وژلي او ښځو ته یې په بېلابېلو طریقو ګواښونه کړي دي، خو له نېکه مرغه ... چې نجونو له خپلو فرصتونو څخه ګټه اخیستې او د طالبانو له وجود سره سره ښوونځیواو پوهنتونونو ته تللي دي.»

رشیدي وویل، «دا وخت، په لسګونو زره افغان نجونې شته چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته ځي،»

هغې وویل، «د افغانانو ځوان نسل، سړي او ښځې یو شان، ترهګري او افراطیت غندي او هغه د نه منلو وړ بلي. مونږ د ځوانانو په توګه ښوونه او روزنه، پرمختګ او تغیر غواړو. طالبان هېڅکله هم نشي کولی چې د ... ګواښونو او ظلم له لارې مونږ ایسار کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په موجودو حالاتو کې، افغانستان پوهه او با استعداده ځوانو جنګیالیو ته اړتیا لري. ځوانانان هغه څوک دي چې د یوه هېواد د راتلونکي په هکله فیصله کوي. له دې امله،‌ په کار دی چې د ځوانانو تعلیمي ظرفیت ته د ودې ورکولو لپاره پراخې پانګونې وشي او با استعداده ځوان کسان پیدا کړای شي.‌

ځواب ورکړئ