ديپلوماسي

متحده ایالات په طالبانو تاکید کوي چې د غني د سولې وړاندیز 'جدي' ونیسي

ای اېف پي

افغان ولسمشر اشرف غني (منځ کې) د کب په ۹ مه له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره یو مشروط پلان وړاندې کړ، چې په کې اورپکي د یوه سیاسي ګروپ په توګه پېژندل هم شامل دي. دغه وړاندیز دوه ورځې وروسته له هغه وشو چې طالبانو په متحده ایالاتو غږ وکړ چې مخامخ خبرې دې ورسره وکړي او په افغانستان کې روانې شخړې ته دې یو «سوله ییز حل» ومومي چې دا په ښکاره له څو میاشتنیو سختو بریدونو څخه وروسته د هغوی په پالیسۍ کې یو بدلون وو.‌ [شاه مراعي/ای اېف پي]‌

واشنګټن، ډي سي -- متحده ایالاتو د دوشنبې په ورځ /د کب ۱۴مه/ له طالبانو څخه وغوښتل چې د افغان ولسمشر اشرف غني له خوا د سولې د خبرو ترسره کولو په وړاندیز باندې دې غور وکړي.‌

غني تېره اونۍ د کابل پروسې د سولې کانفرانس کې له داسې یوه پلان څخه پرده پورته کړه چې له طالبانو سره خبرې پیل کړي،او بالاخره، هغوی د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژني.‌

غني وویل، چې په ځواب کې اورپکي باید افغان حکومت او اساسي قانون په رسمیت وپېژني. دا د خبرو پیلولو لپاره په پخوانیو هڅو کې هم د ځای پرځای ودرېدلو ټکی وو.‌

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د کابل پروسه ناوړه وبلله،‌ او په یوه ټویټ کې یې ولیکل چې د کانفرانس غوښتنه دا وه چې طالبان دې «تسلیم» شي.‌

د متحده ایالاتو او همدارنګه د ملګرو ملتونو په شمول له ۲۰ څخه د ډېرو هېوادونو استازو د کب په ۹مه د کابل پروسې د سولې په دویم کانفرانس کې برخه واخیسته.‌ [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ]

د متحده ایالاتو او همدارنګه د ملګرو ملتونو په شمول له ۲۰ څخه د ډېرو هېوادونو استازو د کب په ۹مه د کابل پروسې د سولې په دویم کانفرانس کې برخه واخیسته.‌ [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ]

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو په وزارت کې د جنوبي او منځنۍ اسیا د چارو مرستیالې الیس وېلز وویل، چې هغې د غني په وړاندیز ټکان وخوړ.‌

هغې خبریالانو ته وویل، «ما له هغه نه واورېدل چې د یوې باوقاره پروسې وړاندیز یې وکړ،»

هغې وویل،‌ «هغه څه چې طالبانو ته یې وړاندیز شوی تسلیمي نه ده، بلکې یوه سیاسي چوکاټ ته د رسېدلو لپاره یوه باوقاره پروسه ده،» او زیاته یې کړه چې د کابل کانفرانس «یوه تاریخي معیاري پېښه» وه.‌

وېلز وویل چې افغان حکومت طالبانو ته «په پام سره غوږ ونیو» او د هغوی یو شمېر غوښتنې یې ځواب کړې.‌

هغې وویل، د غني وړاندیز «کافي اندازه انعطاف ښیي او چې ریښتیا خبره وي زه فکر کوم چې طالبان پرې حیران شول. دا ډېر یو زړور وړاندیز وو.»

هغې وویل، «مونږ واقعاً طالبان دې ته هڅوو چې دا وړاندیز جدي ونیسي،» او زیاته یې کړه چې «دا وړاندیز په طالبانو باندې دا بار ږدي چې ځواب ورکړي.»

تېره اونۍ، طالبانو وویل چې هغوی دې ته تیار دي چې له متحده ایالاتو سره مخامخ خبرې وکړياو له ۱۶ کلونو څخه اوږدې جګړې ته یو «سوله ییز حل» راوباسي.

البته، دغې اعلامیې دا نه وه یاده کړې چې له افغان حکومت سره خبرې اترې وشي -- او دا یو داسې شرط دی چې د متحده ایالاتو حکومت یې له اوږدې مودې راهیسې د سولې د هرې پروسې په برخه کې حیاتي ګڼي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500