امنیت

کابل نوي امنیتي ګامونه اخلي او خوندي زون پراخوي

د نجیب الله راپور

افغان امنیتي منسوبین د سلواغې په ۷ مه په کابل کې له یوه موټربمي برید څخه وروسته د پېښې ځای ته رارسېږي. له دغه بمي برید څخه وروسته، افغان مقامات داسې یوه امنیتي کړۍ غزوي چې پلازمېنې ته تلونکې لارې تر پوښښ لاندې راولي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان امنیتي منسوبین د سلواغې په ۷ مه په کابل کې له یوه موټربمي برید څخه وروسته د پېښې ځای ته رارسېږي. له دغه بمي برید څخه وروسته، افغان مقامات داسې یوه امنیتي کړۍ غزوي چې پلازمېنې ته تلونکې لارې تر پوښښ لاندې راولي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- افغان امنیتي ادارې د سلواغې په میاشت کې په کابل کې له یوه مرګوني ځانمرګي بمي برید څخه وروسته نوي امنیتي ګامونه طرحه کوي.

د سلواغې په ۷ مه،‌یوه بم، چې په یوه امبولانس کې پټ کړای شوی وو،په پلازمېنه کابل کې لږ تر لږه ۱۰۳ تنه افغانان ووژل او ۲۳۵ تنه نور یې ټپیان کړل. د برید مسؤلیت طالبانو پر غاړه واخیست.‌

له یادې پېښې څخه وروسته، ولسمشر اشرف غني د دغه هېواد امنیتي ځواکونو ته امر وکړ چې په کابل کې امنیت پیاوړی کړي.‌

په تېر وخت کې، افغان امنیتي ځواکونو د کابل مرکزي برخه،‌ چې د سفارتونو او د ولسمشرۍ د ماڼۍ په شمول،‌ مهمې حکومتي او نړیوالې موسسې په کې واقع دي، د «ګرین زون» په نامه نومولې وه.

یوه څرخکه په ۱۳۹۴ کال کې د ایتلاف د یوه روزنیز ماموریت په ترڅ کې د کابل دپاسه الوت کوي.‌ افغان حکومت له یو لړ ترهګریزو بریدونو څخه وروسته په کابل کې امنیت پیاوړی کوي.‌ [د متحده ایالاتو د هوایي ځواک عکس چې جګړن جاسون سمېت اخیستی دی]

یوه څرخکه په ۱۳۹۴ کال کې د ایتلاف د یوه روزنیز ماموریت په ترڅ کې د کابل دپاسه الوت کوي.‌ افغان حکومت له یو لړ ترهګریزو بریدونو څخه وروسته په کابل کې امنیت پیاوړی کوي.‌ [د متحده ایالاتو د هوایي ځواک عکس چې جګړن جاسون سمېت اخیستی دی]

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک د کب په ۶ مه په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې اعلان وکړ چې مقامات به د یوه نوي پلان د برخې په توګه د ګرین زون چاپېر امنیتي کمربند د ښار بهر ته پراخ کړي.‌

هغه وویل، چې وروستیو پېښو مقامات دې ته مجبور کړل چې د کابل ښار لپاره په امنیتي پلانونو باندې بیاکتنه وکړي او پخواني پلانونه تعدیل کړي.‌

برمک وویل، «پخوا مونږ په ګرین زون باندې،‌ چې دپلوماتیک مرکزونه او حکومتي ادارې په کې واقع دي، تمرکز کاوه، خو خلک به څه کوي؟ زمونږ اصلي هدف دا دی چې عام خلک خوندي کړو.‌ بالاخره،‌ مونږ پرېکړه وکړه چې امنیتي کمربند له ښار څخه بهر جوړ کړو.»

هغه وویل،‌ «مونږ د امنیتي کمرو له لګولو څخه نیولې د فردي هڅو تر پیاوړي کولو پورې، د امنیتي ګامونو ټول ډولونه په پام کې نیسو،»

هغه وویل، «د امنیتي پلان د عملي برخو تطبیق پیل شوی دی.‌ هره اونۍ، به د کابل د امنیه قوماندانۍ، د کابل د ګاردنیزیون قوماندانۍ او د ملي امنیت د ریاست تر منځ له دوه څخه تر درې پورې کتنې ترسره کیږي.»

برمک د کابل اوسېدونکیو ته ډاډ ورکړ چې وروستي ترافیکي بندښتونه موقت دي او د امنیت له ټینګولو څخه رامنځته شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې دا ستونزه به وروسته له هغه، چې امنیتي ځواکونه د ښار په دروازو کې بیا توظیف شي، حل شي.‌

خلکو پیاوړي شوي امنیتي ګامونه وستایل

تر نوي پلان لاندې،‌ امنیتي ادارې غواړي چې کابل ته تلونکي فرعي سړکونه، چې ترهګر یې له نورو ولایتونو څخه پلازمېنې ته د رسېدلو لپاره کاروي، بند او کنټرول کړي.

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون د حقوقو یوې فارغې نبیلې یوسفي وویل، هغه او د هغې کورنۍ په کابل کې د وروستیو بریدونو، او د نورو امنیتي ګواښونو په هکله د اوازو له املهخورا ډېرې اندېښمنې وې.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، «خو د کورنیو چارو د وزارت له خوا د اضافي امنیتي ګامونو په اعلان سره زمونږ مورال ښه شو. مونږ هیله لرو چې نوی امنیتي پلان به مؤثر ثابت شي.»

د کابل یوه اوسېدونکي مجیب خیري، چې په امنیتي دلایلو یې د خپلې مستخدمې ادارې (غیرحکومتي موسسې) له پوره معرفۍ څخه ډډه وکړه، د نوي پلان هرکلی وکړ او د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو همغږي یې وستایله.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د دې پلان ګټه دا ده چې د کابل ښار دروازو ته به لا نور امنیتي ځواکونه ور ولېږدول شي. په دې توګه به په یادو دروازو کې لا جدي هڅې وشي چې پلازمېنې ته د ترهګرو د راننوتلو مخه ونیول شي.»

هغه وویل، «پخوا، د امنیتي ځواکونو د تلاشۍ پوستې ډېرې په ښار کې واقع وې، چې په کابل کې یې ترافیک ګڼ کړي ول. سربېره پر دې،‌ کله به چې ترهګر پوه شول چې هغوی نیول کیږي، هغوی به ځانونه د عامو خلکو په منځ کې وچول، چې د ډېرو ملکي خلکو ژوند به یې واخیست.»

قانون جوړوونکي د نوي امنیتي پلان ملاتړ کوي

په ولسي جرګه کې د میدان وردک ولایت یوه استازي غلام حسین ناصري وویل، هغه د نوي امنیتي پلان او د کابل دروازو ته د امنیتي ځواکونو د ورلېږلو هرکلی کوي.‌

خو هغه خبرداری ورکړ، چې دا ګام یو اوږدمهاله حل نه دی.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د حکومت لپاره اساسي حل دا دی چې اطلاعاتي او امنیتي بېخبناوې په نړیوالو معیارونو برابرې جوړې کړي، او د ترهګرو د پلان د پلیتابه مخه ونیسي،»‌

هغه وویل، «موټرونه به دروازو ته د لېږل کېدونکیو عسکرو له خوا کنټرول کیږي،‌ خو هغوی به په ښار کې پلي روان خلک څنګه وپلټي؟ په وروستیو ورځو کې، د کابل په ځینې سیمو کې د پولیسو پلټنې د ترافیکو د ازدحام سبب شوي چې د موټرچلوونکیو وخت ضایع کوي.»

په ولسي جرګه کې د اروزګان ولایت یوه استازي عبیدالله بارکزي وویل، چې دا ډول جدي څارنه ضروري ده ځکه چې کابل ته د ترهګریزو پېښو ډېر مجرمان له فرعي لارو څخه راځي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په دې کې شک نشته، چې د کابل د دروازو کنټرولول به د محلي امنیت له ښه کولو سره ډېره مرسته وکړي،»

هغه وویل،‌ «د کابل د دروازو په کنټرولولو سربېره، مونږ دې ته ضرورت لرو چې د تورو شیشو لرونکیو او هغو موټرونو په شمول، چې د خارجیانو په نومونو ثبت شوي دي، عرادې په جدي توګه وپلټل شي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500