تروريزم

په کابل کې د شیعه ګانو له یوې غونډې سره نژدې ځانمرګې چاودنه کې ۹ کسان ووژل شول

ای اېف پي

چارواکو وویل، چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر، چې په پښو روان وو، په کابل کې د شیعه ګانو په سیمه کې ځان وچاوه او لږ تر لږه ۹ کسان یې ووژل. دا د افغانستان په پلازمېنه کې تر ټولو وروستی برید دی. [نصرالله عطار/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- چارواکو وویل، چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر د جمعې په ورځ /د کب ۱۸مه/ د کابل په یوه شیعه مېشته سیمه کې ځان وچاوه او لږ تر لږه ۹ کسان یې ووژل.

په دغه ښار کې په دوه اونیو کې دننه درېیم ځانمرګی برید په داسې حال کې کیږي چې طالبان د افغان حکومت له خوا د سولې د خبرو لپاره د وروستي وړاندیز په وړاندې له ډېرېدونکي فشار سره مخامخ دي چې له ۱۶ کالو څخه اوږده جګړه، چې د زرګونو خلکو ژوند یې واخیست، پای ته ورسوي.

هیچا هم سمدلاسه د چاودنې مسؤلیت وانه خیست. دا برید د شیعه هزاره ګانو د یوه پخواني وتلي مشر عبدالعلي مزاري، چې طالبانو وژلی وو، د ۲۳م تلین د لمانځنې له غونډې سره نژدې ترسره شو.‌

غونډې ته د اجرائیه رییس عبدالله عبدالله او د هغه د مرستیال محمد محقق په شمول، چې د هزاره ګانو یو جیګپوړی مشر دی، د هېواد لوړپوړي سیاستوال ورغلي ول‌.

افغان پلټونکي د یوه ځانمرګي بمي بریدګر جسد وړي. هغه د کب په ۱۸مه په کابل کې د شیعه ګانو له یوې سیمې سره نژدې ځان وچاوه. [شاه مراعي/ای اېف پي]

افغان پلټونکي د یوه ځانمرګي بمي بریدګر جسد وړي. هغه د کب په ۱۸مه په کابل کې د شیعه ګانو له یوې سیمې سره نژدې ځان وچاوه. [شاه مراعي/ای اېف پي]

معمولاً شیعه ګان د داعش له خوا، چې مرتدان یې بولي، په نښه کیږي.

د کورنیو چارو د وزارت مرستیال نصرت رحیمي ای اېف پي ته وویل، «د مړو شمېر ۹ ته رسېدلی دی،» او زیاته یې کړه چې ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي.‌

هغه وویل، چې په مړو کې ۲ پولیسان هم شامل دي. نور ملکي خلک ول. چارواکو وویل، چې بریدګر پلی روان وو.

د تلفاتو شمېرې مختلفې دي

د تلفاتو د شمېر په هکله د افغان چارواکو خبرې سره فرق لري: یوې امنیتي سرچینې ای اېف پي ته وویل، چې ۱۳ کسان وژل شوي او له ۳۰ نه ډېر نور ټپیان شوي دي.‌

خو د کابل امنیه قوماندان محمد داود امین طلوع نیوز ته وویل، چې پنځه کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.‌

امین وویل چې بمي بریدګر خپله چاودېدونکې وسیله د تلاشۍ په یوه پوسته کې «وروسته له هغه وچوله چې پولیسو وپېژاند».‌

هغه وویل، «بمي بریدګر په دې کې پاتې راغی چې دننه ننوځي او غونډه په نښه کړي،»

کاظم علي، چې په غونډه کې حاضر وو، ای اېف پي ته وویل چې د چاودنې زور د جومات کړکۍ ماتې کړې.‌

هغه وویل، «مونږ په جومات کې دننه وو چې یوه زوروره چاودنه وشوه. امنیتي ځواکونو مونږ ته اجازه رانه کړه چې مخکې ورشو،»

په یوه جلا پېښه کې، د خواجه غار ولسوالۍ ولسوال محمد عمر ای اېف پي ته وویل، چې تېره شپه طالب اورپکو په تخار ولایت کې په یو شمېر پوستو، چې افغان امنیتي ځواکونو ساتلې، برید وکړ.‌

هغه وویل، چې په دغو بریدونو کې، چې طالبانو یې مسؤلیت اخیستی، ۱۰ محلي پولیس او ۷ عسکر ووژل شول. د تلفاتو شمېرې سمدلاسه نه دي تایید شوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500