د ښځو حقوق

افغان ښځینه پانګوونکې د نورو لپاره کاري فرصتونه برابروي

د خالد زېري راپور

د اورپکو له ګواښونو سره سره، افغانانې خپل راتلونکي ته هیله منې دي او په دې برخه کې سخت زیار ګالي چې د خپلو ځانونو او نورو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي. په ننګرهار ولایت کې ۲۸ کلنه نازیه نورو ښځو ته د کالیو ګنډل او ګلدوزي ورښیي، او په دې توګه ګټور فرصتونه برابروي. [خالد زېری]

ننګرهار -- افغانانې د اقتصادي خپلواکۍ د ترلاسه کولو په لاره کې د اورپکو د ګواښونو او نورو خنډونو پروا نه کوي،‌او سخت زیار ګالي چې د خپلو ځانونو او نورو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او صنایعو ریاست رییس شېرعالم امله وال سلام ټایمز ته وویل، «په ننګرهار ولایت کې په زرګونو ښځې په لاسي صنایعو بوختې دي، او دغه سطحه د تېر په مقایسه په پاموړ توګه زیاته شوې ده،»

هغه وویل، دغه ریاست تیار دی چې د سوداګرۍ او صنعت په برخو کې بوختو ښځو سره مرسته وکړي، او زیاته یې کړه، «مونږ به په دې برخه کې هېڅ مرسته ونه سپموو.»

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رییسې منیژې وافق د کب په ۱ په جلال اباد کې د خونې د ولایتي ادارې د پرانستې په مراسمو کې وویل، په ننګرهار کې تر ۱۰۰ پورې ښځو خپل نومونه د وړو او لویو سوداګریو د مالکانو په توګه ثبت کړي، چې اکثرو یې نورې ښځې په کار ګومارلې دي.

په ننګرهار کې افغانانې د کب په ۱۵مه د کالیو ګنډل او ګلدوزي زده کوي. [خالد زېری]

په ننګرهار کې افغانانې د کب په ۱۵مه د کالیو ګنډل او ګلدوزي زده کوي. [خالد زېری]

سوداګرې نورو ته ګټه ور رسوي

په داسې حال کې چې په افغانستان کې تعلیمي او کاري فرصتونو وده کړې،لږو یې د نورو لپاره داسې فرصتونه رامنځته کړي لکه د ننګرهار ولایت د خېوې ولسوالۍ ۲۸ کلنې اوسېدونکې نازیې چې کړي دي.‌

نازیه په ورځ کې دوه ځلې یعنې سهار او ماسپښین په خپل کور کې د خیاطۍ یو صنف دایروي، چې په هر صنف کې ۱۶ شاګردانو ته ښوونه کوي. هغه خپلو شاګردانو ته د کورس له بشپړولو څخه وروسته کاري فرصتونه هم برابروي.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «لس کاله مخکې، یوې موسسې ماته یو د کالیو ګنډلو ماشین راکړ. ما په هغه ماشین د کالیو ګنډل زده کړل، او بیا مې د نورو نجونو په هکله فکر کول شروع کړل.»

هغې وویل، «ما په تېرو درې کالو کې د خپل کلي ۵۰ نجونې او ښځې د خیاطۍ او ګلدوزۍ په برخو کې وروزلې. زه هغوی ته شپږ میاشتې روزنه ورکوم، او کله چې هغوی پروګرام بشپړ کړي، بیا هغوی له خپلو کورونو څخه کار کوي.»

دوکانداران نازیې او د هغې شاګردانو ته فرمایشونه ورکوي، چې هغوی بیا د مشتریانو له غوښتنو سره سم کالي ورته ګنډي.

په جلال اباد کې یوه دوکاندار سید محمد رحیم چې دودیز کالي خرڅوي سلام ټایمز ته وویل، «مونږ نازیې او ډېرېو نورو ښځو ته فرمایشونه ورکوو. مونږ ته نور فرمایشونه راکوي، او بیا مونږ د هغوی لپاره شیان اخلو او هغوی یې زمونږ لپاره ګنډي، چې هم زمونږ لپاره ګټه جوړوي او هم د هغوی لپاره.»

د نازیې په وینا، له دې کار نه هر کس خپله ګټه اخلي.

ښوونه او روزنه لومړی

د نازیې یو شرط دا دی چې د خیاطۍ زده کوونکې یې باید په ښوونځي کې درس هم ووایي.‌

هغې وویل، «دلته ډېرې بدبختۍ موجودې دي، او د سیمې اوسېدونکیو خپلې لوڼې ښوونځي ته نه لېږلې،» او زیاته یې کړه چې هغې په اوم ټولګي ښوونځي ته د تګ پر وخت خپله د کتابونو بکسه له خپلو ورونو څخه پټوله.

نازیې په ډېره سختۍ سره زده کړه ترلاسه کړه، او تر هغه وروسته هغې د دوه کالو په مخه قابله ګي ولوستله.‌

نازیې وویل، «ما دا ستونزې لیدلې دي، او اوس چې کله یو څوک راځي او خیاطي زده کوي، لومړی زه د هغوی کورنیو ته وایم چې نجلۍ باید ښوونځي ته هم لاړه شي،»

هغې وویل، «اوس دغه میندې او پلرونه زما دغه شرط قبلوي، او هغوی خپلې لوڼې ښوونځي ته لېږي. زه به خپلې مبارزې ته دوام ورکړم.»

معیشتونو ته وده ورکول

د نازیې یوې ۲۵ کلنې زده کوونکې،‌ ماریه، وویل، هغه خوشحاله ده چې کالي ګنډل یې زده کړل.

ماریه وویل، د هغې پلار عصبي تکلیف درلود او مور یې د کورنۍ د حمایه کولو لپاره د نورو کلیوالو لپاره ډوډۍ پخوله. کلیوالو به کله هغوی ته ډوډۍ ورکوله او کله پیسې.

ماریې په داسې حال کې، چې یو نوی کمیس یې ګانډه، سلام ټایمز ته وویل، «بیا نازیه زما مور ته راغله او ورته یې وویل، چې 'ستا لور به له ما سره کار زده کړي او ستاسو ژوند به ورسره ښه شي'، اوس ما ګنډل زده کړي دي. زه کار کوم او د ژوند تېرولو لپاره پیسې ترلاسه کوم. زه ډېره خوشحاله یم.»

ماریه، چې پخوا یې ښوونځي ته تلل بند کړي ول، اوس غواړي چې خپلې زده کړې بیا پیل کړي.‌

هغې وویل، «ما تر شپږم صنف پورې زده کړه کړې ده، او زه غواړم چې اوس په اوم ټولګي کې شامله شم. زما مور هم راسره موافقه ده، او زه به ښوونځي ته لاړه شم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلام ټایمز مننه چې داسې انګېزه ورکوونکي پیغامونه او بې جوړې خبرونه شریکوئ. ستاسو وېب سایټ په ریښتیا سره هم چې یو بشپړ وېب سایټ دی او ما ترې ډېر وړیا شیان ترلاسه کړل.‌ زه څنګه کولی شم چې ستاسو اپلیکېشن خپل موبایل ته ښکته کړم؟‌

ځواب ورکړئ