امنیت

مټیس: د طالبانو ډلې د افغانستان د سولې پلان سره علاقه مندي لري

ای اېف پي

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیم مټیس د کب په ۲۲ مه کابل ته په یوه نا اعلان شوي سفر د قاطع ملاتړ د ماموریت مرکز ته رسېږي.‌ [توماس وکتینس/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیم مټیس د کب په ۲۲ مه کابل ته په یوه نا اعلان شوي سفر د قاطع ملاتړ د ماموریت مرکز ته رسېږي.‌ [توماس وکتینس/ای اېف پي]

کابل -- د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیم مټیس د سې شنبې په ورځ /د کب ۲۲ مه/ کابل ته په یوه نا اعلان شوي سفر د رسېدلو پر وخت وویل، چې د طالبانو عناصر دې ته چمتو دي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

مټیس د افغانستان پلازمېنې ته دوه اونۍ وروسته له هغه لاړ چې ولسمشر اشرف غني له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیلولو لپاره یو پلان اعلان کړ‌.

هغه په یوه پوځي الوتکه کې خبریالانو ته وویل، «ښایي داسې ونشي چې ټول طالبان په یو ځل راشي، دا کار به ډېر لیرې وي، خو په طالبانو کې داسې عناصر شته چې په څرګنده له دې سره علاقه مندي لري چې له افغان حکومت سره خبرې اترې وکړي،»

د غني د سولې په پلان کې دا شامل دي چې بالاخره طالبان د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژندل شي. په مقابل کې، په کار دی چې اورپکي افغان حکومت او اساسي قانون په رسمیت وپېژني، چې دا له پخوا راهیسې د خبرو پیلولو لپاره د پیل یو حد بلل کېږي.‌

دغې یاغي ډلې ویلي،‌ هغوی تیار دي چې له متحده ایالاتو سره خبرې ترسره کړيخو تر اوسه پورې یې د کابل د سولې د مذاکراتو وړاندیز ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

مټیس وویل، «دا وخت،‌ مونږ غواړو چې افغانان مخکې شي او د پخلاینې د هڅو محتوا وړاندې کړي،»

هغه وویل،‌د سیاسي پروسې له برکته،‌ افغانستان اوس د بریا لارې څاري.‌

مټیس وویل، «دغه بریا څنګه ده؟‌ هغه داسې یو هېواد دی چې خپل خلک یې او خپل امنیتي ځواکونه یې د قانون تنفیذ او هر ډول ګواښونه مهاروي ... چې له شک پرته د څو کالو په مخه به دا کار د نړیوال ملاتړ له لارې ترسره کړي،»

هغه وویل، «هغه ټول د دې لپاره کار کوي چې یو سیاسي جوړجاړی رامنځته شي،‌ نه نظامي بریا. بریا به یو سیاسي جوړجاړی وي.»

د غني د ټوېټر اکاونټ د معلوماتو په اساس، مټیس همدارنګه د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې له غني سره د افغان - پاکستاني اړیکو،‌ را روانو انتخاباتو،‌د نشه ییزو توکو ضد عملیاتو او په پاکستان کې د افغان کډوالو په هکله خبرې اترې وکړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه د هغوی تماس غواړم چې ورسره په اړیکه کې اوسم ځکه چې زه د طالبانو مرستې ته هم اړتیا لرم.

ځواب ورکړئ

مننه

ځواب ورکړئ