ديپلوماسي

امریکایي جنرال طالبانو ته وایي، د سولې د خبرو اترو غوره وخت همدا دی

ای اېف پي

جنرال جان نېکلسن، چې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قوماندان دی، د کب په ۲۳مه له خبریالانو سره خبرې کوي.

جنرال جان نېکلسن، چې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قوماندان دی، د کب په ۲۳مه له خبریالانو سره خبرې کوي.

پروان -- په افغانستان کې جیګپوړي امریکایي جنرال د چارشنبې په ورځ ( د مارچ په ۱۴ مه) وویل، چې اوس د طالبانو لپاره د سولې د خبرو ترسره کولو غوره وخت دی،‌او خبرداری یې ورکړ، چې د یاغیانو پر ضد زیاتېدونکی هوایي او ځمکنی کمپاین به پراخ شي.‌

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلسن وویل، له هغه وخته، چې د متحده ایالاتو نوې ادارې تېر کال د هوایي عملیاتو د زیاتېدو منظوري ورکړې،‌ طالبانو ته درانه تلفات ور اوښتي دي.‌هغه مؤثرې افغان کمانډو او عادي افغان پوځي واحدونه هم یاد کړل.‌

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیم متیس د سې شنبې په ورځ ( د مارچ په ۱۳مه) کابل ته د یوه نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې وویل، چې یو شمېر طالبان له افغان حکومت سره خبرو کولو ته تیار دي.

نېکلسن چې له متیس سره مل وو په بګرام کې یې خبریالانو ته وویل،‌ "د طالبانو په فکر، هغوی هغه څه چې را روان دي،‌ ویني، او دا وړتیاوې به لا نورې زیاتې شي."

هغه په داسې حال کې چې دواړه لوري د پسرلي د وخت جګړې ته تیاری نیسي، زیاته کړه، "نو، دا په حقیقت کې احتمالاً د هغوی لپاره د خبرو اترو د ترسره کولو د هڅو لپاره غوره وخت دی، ځکه چې وروسته به دا حال د هغوی لپاره له بد نه بدتر شي."

نېکلسن وویل، "له هغه څه نه، چې د طالبانو په منځ کې روان دي، زما درک دا دی چې هغوی هم له دې جنګ نه ستړي شوي دي،‌ د هغوی دا خوښېږي چې کورونو ته راستانه شي، د هغوی دا خوښېږي چې بېرته له ټولنې سره یوځای شي،‌ عین لکه د دې وطن خلک، د هغوی دا خوښېږي چې زمونږ په څېر د دې جنګ پای وویني."

د طالبانو لپاره د نظامي بریا نشوالی

د غني د سولې پلان،چې د جمعې د ورځې په پای کې اعلان شو،‌ کې دا شامل دي چې طالبان بالاخره د یوه سیاسي ګوند په توګه وپېژني. په مقابل کې، طالبان به دې ته ضرورت ولري چې د کابل حکومت او اساسي قانون په رسمیت وپېژني -- چې دا له پخوا راهیسې د خبرو پیلولو لپاره د پیل یو حد بلل کېږي.‌

تر اوسه پورې، یادې ډلې د وړاندیز ځواب نه دی ویلی، چې تحلیلګران وایي داسې ښیي چې د طالبانو د مشرانو تر منځ له داسې یوې ادارې سره د خبرو اترو په هکله بحثونه کیږي چې هغوی غیرمشروع بلله.‌

افغان او امریکایي چارواکو په وروستیو اونیو کې په طالبانو غږ کړی وو چې د خبرو اترو مېز ته دې راشي.

د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې الیس وېلز د کب په ۱۴مه د سولې پلان «یوه سیاسي چوکاټ ته د رسېدلو لپاره یوه با وقاره پروسه» وبلله.‌

هغې وویل، «مونږ یقیناً طالبان دې ته هڅوو چې دا وړاندیز جدي ونیسي،»

خامه پرېس راپور ورکړ، چې د افغان حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د چارشنبې په ورځ یو ځل بیا په طالبانو تاکید وکړ چې تاوتریخوالی وغندي او د سولې پروسې سره یوځای شي.

هغه دا خبرې د یوه سیاسي مشر عبدالعلي مزاري، چې طالبانو په ۱۹۹۵ کال کې وواژه،‌ د ۲۳م تلین په مناسبت وینا کې وکړې.

هغه وویل، طالبان به د جګړې په ډګر کې بریالي نشي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500